25 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

کابل / د غبرګولي ۵ مه / باختر شک نشته چې...

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

فیروزکوه د جوزا ۵ باختر د غور د لعل او سرجنګل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
دشهيدانو، معلولينو، کار او د ټولنيزو دچارو وزارت خبرتيا:
څرنګه چې د وږي دمياشتې له ١٨ نيټې څخه تر ٢٤ نيټې پورې دافغانستان دشهيدانو د درناوې اوونۍ ده او يوازې  د روان هجري لمريز کال د وږي دمياشتې اتلسمه نيټه  د دوشنبې ورځ دهيواد دملي اتل احمد شاه مسعود دشهادت له ورځې سره برابره  ده  په هيواد کې عمومي  رخصتي ده.

کابل باختردوږي دمياشتې ١٦ :
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان شين  ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤ ټيټه  ١١
هرات- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤،  ټيټه ١٧
جلال آباد- آسمان شين  د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٦
قندهار- آسمان شين   ، د تودوخې لوړه ٣٧ ، ټيټه ١٧
مزارشريف-  اسمان شين  ، د تودوخې لوړه  ٣٥، ټيټه ٢١
کندز- آسمان  شين  ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٦، ټيټه ١٧
غزني- آسمان  شين  ، د تودوخې لوړه درجه ٢٨ ، ټيټه ٩
باميان- آسمان  شين  ، د تودوخې لوړه درجه ٢٦ ، ټيټه ٧
فيض آباد آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠، ټيټه  ١٤
شمالي سالنګ-  آسمان شين ، دتودوخې لوړه درجه ١١، ټيټه  ٢
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦ ټيټه ١٩
خوست- آسمان  ځاى ځاى وريځ  ،  د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ٢٤
ميمنه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه  ٣٧ ، ټيټه ١٨
لښکرګاه- اسمان شين  ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ١٨
جنوبي سالنګ- آسمان  شين  ، د تودوخې لوړه درجه ١٣، ټيټه ٧
شبرغان –  آسمان شين    ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ١٩ 
جبل سراج-آسمان شين  ،ددوخې لوړه درجه ٢٩-ټيټه ١٧
په کابل کې به سبا لمرپه ٥ بجو او ١٨ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او ٤٣ دقيقو ولويږي . 

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا:
دکابل ښار دناحيو هغو حاجيانو ته چې شميرل يې له يوې څخه ترڅلورسوه پنځوسو پورې دى خبر ورکول کيږي چې سبا د روان کال د وږي دمياشتې په  اوولسمه نيټه ديکشنبې دورځې دمازيګر په څلورو بجودې دعيدګاه جامع جومات ته حاضر شي  چې  واکسين يې تطبيق او حرمين شريفين په لور په الوتنه کې تنظيم شي.
له حاجيانو څخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړې په الوتنو کې دبينظمي سبب نه شي له دې پرته مسووليت به يې د دوى په غاړه وي.
دشيعه حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
دبدرګه کوونکې په توګه د عيدګاه جامع جومات ته داشخاصو ننوتل منع دي .

کابل- باختر د وږي پنځلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
په ډيرې خواشينۍ سره خبرشوم چې جهادي قوماندان او د پکتيا ولايت يو قومي مشرمقبل فضلي د نامعلوموکسانوله خوا شهيدشوى دى.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد مقبل فضلي، د افغانستان د جهاد پياوړي ملګرى و. ترجهاد وروسته دخپلې سيمې د قومي مشر په توګه د خلکو په خدمت کې بوخت و. مړينه يې يوه ضايعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د پکتيا ولايت خلکوته وړاندې کوم.
الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبرپه نصيب شي.