27 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دهېواد په ختيځ کې دڅلورو ډاراچوونکو نيول کېدل

دهېواد په ختيځ کې دڅلورو ډاراچوونکو نيول کېدل

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: څلور ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ...

طالبانو په سرپل کې دروغتيايي ټيم غړي ازاد کړل .

طالبانو په سرپل کې دروغتيايي ټيم غړي ازاد کړل .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: طالبانو يو ګرځنده...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل –باختر دسلواغى ديرشمه :
په هلمند ولايت کې هغو سلو تنو بڼوالوته چې مخکې پخوا له دولت سره په وسله وال مخالفت کې وو او اوس د سولې له بهير سره يوځاى شوي دى؛ د يوسلو نوي زرو نيالګيو مرسته وشوه.
په دغو نيالګيوکې د انګورو او انارو نيالګي شته چې يوه اندازه کيمياوي سره هم په بڼوالو وويشل شوه.
دهلمند والي محمد نعيم د نيالګيو د ويشلو په وخت کې بزګرانو ته وويل: هيله لرم چې بزګران له دغو نيالګيو څخه په استفادې سره د چاپيريال په سمسورتيا او پاکوالى کې ونډه واخلي او له بلې خوا د دوى د اقتصاد په پياوړتياکې اغيزه ولري او دغه راز په دغه ولايت کې دکرنيزو محصولاتو لپاره د يوې سړې خونې د جوړولو ژمنه وکړه.
د هلمند ولايت دکرنې او اوبو لګولو د ادارې رييس روح الله باختر آژانس ته وويل: په هريو بزګر د انګورو او انارو يوسلو نوي نيالګي وويشل شول.
ده زياته کړه: په پام کې لرو، هغوکروندکرو ته چې د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي، څه د پاسه پنځه سوه بڼونه جوړکړو چې لګښت يې د سولې شورا او دکرنې او او بولګلولو د ادارې په مرسته ورکول کيږي.
 

کابل- باختر دسلواغي ديرشمه :
تر يوې بلې اوونۍ پورې په هيوادکې د رايو ورکولو ټول مرکزونه د انتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا تثبتيږي او د راتلوونکو اقداماتو په خاطر د هيواد امنيتي مرکزونو ته سپارل کيږي .
دباختر اژانس د خبريال دخبر له مخې: دغه ټکى د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس قضاوت پوه فضل احمد معنوي نن په يوه خبري غونډه کې اعلام کړاو وې ويل:دهيواد امنيتي ځواکو نه مکلف دي چې د رايو ورکولو دمرکزونو، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دکارکوونکو ، د انتخاباتي موادو ، کتوونکو او مشاهداتو ، رايو ورکوونکو او د انتخاباتو د نوماندو امنيت تامين کړي .
د معنوي دڅرګندونو له مخې: تر هغه وخته پورې چې دغه ټکى عملي نه شي؛ په انتخاباتو کې د تقلب او د شفافيت احتمال تر پوښتنې لاندې نيول کيږي .
ده يوځل بيا د انتخاباتو د امنيت په تامينولو باندې ټينګار وکړ او امنيت يې په  شفاف او معياري ډول د انتخاباتو د ترسره کولو ضامن وباله .
  قضاوت پوه معنوي دغه راز وويل: په را روانو انتخاباتو کې به د رايو ورکولو له پخوانيو کارتونو او له هغو کارتونو څخه چې نوي ويشل کيږي؛ کار واخيستل شي.
ده وويل: له هغو برقي تذکرو څخه چې نوي ويشل کيږي؛ هم استفاده کيږي .  معنوي د خپرې شوې احصايې له مخې وويل: که چيرې دافغانستان په څه دپاسه شپيتو ولسواليوکې د امنيت د نشتوالى په خاطر عدلي اوقضايي مرکزونه موجود نه وي؛ کوم تضمين  شته چې په دغو ولسواليو کې شفاف انتخابات ترسره شي .
 

کابل- باختر دسلواغي ديرشمه :
د شهيدانو ، معلولينو کار او د ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا
دمتقاعدينو د حقوقو اجراکول او ورکول د١٣٩١ کال د سلواغې دمياشتې په  ٣٠ نيټه پيليږي. د يادونې وړ ده دچې د نظامي اوملکي په ګډون متقاعدين دې د تاکلى پروګرام له مخې، د خپلو حقوقو  د اجرا کولو په مقصد د تقاعد د خزانې  لوى رياست ته مراجعه وکړي او له نوبت پرته له نيټې څخه  دګڼې ګوڼې د مخنيوي په مقصد په کلکه ډډه وکړي او د تقاعد د خزانې د لوى رياست معذرت دې ومني .
 

کابل – باختر دسلواغى نهه ويشتمه :
دکابل دترافيکو دلوى مديريت خبرتيا :
يو ناپيژندل شوي ماشوم چې عمريې نږدې دولس کلن اټکل شوى دى ژيړجمپر ،ماسي جاکت او ماشي جامې لري او يوبل ماشوم چې نږدې څوارلس کلن دى او خړې تور بخن جامې يې په غاړه دى دروان کال دسلواغې  دمياشتې په اووه ويشتمه نيټه داحمد شاه بابا پروژې پله ته څيرمه دترافيکي پيښې له امله وفات  شوى دى او مړي يې دساتنې په مقصد دوزيرمحمد اکبر خان روغتون سړى خونې ته ليږدول شوي دي خپلوان يې کولي شي دغه مړى له وزير محمد اکبر خان روغتون څخه ترلاسه کړي او دزياتو معلوماتو لپاره دې په دهمزنګ کې دکابل دترافيکو دلوى مديريت دپيښو دڅيړنې مديريت ته ورشي.