25 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

کابل / د غبرګولي ۵ مه / باختر شک نشته چې...

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

فیروزکوه د جوزا ۵ باختر د غور د لعل او سرجنګل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د وږي  يوولسمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن مازيګر د تخار ولايت د عربو د قوم له يوشمېر مشرانو او سپين ږيرو سره دخپل کار په دفترکې وکتل اوخبرې يې ورسره وکړې.
په دې کتنه کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال دګډ ژوندانه او د افغانستان د امنيت اوثبات دتامينولو په برخه کې د هيواد د ټولو قومونو رول مهم وباله او زياته يې کړه چې په خپل هيوادکې د سولې اوثبات د اعاده کولو لپاره د يوبل ترڅنګ ودريږئ او دخپل هيواد ګټو دفاع وکړئ.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې افغانستان په يو ډير نازک پړاو کې دى او ددغه هيواد دخلکو يواځې دوستى او پيوستون کولاى شي هيواد د ترقى او پرمختګ په لور رهبري کړي.
په دې کتنه کې دتخار ولايت دريو تنو مشرانو دخپلو سيمه ئيزو ستونزو دحل کولو په برخه کې دوى ته دپاملرنې په خاطر د جمهوري رياست له لومړي مرستيال څخه دمننې په څرګنډونو سره دافغانستان داسلامي جمهوريت له دولت سره خپل ملاتړ څرګندکړ او تيارۍ يې وښوده چې تل د دولت ترڅنګ ودريږي او د هغه دپروګرامونو ملاتړ وکړي.

کابل باختر د وږي  يوولسمه :
دبدخشان ولايت د ارګو ولسوالۍ اوسيدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې په هيواد کې د١٣٩٣ کال په انتخاباتوکې دګډون لپاره خپل تيارى څرګندکړ.
په دې غونډه کې په ولسي جرګه کې دبدخشان دخلک استازى صفي الله مسلم دملي يو والى، اتفاق او اتحاد په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې خلک د دې حق لري چې د ١٣٩٣ کال په انتخاباتو کې په فعاله او هراړخيزه  توګه ونډه واخلي او دخپل هيواد او دخپل هيواد راتلوونکي مشر انتخاب کړي .
دبدخشان د ولايتي شورا غړى عبدالمنصور عبيد وويل چې موږله يوې سترې سياسي آزموينې سره مخامخ يو اوبايد د رايې ورکولوکار ترلاسه کړواو د جمهوري رياست په انتخاباتوکې په هراړخيزه توګه ګډون وکړو .
دغه راز د دين عالم مولوي جمال ناصر او دبدخشان ولايت داستنياف محکمې غړى قاضي محمدعظيم هم د سولې او ثبات او د ١٣٩٣ کال دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانوپه انتخاباتوکې دګډون دارزښت په باب هراړخيزې خبرې وکړې او د ارګو ولسوالۍ له خلکو څخه يې وغوښتل چې په دغې ولسوالۍ کې د امنيت په تامينولوکې همکاري وکړي .

کابل باختر د وږي  يوولسمه :
دکابل نړيوال هوايي ډګر د اړو او معلولو مسافرانو د استفادې لپاره نن د لسو ويلچرونو مرسته وشوه.
دکابل له نړيوال هوايي ډګرڅخه دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: د شکريې بارکزي بنياد لس ويلچرونه، دکابل په نړيوال هوايي ډګرکې د ناروغانو او اړو کسانو د ليږدونې په مقصد مرسته کړې ده چې ددغه بنياد د استازى له خوا دکابل د نړيوال هوايي ډګر مسوولينو ته وسپار ل شول.
دهوايي ډګر مسوولينو ددغه بنياد ددغه نيک اقدام له امله قدرداني وکړه او هغه يې اړو مسافرينو ته د اسانتياوو برابرول وبلل.

کابل  \ باخترد وږي دمياشتې ١١:
دهوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣١ ټيټه  ١٥
قندهار- آسمان شين  ، د تودوخې لوړه ٣٦ ، ټيټه ١٩
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه  ٣٣، ټيټه ١٩
شمالي سالنګ- آسمان شين  ، دتودوخې لوړه درجه ١٢، ټيټه  ٤
لښکرګاه-  آسمان شين  ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ١٩
شبرغان – آسمان شين   ، د تودوخې لوړه درجه ٣٢، ټيټه ١٧ 
هرات- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣١،  ټيټه ١٦
جلال آباد- آسمان  شين، تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢٣
باميان- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٢٦ ، ټيټه ٩
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٧، ټيټه ١٠
کندز- آسمان  شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٣، ټيټه ١٨
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠ ، ټيټه ١٤
جبل سراج-آسمان ځاى ځاى وريځ،ددوخې لوړه درجه ٣٣-ټيټه ١٤
فيض آباد- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣١، ټيټه  ١٤
خوست- آسمان  ځاى ځاى وريځ  د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ٢٠
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣ ټيټه ١٧
غزني- آسمان شين، ، د تودوخې لوړه درجه ٢٨ ، ټيټه ١١
په کابل کې به سبالمرپه ٥ بجو او ٣٠ دقيقو  وخيژي او  د مازيګر په ٦ بجو او ٣٦ دقيقو  ولويږي .