19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درې وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

درې وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/د سلواغې۲۹مه/باختر د هلمند په نوزاد، سنګین او واشیر ولسوالیو کې...

په خوست کې ۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

په خوست کې ۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

متون/دسلواغې۲۹مه/باختر د خوست د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې د دغه...

  په جوزجان کې د کارګرانو مظاهرې دوام لري

په جوزجان کې د کارګرانو مظاهرې دوام لري

کابل/ د سلواغې٢٩مه/ باختر په جوزجان کې د نفتو او ګازو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل _ باختر دوري څلورمه :
د اداري فسادپرخلاف دمبارزې د څيړنې او څارنې دګډې مستقلې کميټې دسپارښتونو پنځمه ټولګه وړاندې شوه .
  په دې ټولګه کې شپږ ديرش موارده سپارښتونه شته چې دفساد دکمښت په مقصد ددغې کميټې له خوا برابر شوي دي او دافغانستان د دولت او د نړيوالې ټولنې په واک کې ورکړي شوي دي .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د اداري فساد پرخلاف دمبارزې د څارنې او څيړنې دګډې خپلواکې کميټې د دارالانشا رييسې سيما غني نن په يوه خبري غونډه کې د سپارښتونو د وړاندې کولو هدف د مرستو د اغيزمنتوب زياتوالى، د مجازاتو دمعافيت د مواردو، په انتخاباتو کې د تقلب او په بنسټيزو پروژوکې د اداري فساد دمواردو مخنيوي اوهم دځمکې دغصب پرخلاف اغيزمنه مبارزه وبلله.
ميرمن غني په داسې حال کې چې ددغې کميټې دکار د اغيزمنتوب په باب خبرې کولې زياته کړه: تراوسه پورې ددغې کميټې له خوا په سلوکې شل ورکړى شوى. سپارښتونه په هيوادکې تطبيق شوي دي، په سلو کې اته پنځوس دتطبيق په حال کې دى اوپه سلوکې دوه ويشت نور يې نه دي تطبيق شوي .
ده د ورکړى شويو سپارښتونو په تطبيق کې د فوايدعامې او د ماليې له وزارتونو څخه قدرداني وکړه او په ځينو هغو ادارو د انتقاد په ترڅ کې چې په دې نه دي بريالي شوي، ددغې کميټې د سپارښتونوپه عملي کولوکې همکاري وکړي.
دافغانستان له دولت او له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې دکميټې سپارښتونه په هيوادکې دفساد پرخلاف داغيزمنې مبارزې په لاره کې تطبيق کړي .
دغې کميټې دخپل يو نيم کلن فعاليت په بهيرکې څلور اتيا سپارښتونه د اداري فساد دمخنيوي او په ښه  توګه دقانون دتنفيذ په مقصد دهيواد له جمهور رييس ، پارلمان ، نړيوالې ټولنې او له خلکو سره  شريک کړى دى .

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٣ :
دکابل _ جلال اباد لويه لاره نن مازيګر ديوې غونډۍ ديوې برخې  دښوئيدوله امله تړل شوې ده او دفوايدعامې وزارت چارواکي وايي چې ددغې لويې لارې دپرانستلو لپاره  هلې ځلې دوام  لري خو ترسباپورې  ددغې لويې لارې دپرانستلو امکان نشته .
دفوايد عامې وزارت معين  انجينر احمدشاه وحيد باختراژانس ته وويل،  ددرونټي تونل ته څيرمه   د غونډۍ  ديوې برخې  په ښوئيدوسره  دکابل _ جلال اباد لويه لاره نن مازيګر په څلورنيمو بجو په بشپړه توګه  دترافيکو پرمخ تړل شوې ده  خو کوچني مسافروړونکي  وسايط کولاي شي   دلغمان دسرخکانوله لارې   خپل تګ راتګ ته دوام ورکړي.
انجينر احمدشاه زياته کړه  چې ددغې غونډۍ دښوئيدوله امله  يو سراچه ډوله کرولا موټر يو څه ويجاړشوى اويوه سپرلۍ يې ټپي شوې ده  چې اوس په روغتون کې تردرملنې لاندې دى .
دفوايد عامې وزارت  دمعين دڅرگندونوله مخې ،  خاورو اوډبروچې  ددغې لويې لارې  کابو يونيم کيلومتره واټن نيولى دى اودننګرهار اولغمان دولايتونو دفوايد عامې  چارواکي هلې ځلې کوي  چې دغه لويه لاره  بيا دترافيکو پرمخ پرانيزي  خو دموادو دحجم  په پام کې نيولوسره ددې امکان نشته  چې دغه لويه لاره  ترسباپورې  دترافيکو پرمخ پرانستل شي .
ده   دبار وړونکو او ټيلري وسايطو چلوونکو ته  خبرداري ورکړ چې دغه لويه لاره ددغو وسايطو پرمخ په بشپړه توګه  تړلې ده   خو کوچني مسافروړونکي وسايط کولاي شي   دلغمان اوسرخکانوله لارې تګ راتګ وکړي  .
دفوايد عامې وزارت معين دمسافرينو  دهمکارۍ او زغم غوښتنه وکړه.
ديادونې وړ ده  چې کابو لس ورځې مخکې هم   دکابل _ جلال اباد لويه لاره  دغونډۍ ديوې برخې  دښوئيدو له امله تړل شوې وه .

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٣ :
په نورستان ولايت کې دواورې  دبې سارى اورښت له امله په دغه ولايت کې   مواصلاتي لارې دترافيکو پرمخ تړلې شوي دي .
دغه اورښت له تيرماښام څخه دنورستان دمرکز پارون ښار په شاوخوا کې پيل شوى دى او تراوسه پورې دوام لري .
درارسيدلو خبرونوله مخې، دواورې  دغو سختو اورښتونو دنورستان ولايت  له اړوندو ولسواليو سره پارون ښار مواصلاتي لارې دترافيکو پرمخ تړلې دي .
دباختراژانس خبريال  زرداد شينواري  وايي چې همدا اوس دپارون  ښار په ځينو لوړو سيمو کې دواورې  اندازه يو سلو شلو ساتني مترو ته رسيدلې ده.
دنورستان ولايت دولسواليو اوپارون ښار ته  دنږدې سيمو اوسيدونکي چې دخپلې  اړتياوړ زياتره توکي په دغه ښارکې پيري وايي چې دخوراکي توکو اودسون  دموادو له  کمښت سره مخامخ شوي دي  .
په همدې حال کې  خبرترلاسه شوى دى چې دواورې اورښتونو په پارون  ښارکې سيمه ييزې لارې هم دترافيکو پرمخ تړلې دي.
سليم شاه چې پارون ښار ته څيرمه  ژوند کوي وايي چې دواورې دسختو اورښتنونو له امله  نه شي کولاي په ښارکې دخپل کار ځاى ته لاړشي.
له بلې خوا سيمه ييز مقامات وايي چې په موجودوامکاناتوسره يې دترافيکو پرمخ دلارو  دپرانستلو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.
دنورستان ولايت دفوايد عامې  رييس ضابط  خان منګل  باختراژانس ته وويل  که څه هم زموږ امکانات محدود دي  خو بياهم له لارو څخه  دواورې  په پاکولو سره دترافيکو دتګ راتګ زمينه بيا برابره وو.
منګل وايي چې له تيرې شپې  څخه تراوسه پورې  يې دڅوسترو لارو دبيا پرانستلو لپاره کار پيل کړى دى.
دافغانستان په ختيځ کې دنورستان ولايت ددنګو غرونو  اوله لوړو او  ژورو ډکو درو  ترمنځ  پروت دى .
دغه ولايت  دناامنيو له امله  دبيارغونې  له بهير څخه ډيره  پوخ واټ  نه لري
دخامه او له لوړو او ژورو  ډکو لارو شتون ددې سبب شوى دى  چې دژمي په موسم کې  خلک يې دتګ راتګ   لپاره  له ستونزو سره مخامخ واوسي .،

کابل -باختر  دوري دمياشتې دريمه
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب  په دې ډول اټکل کړې دي:
کابل د تودوخې لوړه درجه ١٤، ټيټه ٤اسمان ځاى ځاى وريځ داورښت امکان شته
هرات لوړه ١٨،  ټيټه ٥  آسمان وريځ ځاى ځاى وريځ
جلال آباد لوړه ١٨،  ټيټه ٦ اسمان ځاى ځاى وريځ داورښت امکان شته
قندهار لوړه ٢٠ ټيټه ١٠ آسمان ځاى ځاى وريځ داورښت امکان شته
مزارشريف لوړه  ١٦، ټيټه ٤  آسمان وريځ د اورښت امکان شته
کندز لوړه ١٥، ټيټه ١  آسمان وريځ د اورښت امکان شته
غزني لوړه ١١ ، ټيټه ١  آسمان وريځ د اورښت امکان شته
باميان  لوړه ٨ ، ټيټه منفي ٢ آسمان وريځ د اورښت امکان شته
فيض آباد لوړه ٧، ټيټه  صفر آسمان وريځ د اورښت امکان شته
  شمالي سالنګ لوړه منفي١ ، ټيټه منفي ٦- آسمان وريځ  د اورښت امکان شته
جنوبي سالنګ لوړه منفي ١ ، ټيټه منفي ٢ –  آسمان وريځ  د اورښت امکان شته
  شبرغان لوړه ١٧ ، ټيټه ٦  آسمان  ځاى ځاى وريځ د اورښت امکان شته
فراه لوړه ١٩ ټيټه ٦  آسمان ځاى ځاى وريځ 
خوست لوړه ١٣، ټيټه ٥  آسمان وريځ  د اورښت امکان شته
ميمنه لوړه  ١٤ ، ټيټه ٤  آسمان وريځ  د اورښت امکان شته
لښکرګاه لوړه ٢٣ ، ټيټه ١٠ آسمان ځاى ځاى وريځ  د اورښت امکان شته
په کابل کې سبا لمر ٥٣/ ٥خيژي او د مازيګر په ٦/ ٦ولويږي .