27 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دهېواد په ختيځ کې دڅلورو ډاراچوونکو نيول کېدل

دهېواد په ختيځ کې دڅلورو ډاراچوونکو نيول کېدل

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: څلور ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ...

طالبانو په سرپل کې دروغتيايي ټيم غړي ازاد کړل .

طالبانو په سرپل کې دروغتيايي ټيم غړي ازاد کړل .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: طالبانو يو ګرځنده...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر دسلواغي شپاړسمه
دسالنګ په لويه لاره کې واوره  نن درې متره اوشلو سانتي ته  ورسيده او دغه لويه لاره  دترافيکو پرمخ تړلې ده .
  دسالنګ دلوى لارې دساتنې او څارنې مسوول  جنرال رجب  دباختر اژانس خبريال ته وويل  له پرون څخه تراوسه پورې  دسالنګ په لويه لاره کې  په څلور څلويښتو ساحو کې  واوره ښويدلې ده او په هره ساحه کې تر درې سوه مترو پورې په اوږدوالي او دڅلور نيم مترو په پريړ والي  دسالنګونو واټ  تړلى دى . 
  ده زياته کړه  چې  په شمالي سالنګ کې دواورې اورښت تراوسه پورې دوام لري او درې متره اوشل سانتي واوره شوې ده او دغه راز  په  جنوبي سالنګ کې هم دواورې اورښت او توپان  دوام لري .
جنرال رجب ټينګار وکړ چې دسالنګونو دلويې لارې دپاکولو کار ديوولسو عملياتي  ډلو له خوا دوام لري او پرله پسې هلې ځلې کيږي  چې دسالنګونو لويه لاره  دهوا د حالت دمساعدوالي  په صورت کې دترافيکو پرمخ پرانستل شي .
ده زياته کړه چې دفوايد عامې دوزير ديپلوم انجنير نجيب الله اوژن  له لارښوونې سره سم په بشپړه توګه  دسالنګونو ترپاکولو پورې او دسپرليو دمصوونيت په خاطر  دغه لويه لاره به  دترافيکو پرمخ تړلي وي .
جنرال رجب زياته کړه چې تراوسه پورې  په سالنګونوکې دواورې داورښتونو له امله کومه پيښه  نه دى رامنځته شوى .
 

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
په بغلان ولايت کې نن د ځوانانو دظرفيت جوړولو روزنيز کورس جوړ شو.
دغه کورس دبغلان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو دمديريت له خوا په فعاليت پيل کړى دى.
دبغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دځوانانو مدير نجيب الله محسني باختر آژانس ته وويل :
څلور سوه تنه ځوانانو چې په سلوکې څلويښت يې ښځې دي؛ د يو کال لپاره د خطاطي ،رسامي ،انځور ګري ،حکاکې ،انګليسي ژبې او دکمپيوټر په برخوکې زده کړه کوي.
محسني زياته کړه: دغه کورسونه په اتو ټايمونو کې تنظيم شوي دي چې د لوست چارې يې د پنځو تنو استادانو له خوا پرمخ بيول کېږي.
ده درسي خونو او دکمپيوټرکمښت په دې مديريت کې اساسي ستونزې وبللې او دمقاماتو له خوا يې ددغو ستونزو د لرې کولو غوښتنه وکړ.
 

کابل – باختر دسلواغې پنځه لسمه :
دبادغيس ولايت په مرکز قلعه نو ښارکې د يوکور د چت د نړيدو له امله د يوې کورنۍ دوه تنه ماشومان ووژل شول.
دعيني شاهدانو دڅرګندونو له مخې: پرله پسې اورښتونه ددغه چت د نړيدو سبب شوې دي .
دبادغيس د والي ويندوى شرف الدين مجيدي باختر آژانس ته وويل : دغه کور تېره شپه د بادغيس ولايت په مرکز پورې اړوند د شمال دريا د حاجي سخي جر په سيمه کې ونړيد چې له امله يې يوه شپږکلنه نجلۍ او يو دولس کلن ماشوم ووژل شول.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
په هغې کاري غونډه کې چې د شهيدانو، معلولينو، کار او ټولنيزو چارو په وزارت کې جوړه شوه؛ د کار د قانون د تطبيق د څرنګوالې او قطر ته د افغان کارګرانو د استولو په باب خبرې وشوې .
دباختراژانس د خبرله مخې : په دې غونډه کې د کار او ټولنيزو چارو وزيرې آمنې  افضلي، د دغه وزارت معين، د افغانستان دکارکوونکي دملي اتحاديې رييس  معروف قادري  ، د افغانستان دښځو د اتحاديې  رئيسې  حبيبې فخري او د چارو  يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړي وو چې قطر ته د افغان کارګرانو د استولو او د هغو اداري ستونزو د لرې کولو په باب چې ددغه پروګرام په وړاندې پراته دي او دغه راز دکار د قانون دتطبيق په باب خبرې وشوې او د چارو د ښه والې په مقصد  د برخه والو نظريې همغږې شوې او لازم تصميمونه ونيول شول .