18 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

هرات \باختر\ د غويي ٢٥ مــــــــه

يوه پنځه کسيزه ډله وسله وال مخالفين پرون په هرات ولايت کې دسولى له بهير سره يوځاى شول .

دغه کسان پخوا دملا عبدالرحمن په مشري د هرات ولايت د اوبى او چشت شريف  په ولسواليو کې د وسله والو فعاليتو نو په ترسره کولو بو خت وو .

 د هرات ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سيد اقا ثاقب باخترا ژانس ته وويل:دغو کسانو خپل يوه ا ندا زه جنګي وسايل هم سيمه ييزو چاروا کو ته وسپارل.

د يادونې وړ ده چې تر او سه پورې په هرات ولايت کې اووه څلويښت ډلې وسله وال مخالفين چې شمير يې پنځه سوه اتو تنو ته رسيږي دسولې له بهير سره يوځاى شوي دي .

ايبک \  باختردثور دمياشتي٢٤ نيټه :

دسمنګانو ولايت دمرکزايبکو په رباطک سيمه  کې  دغره له يوي برخي څخه ديوې ستري ډبرې درغړيدو له امله دايبکو دښار اوسيدونکو ته دڅښاک داوبو دليږدولو بهير بندکړي دي.

دسمنګانو ولايت له پيښو سره دمبارزي داداري رييس رجب علي يوسفي چې دغه ستره ډبره له نږدي وکتله باختراژانس ته  وويل دغره دغه ډبره ستره ډبره  چې څه دپاسه سل متره اوږدوالي اوپنځوس متره سور لري دغره له دري سوه متري  لوړوالي څخه ځمکي ته ښوئيدلي ده هغه چينه  بنده کړي ده  چې دايبکو ښار زرګونو کورنيو ته دڅښاک اوبو برابرولي .

دغه ډبره دغه راز درباطک سيند تګلوري هم بندکړي   دي خودسيمې  اوسيدونکو ته يي کوم ګواښ نه دي رامنځته کړي.

دبيخ تنګي رباط دکلي يوتن اوسيدونکي باختراژانس ته وويل دغره ددغي ډبرې رغړيدل درې ورځي مخکي پيل شوي و او نن سهار په اتوبجو بندشوي دي.

ده وويل  ددغي ستري ډبرې  درغړيدو علت په دي ځاى کې دواوري اوباران پرله پسي  اورښتونه دي په سترې ډبري سربيره  نوري کوچنۍ ډبري هم ددغه غره ختيځ  خوا ته رغړيدلي دي .

کابل باختردثور دمياشتي٢٤ نيټه :

دافغانستان په لويديځ هرات ولايت کې ددرې ويشتو تنو ځوانانو اوپيغلو ودونه ديو خيريه مرکز په لګښت په ډله ييزه توګه ترسره شول.

دغه ډله ييز ودونه پرون ددغو ځوانانو اوپيغلو دکورنيو ، قومي مشرانو اوددين دعالمانو په ګډون په هرات ښارکې دبشردحقوقو دکميسيون په تالارکي ترسره شول .

درارسيدلو خبرونو له مخې دغو ځوانانو اوپيغلو داقتصادي ستونزو په دليل تراوسه پورې دواده  دکولو توان نه درلود.

ددغو دودنو يوبرخه وال ځوان باختراژانس ته وويل چې دى درې کاله ګوژدن پاتي شوى دى خوداقتصادي  ستونزو  اودواده دملا ماتوونکو لګښتونو له امله  په دې کار نه دي بريالي شوي . له دې امله چې دپيسوله لګولو پرته يي واده کړى دى خوښ دي  او ددغو مراسمو له پرځاى کووونکو څخه مننه کوي.

سيمه ييزمسوولين وايي چې دډله ييزواده دغه غونډۀ په هرات  ولايت کې دامام خميني دمرستند وي کميټي په مالي مرسته  جوړه شوې ده .

ويل کيږي  چې دواده په دې غونډه کې هرځوان او پيغلي ته ددغي کميټي له خوا دپنځه ويشتو زرو افغانيو په لګښت دکور وسايل هم برابرشوي دي.

دډله ييزواده دجشن په دغو مراسمو کې  برخه والو عالمانو دپيغلو له کورنيو څخه وغوښتل چې داسلام دمبين دين داسلام دسترپيغمبر دحکمونواو دودونو په پيروي  دواده په مراسمو کې له ماتونکو لګښتونو ته دځوانانو له اړ ايستلو څخه ډډه وکړي .

 دخيريه مرکزونو اودملي سوداګرو په مرسته  په دي وروستيو وختو کې په افغانستان کې  دډله ييزو ودونومراسم زيات شوي دي .

په دغومراسموکې هغو په سلګونوتنو ځوانانوچې داقتصادي ستونزوله امله په دې نه دي بريالي شوي چې واده وکړي ، ودونه کړي دي

کابل باختردثور دمياشتي٢٤ نيټه :

په خوست ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله په لسګونو کورونه ويجاړشول اوپه سلګونو تنه له خپلو سيمو اوټاټوبو څخه وتلو ته اړشول.

درارسيدلو خبرونو له مخې دغه سيلاونه تيره شپه دقلندر اوموسي خيلو دولسواليو په ځينو سيمو کې له سختو اورښتونو وروسته راووتل.

دخوست ولايت دپيښو ضد اداري لومړۍ رپوټونه په ډاګه کوي چې ددغو سيلاونو له امله داستوګنې په لسګونو  کورونه ، په سلګونو جريبه  کرنيزې ځمکي بڼوڼه  او ځنګلونه ويجاړشوي دي.

دقلندرولسوالۍ دپرمختيايي شورا مسوول ګلاب منګل باختراژانس ته وويل  چې دغو سيلاونو په سلګونو کورنۍ ، جوماتونو ، ښوونځيو اودخوست ولايت نورو سيمو ته مهاجرکړي دي.

خوراکي توکي ، جامي ، خيمې ، درمل دڅښاک اوبه دسيلاو ځپلو مهمي اړتياوي بلل شوي دي.

ګلاب منګل وايي چې تراوسه پورې پنځودولتي اوغيردولتي مرکزونوله سيلاوځپلو سره مرسته کړي ده .

په همدي حال کې دخوست ولايت دسري مياشتې رييس محمدقاسم تڼي وايي چې دوي ددغوسيلاونو له امله درسيدلو تاوانونو اوزيانونو ددقيق شمير دترلاسه کولو لپاره څيړنې پيل کړي دي .

ده باختراژانس ته وويل  چې ډيرژرمرستندوي ټيمونه او دمرستي موادسيلاو ځپلو سيمو ته استول کيږي .

ده وويل چې ددغو سيلاونو له امله دخلکو په سلګونو جريبه  زراعتي ځمکه اوپه سلګونو کورونه له بڼونو اوځنګلونوسره ويجاړشوي دي .

دسري مياشتې رييس وايي ددوي لومړڼۍ څيړنې  ښي چې په دغو سيلاونو کې دسر زيان نه دي اوښتي .

 دموسي خيلو اودقلندرغرني ولسوالۍ  دخوست ښار دشمال په پنځه ديرش کيلومتري  واټن کې دي  .

ددغو سيمو خلک دخوست ولايت له نوروسيمو څخه زيات په کرکيلي بوخت دي.

ويل کيږي چې ددغو خلکو دځمکي ويجاړيدو دغوکروندګرو ته زيات اقتصادي تاوانونه اړولي دي.