19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درې وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

درې وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/د سلواغې۲۹مه/باختر د هلمند په نوزاد، سنګین او واشیر ولسوالیو کې...

په خوست کې ۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

په خوست کې ۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

متون/دسلواغې۲۹مه/باختر د خوست د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې د دغه...

  په جوزجان کې د کارګرانو مظاهرې دوام لري

په جوزجان کې د کارګرانو مظاهرې دوام لري

کابل/ د سلواغې٢٩مه/ باختر په جوزجان کې د نفتو او ګازو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

 

کابل -باختر دکب  اتلسمه :

 دکب دمياشتې اتلسمه دښځو دپيوستون له نړيوالې ورځې سره سمون لري  او د غه ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې زموږ په هيواد کې به څه دپاسه لسوکلونو کې ښځې په سياسي ، اقتصادي ، ټولنيزو ، دموکراسي او دبيان دازادۍ په برخو کې ديو لړ برياليتوبونو شاهدانې دي .

  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، ددغو برياليتوبونو ترڅنګ لاتراوسه پورې هم په هيواد کې داسې ناوړه دودونه عنعنات او چلنجونه شته چې دښځو د ځورونو سبب کيږي .  زموږ  په هيواد کې زياتره  ښځې لاتراوسه پورې  له مدني ټولنې سره زيات واټن لري . زموږ په هيواد کې لاتراوسه پورې نجونې په بدو کې ورکول کيږي لاتراوسه پورې نجونې قانوني عمر ته له رسيدو مخکې په جبري  ډول ميړونو ته ورکول کيږي او په کلي توګه لاتراوسه پورې ښځې هغې بشپړې ازادۍ ته چې په اساسي قانون کې ليکل شوي دي نه دي رسيدلي او دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده اوښځې په بيلابيلو سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برخو کې له ستونزو سره  لاس او ګريوان دي .

 په همدې دليل دى چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  نظام هلې ځلې کوي هغه حقوق او وجيبې چې دهيواد اساسي قانون ښځو ته په پام کې نيولي دي هغوى ته اعاده شي او ښځې دهيواد په ګوټ ګوټ کې په خپلو قانوني ازاديو برلاسي شي .

 دښځو نړيواله ورځ بايد دښځو ستونزو ته دپاملرنې په توګه ونمانځل شي او ټول  بايد په دغه شان ورځ دافغاني ټولنې دښځو دستونزو او کړاونو دکمښت لپاره ژمنه وکړي او په  دې کار کې دى اغيزمن رول ولوبوي . 

 

کابل -باختر دکب  اتلسمه :

 دهيواد دمرکز او ولايتونو  دجوماتونو او تکيه خانو ملا امامانو ، واعظانو او خطيبانو نن دجمعې دلمانځه  په خطبو کې  خلک تقوا ، پرهنيزګاري ، زغم او سوله ئيز ژوندانه ته راوبلل .

  دباختراژانس دخبريالانو دخبر له مخې،  دهيواد دمرکز او ولايتونو دجوماتونواو تکيه خانو ملا امامانو او واعظانو نن دجمعې دلمانځه په خطبو کې له لمونځ کوونکو څخه وغوښتل چې تقوا او پرهيزګاري  دخپل دنيوي ژوندانه لارښود  وګرځوي او له هر راز عملونو څخه چې دخپلو هيوادوالو او دمومنانو د ځورونې سبب  شي ډډه وکړي .

 دغه راز دجمعې دلمانځه په خطبو کې يوځل بيا دمسلمانانو ترمنځ په سوله ئيز او او له تاوتريخوالي  پرته ژوندانه باندې ټينګار وشو او وويل شول چې هيڅ مومن او مسلمان ته جايز نه  ده چې په خپلې کورنۍ ، ټولنه او آن په هيواد کې تاوتريخوالي او نفاق ته لمن ووهي  او داسلام مقدس دين خپل پيروان سولې ، سوله ئيز ګډ ژوندانه، زغم او ديوبل منلو ته بللي دي .

 دغه راز په دغو خطبو کې داسلام دستر پيغمبر حصرت محمد مصطفي  ( ص)  غوره اخلاق او چلندونه بيان شول او له لمونځ کوونکو څخه وغوښتل شول چې دانحضرت  د ډيرو ښو امتيانو په توګه  ديوبل منلو دفساد بډې اخستنې او دنفاق دله منځه وړلو او په هيواد کې دسراسري سولې دتامينولو کار ته دمسلمانانو د بلنې په کار کې خپلې وجيبې او مسووليتونه ترسره کړي دغه  راز په دغوخطبو کې دځينو هغو تلويزيوني پروګرامونو اوسريالونو په خپريدو باندې چې ناروا کارونو اوفساد ته دځوانانو دهڅونې سبب کيږي هم انتقاد وشو .

 

کابل -باختر دکب  اتلسمه :

 دهيوادبيلابيلو قشرونو، ډلو اوقومونو دلسګونو زرو تنو او هم دسياسي ، جهادي ، فرهنګي او علمي شخصيتونو او څيرو ، دپارلمان دوکيلانو ، ځوانانو او ښځو په ګډون نن سهار دشهيد عبدالعلي مزاري  دشهادت داتلسم تلين په درناوى پراخه ملي غونډه جوړه شوه .

  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې ستره غونډه کې چې دبيلابيلو ډلو په لسګونو زرو تنو برخه لرله، لومړي دشهيد مزاري  دشهادت داتلسم تلين په مناسبت دهيواد دجمهور رييس  حامدکرزي پيغام دقومونو او قبايلو په چارو کې  دجمهور رييس دسلاکار مصطفي جواد له خوا ولوستل شو .

 ددغه پيغام په يوه برخه کې جمهور رييس دشهيد مزاري دشهادت دتلين له امله د ډاډ ګيرنې دمراتبو دڅرګندونوپه ترڅ کې دده مفکورې نننيو ځوانانو او نسل ته له سترو درسونو او هم له وفاق  ، يووالى او پيوستون څخه ډکې وبللې .

 جمهور رييس  په خپل پيغام کې  څرګنده کړه چې شهيد مزاري په دې باور وچې په هيواد کې نيکمرغي ته دخلکو درسولو يواځنۍ لاره په افغانستان کې دظلم او بې عدالتي له منځه وړل دي او ددې هيواد ټول اوسيدونکي يې ديو واحد وجود په توګه بلل .

 دجمهوري  رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم هم په خپل پيغام کې دشهيد مزاري دژوندانه کارنامې دافغانستان خلکو ته يوه الګو وبلله او ټينګار يې وکړ، دى دهغو شخصيتونوله جملې څخه  دى چې خپل عمر يې  دازادي او په هيواد کې له ستم سره دمبارزې په لار کې وقف کړ.

 دجمهوري رياست لومړي مرستيال دشهيد مزاري مفکورې دهغو کسانو ديون لارښود وباله چې دهيواد دخپلواکۍ او ازادۍ په لاره کې  به حرکت وکړي .

 په دغو مراسمو کې دجمهور رييس  مرستيال محمد کريم خليلي هم دشهيد مزاري دشهادت دتلين له امله د ډاډګيرنې دمراتبو دڅرګندولو په ترڅ کې لومړۍ دامنيتي ارګانونو او ددغو مراسمو دنمانځنې په لاره کې دوګړني استاد دمسوولينو دهڅو او هاند او هم دشينوارو او مومندو دقومونو ، دلوى پکتيا دمشرانو  او داسماعيليې ورونو دشتون او هم دبيلابيلو ډلو دلسګونو زرو تنو دګډون له امله چې په دغو سترو ملي مراسمو کې يې برخه اخستې وه قدرداني وکړه .

 دغه راز ده دښځې دنړيوالې ورځې له امله دهيواد ټولو ښځو ته مبارکي وويله او هيله يې وکړه چې دښځو پرخلاف تاوتريخوالي په هيوادکې ديوې منفي پديدې په توګه دهرې ورځې په تيريدو سره کمښت ومومي .

 وروسته دجمهور رييس مرستيال دشهيد مزاري شخصيت او دهيواد سياسي حالات تحليل کړل او څرګنده يې کړه چې ملي يووالې به دشهيد مزاري ديوې اساسي مفکورې په توګه يواځې دټولنيز عدالت دتحقق او هم ديوبل منلو تر سيورې لاندې امکان منونکي وي .

 ده دغه راز په تصميم نيولو او هم دبيان په ازادۍ کې دخلکوګډون دنوى فصل دسترې ځانګړتيا يوه برخه وبلله چې نوى فصل يې له تيرو وختونوڅخه متفاوت کړى دى .

  ده څرګنده کړه چې بايد له رامنځته شوي ښه فرصت څخه ناوړه استفاده ونه کړو او دحکومت دښه اوبد والي ملاک په هغه کې شتون وبولو .

 ده دخپلو خبرو په يوه بله برخه کې  څرګنده کړه چې سوله يوه ملي اړتيا او اسلامي اصل دى چې دسولې عالي شورا بايد په يو شفاف او روښانه ميکانيزم سره چې دهيواد خلک اوجريانونه په هغې ډاډ پيداکړي، په هيواد کې دسولې دتحقق په لټه کې وي .

 دجمهور رييس مرستيال يوځل بيا تر ٢٠١٤ کال پورې دبشپړو امنيتي مسووليتونو دمنلو لپاره د افغانستان ددولت په کلک هوډ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، زموږ خلک بايد له دې پلوه انديښنه ونه لري . 

 دغه راز ده  په ٢٠١٤ کال کې دجمهوري رياست دانتخاباتو په ترسره کولو باندې ټينګار وکړ اوڅرګنده يې کړه چې ددولت دمشرتابه هيئت هوډ دهيواد په پرمختګ او ترقي کې دى .

  دجمهور رييس مرستيال ديو سياسي محوريت دجوړولو او د راتلونکي کال دانتخاباتوپه لور  ديوې کړه چې په دې اړوند دپوهنتونونو له استادانو ، مخورو ، عالمانو او ځوانانو سره يې سلامشورې کړي دي چې هغو ته به په هيوادنى کچه دوام ورکړي .

 ده دخپلو خبرو په يوه بله برخه کې  څرګنده کړه چې دپاکستان دولت دې بايد په صادقانه ډول دتروريزم په وړاندې خپل دريځ روښانه کړي .

 ده دغه راز په دغه هيواد کې دهزاره ګانو او شيعه ګانو دوژل کيدو دغندلو په ترڅ  کې زياته کړه چې دپاکستان دولت په دې لاره کې مسوول دى او دافغانستان خلک دپاکستان په بيلابيلو ښارونوکې دتروريستي پيښو دقربانيانو له کورنيو سره  دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي .

 دجمهور رييس مرستيال هغه علمي بدلون ته په پاملرنې سره چې  په هيواد کې رامنځته شوى دى څرګنده کړه هيڅوک نه شي کولاي په هيواد کې ددغه علمي او فکري پاڅون مخه ونيسي او دولت موظف دى چې په هيواد کې دعلمي او فکري استعدادونو دڅرګنديدو زمينه برابره کړي او دهغوى له ودې سره مرسته وکړي .

 ده دهيواد له ټولو استادانو اوښوونکو څخه وغوښتل چې په دې لاره کې له ځوانانو سره مرسته وکړي چې دافغانستان دترقي زمينه برابره شي .

 دغه راز په دغو مراسمو کې دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رييس هم دشهيد مزاري د شخصيت په اړوند خبرې وکړې او دده  درناوي يې دانساني ارزښتونو او دعدالت درناوى وباله .

  ده شهيد مزاري دهيوادنيو حقوقو ، دموکراسۍ او دښځو دازادۍ دتحقق اساسي لارښود وباله  او څرګنده يې کړه چې په نوى فصل کې دهغه مفکورې دتحقق په حال کې دي .

 ده هم له ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان دبرخليک په باب دخلکو انديښنې بې ځايه وبللې او ټينګار يې وکړ چې امنيتي ځواکونه ددې ځواکمني لري چې وکولى شي له ٢٠١٤ کال وروسته دهيواد دفاع وکړي .

 دمشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلميار دملي يو والي ، برابري او دعدالت تحقق دشهيد مزاري اساسي هدفونه وبلل .

 ده دغه راز څرګنده کړه چې بايد دهيواد ټول جريانونه اوګوندونه درايو په اتفاق دعدالت دتامينولو لپاره هڅه او هاند وکړي او له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې دهيواد په بيلابلو برخو په  تيره بيا دسولې په تامينولوکې زياته ونډه واخلي .

 په دغو مراسموکې دغه رازپه اسلامي ثقافت  او ارزښتونوکې دجمهور رييس سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني ، داقتصاد او دکار او ټولنيزو چارو وزيرانو ، دشاه امان الله غازي لور شهزاد ګۍ  اينديا ، داسمعيلې شيعه ګانو دملي قونسل  رييس او يوشمير نورو مقاماتو او سياسي څيرو دشهيد مزاري دشخصيتي  ځانګړتياو په باب خبرې وکړې او هغه يې په معاصر دوران کې دافغانستان يوه ډيره ستره څيره وبلله . 

 

کابل -باختر دکب  اتلسمه :

 دسالنګ لويه لاره دواورې داورښت او دتوپان دچليدو له امله نن دترافيکوپر مخ وتړل شوه .

 دسالنګ دلوې لارې دساتنې او څارنې يومسوول سميع الله باختراژانس ته وويل، په سالنګونو کې دواورې داورښت او دسخت توپان له امله دليدنې ساحه محدوده شوې او دطبيعي واورې ښوييدنې احتمال هم شته . له دې  امله  دسپرليو دمصوونيت  په خاطر دغه لويه لاره نن غرمه په دولسو بجو دترافيکو پرمخ وتړل شوه .

 ده زياته کړه چې په سالنګونو کې دواورې سخت اورښت دوام لري او په جنوبي سالنګ  کې شپيته سانتي متره واوره شوې ده او دغه راز  په شمالي سالنګ کې  هم دواورې سخت اورښت او توپان دوام لري

 ده وويل، له نيکه مرغه تراوسه پورې په سالنګونو کې  دواورې داورښت  اوتوپان  له امله کومه پيښه  نه ده رامنځته شوې او دواورې داورښت تر دريدو پورې دغه لويه لاره دترافيکو پرمخ تړلى ساتل کيږي .

 دغه راز ده زياته کړه چې دسالنګ دلوې لارې موظفين له هغوسپرليو او وسايطو سره مرسته کوي چې په سالنګونو کې دي او که چيرې دوسايطو چلوونکي اوسپرلۍ له کومې ستونزې سره مخامخې شي کولاي شي دسالنګ دلوې لارې له  موظفينو سره اړيکې ونيسي او ستونزه حل کړي .