19 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي

کابل/د مرغومې۲۹مه/باختر د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو...

جمهورريیس غني: د کابل ختیځ به په پرمختللې ساحه بدل شي

کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل – باختر آژانس دمرغومې اوويشتمه :
د څلورو ميلونو ډالړو په ارزښت دسړک جوړولو د نهو پروژو نن دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت او دخصوصي ساختماني شرکتونو چارواکو ترمنځ لاس ليک شول.
دباختر آژانس دخبر له مخې: په دغو پروژو کې دکاپيسا، ننګرهار، بدخشان، سمنګانو،
جوزجان،اوبغلان د ولايتونو په مربوطاتوکې د دوه شپيتو کيلومترو په اوږدوالې د کليوالې سړکونو پخول، ترميمول او کريړ اچولې شامل دي.
ددغو پروژو دبشپړولو تړونونه دکليو دبياجوړولو او پراختيا د وزير او د خصوصي شرکتونو د چارواکو ترمنځ لاس ليک شول.
دکليو د بياجوړولو او پراختيا وزير د دغو تړونونو له لاس ليک کولو وروسته په روان کال په بهيرکې وکولاى شول، دوه سوه دوه پنځوس ميليونه ډالره دمرسته کوونکو منابعو څخه ترلاسه کړي او د خپلو ملي پروګرامونو له لارې په عمراني پروژو کې ولګوي.
ده زياته کړه: دکليو د بياجوړولو له پراختيا وزارت چارواکو دحکومت، پارلمان او خلکو په ملاتړ وکولاى شول په خپلو پروژو کې بريالي وي او خپله پرمختيايي بودجه په سلوکې يو اويا ولګوي.
ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: د پروژو د شفاف تطبيق او په هغو کې دفشار دمخنيوي په لاره کې د ولايتونو امنيتي او ملکي مسولينوته يې خبرورکړى دى او د سرغړونې او د سيمه ييزو زبر ځواکونو له خوا د پروژو د بندولو په صورت کې به په جديت سره هغه تعقيب کړي.
 

کابل –باختر دمرغومى شپږويشتمه :
په سمنګانو ولايت کې د اوبولګولو دستونزو دلرې کولو په مقصد پرون ددغه ولايت په بڼوالو داوبو دزيرمې په لسګونو ټانکرونه او داوبو رسولو لوازم وويشل شول دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبولګولو رياست دبڼوالۍ او مالداري دپروژې يوه مسوول عبدالمجيد خيرخوا باختر آژانس ته وويل :په دغو لوازموکې چې داوبو دزيرمې شپيته ټانکرونه شته هريو يې د درې زره ليتره اوبو ظرفيت لري او داوبو شپيته پمپونه داوبولګولو له لوازمو سره يې ددغه ولايت په شپيتو تنو بڼوالو وويشل شول.
ده زياته کړه ددغولوازمو ڼوله بيه نږدې څلويښتو زرو امريکايي ډالروته رسيږي او په هغو بڼوالو ويشل کېږي چې بڼونه يې د اوبو دکمښټ له ستونزو سره مخامخ دي
خبرځاى زياته کړه په تيرو څلورو کلونو کې دسمنګانو په ولايت کې په څه دپاسه دوه زره درې سوه جريبه ځمکه کې نوى بڼونه جوړ شوي دي او دغه لوازم يې له دې چې اوبه بې ځايه ولګيږي کولى شي لوړې ساحې هم په حرکاتو سره خبړوبه کړي.
دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو مسوولينو ددغو لوازمو دترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبولګولو درياست دکرنيزو چارو آمرنورمحمد وويل : هغو بڼونو چې په وروستيو کلونو کې ددغه پرواګرام له لارې جوړ شوي دي ،ښې نتيجې ورکړي دي او له هغو څخه يې زيات حاصلات ترلاسه کړي دي.
دايبکو په ښار پورې اړوند دچهل دوزخي دکلي يو نن بڼوال عبدالخالق وويل : تيرکال دغې موسسې دده په دوه جريبه ځمکه کې دبادامو نيالګي اييښې و خو د دوبې په فصل کې داوبو دکمښت له ستونزو سره مخامخ شو چې دڅارويو په واسط مې دلرې واټن په وهلو سره له سيند څخه اوبه ليږدولې او نيالګي مې خړوبول.
اوس دغې موسسې داوبو دزيرمې يو ټانکر او داوبو يو پمپ ورکړي دي چې له هغو څخه په استفادې سره کولي شم اوبه زيرمه او بڼ خړو به کړم.
خيرخوا زياته کړه ددغې موسسې له خوا به ددغه ولايت په ټولو ولسواليو کې په بڼوالو داوبو داوبو دزيرمې ټانکرونه وويشل شي.

کابل- باختر دمرغومي څليرويشتمه:
د دوو نورو افغان وګړو مړي چې په دې وروستیوکې د یونان هیواد په ساحلي اوبو کې ډوب شوي وو، کابل ته ولیږدول شول.
دغه دوه مړي نن د مرغومي په ۲۴ د دوى د خپلوانو له لورې د دوی له پیژندنې وروسته د یوه ترکش ایرلاینز الوتکې واسطه د افغان دولت په لګښت هیواد ته را ولیږدول شول.
تېره میاشت د پناه غوښتونکو د سپرلي یوه بېړۍ چې د ترکیې له ساحلي اوبو څخه د یونان په لور روانه وه؛ د پیښې سره مخامخه شوه او ډوبه شوه چې په پایله کې يې تر اوسه ۲۲ مړي ترلاسه شوي دي چې په هغو کې ۲۱ تنه یې افغانان وو.
مخکې له دې اووه مړي چې پيژندل شوي وو؛ هیواد ته راوړل شوي او د دوی د ۱۳  نورو کسانو مړي د دوی د خپلوانو له لورې تر بشپړې پيژندنې پورې، په یونان کې دمؤقت وخت لپاره خښ کړي شوي دي چې له پيژندنې وروسته به را ولیږدول شي.
 

کابل – باختر دمرغومى درى ويشتمه :
دترافيکو رياست خبرتيا :
دهغو ټولو مسافروړونکو او باوړونکو وسايطو له چلوونکو څخه چې دسالنګ په لويه لاره او دهيواد په نور سختو لارو کې تګ راتګ کوي غوښتنه کيږي چې خپل وسايط په ژمينو تجهيزاتو او په تيره بيا په چين سمبال کړي او دخپلو وسايطوڅراغونه اوتنويري سيتم فعال وساتي په همدې مقصد په دواړو غاړو شمالي او جنوبي سالنګ  او دغه راز په ښارونو کې ګرځنده او ثابتې کنترولي پوستې جوړې شوي دي.
چلوونکې دې دپوليسو له لارښوونې سره سم عمل وکړي له دې پرته به له غړوونکو سره قانوني چلند وشي .