18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

 ديپلوم انجنير  محمد يونس  نو انديش په دې وروستيو وختو کې دباختر اژانس له خبريال سره په يوه مرکه کې ، په کابل ښار کې دنيالګيو دايښودلو دپروګرام يادونه  وکړه او له ښاريانو او غير دولتي او دولتي موسسو څخه يې وغوښتل چې دنيالګيو په ايښودلو  کې چې په نږدي راتلونکي ورځو په کابل ښارکې پيليږي   ، ونډه  واخلي .

 دخوشحال  ميني  اوسيدونکي سيد سليمان وويل دنيالګيو  ايښودل نه يواځي ښار سمسوروي او ښکلا ورکوي بلکې دژوندانه دچاپيريال ساتنه او دهوا دککړوالي په کمښت کې مهم ګام بلل کيږي .

 ده له  ټولو ښاريانو څخه وغوښتل  چې دکابل ښاروالۍ  له موظفينو سره دنيالګيو په ايښودلو کې همکاري وکړي .

 له تايمنيو څخه سرور دکابل ښاروالۍ هغه فعاليتونه چې تيرکال  يې نيالګي کيښودلي و ، دښار دښکلا لپاره ارزښتناک وبلل اوزياته يې کړه ،دى  به خامخا په دې کار کې  خپل ملي دين ادا کړي او دکابل ښاروالۍ له شعار سره سم  يو نيالګۍ دځان لپاره او يونيالګۍ دهيواد لپاره کينوم .

  دغه راز  يو شمير نورو ښاريانو هم په دې برخه کې دکابل ښاروالۍ دغوښتنې دهرکلي په ترڅ کې ددغه ښار په بيلابيلو  سيمو کې دنيالګيو دايښودلو لپاره دخلکو دپراخ کمپاين غوښتنه وکړه .

 ټاکل شوې  ده  دروان کال دنيالګيو  دايښودلو  په کمپاين  کې يو مليون ډولي نيالګي دکابل دښاروالۍ له خوا  برابر او په کابل ښار او شاوخوا کې يې کيښودل شي .

کابل\باختر\ د کب ١٠ مـــــــــــــــه

په جلال ا باد ښار کې دچپر هار په اډه کې د ترکا ڼې په يو سر اي کې د اور لګيد نې له ا مله دسر زيان نه دى او شتې ، خو ما لى تا وان رسيد لى دى

دغه اور تيره شپه د سراي د خا وند د بي احتيا طي له ا مله و لګيد 

 يو امنيتې چاروا کي سمو نوال عباد الله تلوار په جلال اباد ښار کى د باختر ا ژانس خبريال ته وويل ددغې اور لګيد نې له ا مله نږدي اته مليو نه افغا نۍ تا وان رسيد لى دى

لګيد لى اور د اور وژنې د منسو بينو د هلو ځلو له ا مله وژل شوى دى

کابل باختر د کب اتمه

 دکاپيسا ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست له خوا نن ددغه ولايت  په بزګرانو شل ټنه غنم دمرستې په توګه وويشل شول .

 ويل کيږي دغه غنم  دسيمه ئيزو شوراګانو له خوا ددغه ولايت په  بزګرانو  ويشل کيږي .

 دکاپيسا ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس سيد مسکين سيفي نن دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه مرسته په هغو بزګرانو  ويشل کيږي  چې دوچکالي له امله زيانمن شوى  .

 خبرځاى  زياته کړه : هر بزګر ته  به نهه څلويښت کيلوګرامه غنم ورکړ شي .  

کابل باختر د کب اتمه

يو ديني عالم وايي  : افغانستان له يوې ستري دسيسې سره  مخامخ دى چې له هغې سره مقابله يواځي په واقعيتونو په پوهيدو او الهي حکومونو ډډې لګول دي نه په احساساتو .

 يو ديني عالم او دپروان دولايتي شورا غړي قاري عبدالرحمن د وروستيومظاهرو په اړوند چې دهيواد په ځينو سيموکې وشوې وويل  ( په نړۍ کې هيڅ دين، مذهب او په پاى کې  هيڅ قانون داحکم نه دى کړي چې دنورو مقدساتو ته سپکاوي وکړو او دهغوى په نسبت سپکاوي روا وبولو  )

  زموږ اسلامي لارښوونې مسلمانان په دې مکلف کوي چې پرنورو تيري ونه کړو له واقعيت څخه تير نه شو او چاته زيان ونه رسوو آن مکلف يو چې دنورو دينونو کتابونو ( انجيل او تورات )  ته  درناوي وکړو خو له بده مرغه له موږ مسلمانانو  سره برعکس  چلند کيږي ، له ديني احکامو  څخه  يا له نړيوالو قوانينو څخه څو غافل کسان او ياهم په قصدي ډول  دقران مجيد څو نسخي سوځوي اوزموږ دخلکو زړونه ټپي کوي  خو له بده مرغه  ددغه شان يوه ناوړه عمل په وړاندي زموږ ديو شمير خلکو غبرګون له هغه څخه هم ناوړه وچې بايدنه وى شوى .

 قاري عبدالرحمن وايي  داسلام دښمنانو نه يواځي زموږ قرانکريم ته اور واچاوه په دې دسيسې سره  يې زموږ يو شمير مسلمان وړونه ووژل  له شک پرته دماجرا ترشا دهغو مغرضو  کړيو لاسونه و چې هدف يې هماغه له مسلمانانو سره مقابله ده خو په خواشيني سره  دغه هوشياري  ډيره کمه ليدل کيږي .

 مولوي عبدالرحمن وويل: دغو مظاهرو دخلکو له رواني ولولو څخه سرچينه نه ده اخستي بلکې خلک د يوه شيطاني پروګرام په چوکاټ کې دتاوتريخوالي په لور بوتلل شول .

ددين دغه عالم زياته کړه ، بايد ددغو جنايتونو عاملين وپيژندل شي او له ديني احکامو سره سم په يوه نړيواله  محکمه  کې محاکمه  اومجازات شي .

 دولسي جرګې غړي مولوي دين محمد عظيمي دباختر اژانس ته وويل ،دقرانکريم  سوځول  يوه دسيه  ده ،دافرادو او هغو کسانو له خوا چې له اسلام  سره دښمني لري يو پروګرام برابر شوي خو په خواشيني سره موږ دقرانکريم سوځولو ته دڅو مسلمانانو په وژلو ، عامه ودانيو ته په اور اچولو او دخلکو په ربړلو سره ځواب ورکړ

 موږ له دغه شان غبرګون څخه هيڅ ګټه ترلاسه نه کړه خو داچې  ځانونه موزيانمن کړل، ځانونه مو ووژل او ځانونه مو وسوځول په داسې حال کې چې اسلام له دغه شان پيښو او قضيو سره په غبرګون کې  خپل حد او حدود لري چې بايد دهغو په چوکاټ کې عمل وکړو له دغه شان احکامو څخه تيريدل په خپله داسلام له لارښوونو څخه سرغړونه ده په هغه ډول  چې  په حقيقت کې  موږ په اړو دوړ او ورانکاري سره له هغه چاسره همغږي شوي يو چې موږ ته يې دسيسه جوړه کړه، موږ له تاوتريخوالي څخه په ډکو مظاهرو يواځي هغه کسان خوشحاله کړل چې زموږ دبدمرغي  لپاره يې پروګرام او دسيسه  جوړه کړه .

 دهود خيلو دمنځني ښوونځي يو زده کوونکي وويل، له بده مرغه موږ نه پوهيږو چيرته څه ډول ولولى وښيو وروستيو مظاهرو وښودله چې موږ په مصوونيت اوخونديتوب  دير لږ فکر وکړ زه ددې شاهد يم چې په مظاهرو کې  موټر او دکان ته اور واچول شو دخلکو خونديتوب تر پوښتنې لاندې راغى زموږ لاس هغه چاته  چې ددغه شان يوه  جنايت عامل و  ونه رسيد خو خپل هيوادوال مو ووژل  په دغه شان مظاهرو  کې له بده مرغه له يو شمير مظاهره کوونکو څخه داسې عملونه ترسره شول چې له يوه مسلمان څخه يې هيله نه کيده ښايي  په دى دقرانکريم دومره پاڼې سوځول شوي وي چې له هغې  نسخي څخه زياتي وي چې په بګرام  کې سوځول شوى دى .

 ددغو دريو تنو هيوادوالو څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې امنيتي چارواکو له دې جملې څخه دکندز ، بغلان او لغمان ولايتونو امنيه قوماندانانو ويلي دي چې دمظاهره کوونکو  په منځ کې وسله والو کسانو شتون درلود چې مظاهرې  په تاوتريخوالي بدلى کړى او دوژنې ، ټپي کيدنې او ورانکاري سبب شول يو شمير امنيتي مقاماتو دغه راز ويلي دي دغه پيښې دکب دمياشتې ددريمې نيټې دشهيدانو ددرناوي  په بهير کې  رامنځته شوي چې کيداي شي ثابته يې کړي چې مظاهرې ديوپروګرام په چوکاټ کې شوي دي .

 دکورنيو چارووزارت ويندوى ډاکتر نجيب الله نيکزاد وايي ددغه وزارت له تروريزم سره دمبارزې رياست  دنده درلوده چې دوروستيو پيښو په باب څيړنې وکړي او عاملين يې  وپيژني ، ددغه شان پيښو په دوام په هيواد کې په بهرنيو عسکرو هم بريد وشو لکه څنګه چې دکورنيوچارو په وزارت کې دوه بهرني  سلاکاران ووژل شول   دغه حرکت ددې سبب شو چې يو شمير بهرنيو هيوادونو خپل ملکي افراد اوسلاکاران وروغوښتل او له بلې خوا دغه شان پيښو په افغانستان باندې باور کم کړ او په هيواد کې يې پانګى اچونې ته زيان واړاوه .