19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درې وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

درې وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/د سلواغې۲۹مه/باختر د هلمند په نوزاد، سنګین او واشیر ولسوالیو کې...

په خوست کې ۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

په خوست کې ۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

متون/دسلواغې۲۹مه/باختر د خوست د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې د دغه...

  په جوزجان کې د کارګرانو مظاهرې دوام لري

په جوزجان کې د کارګرانو مظاهرې دوام لري

کابل/ د سلواغې٢٩مه/ باختر په جوزجان کې د نفتو او ګازو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل- باختر دکب څوارلسمه :
دسالنګونو دساتنې او څارنې  امريت ددوو تنو کارکوونکو دفاتحې مراسم نن دفوايد عامې په وزارت کې پرځاى شول .
  دسالنګونو دساتنې او څارنې دامريت دوه تنه کارکوونکې دروان کال دکب دمياشتې په اتمه شپه ددغې لوى لارې  دپاکولو په وخت کې د واورې ښوئيدنې له امله ووژل شول .
دباختر اژانس  دخبر له مخې ددغو دوو تنو ارواښادو دفاتحې اخستلو مراسم دفوايدعامې  وزارت دمشرتابه هيئت  او کارکوونکو په ګډون دقران عظيم الشان په ختم سره  په دغه وزارت کې پرځاى شول او برخه والو ددغو دوو تنو کارکوونکو پاک روح ته چې دخپلو هيوادوالودژوند دساتنې په خاطر شهيدان شول دعا وکړه .
 

کابل- باختر دکب څوارلسمه :
دننګرهار پوهنتون سلګونو تنو محصلانو دمظاهرو په کولو سره دملي امنيت داداري او دناټو دپوځيانو له خوا دخپلو ټولګيوالو د خلاصون غوښتنه وکړه
دغومظاهره کوونکو دغه  راز له دولت څخه وغوښتل چې ډير ژر ددغه پوهنتون ددوو تنو محصلانو د ترور عاملين وپيژنې او مجازات يې کړي .
دغو محصلانو دجلال اباد ښار په دوو سيمو او دکابل تورخم دلوي لاري د درونټې په سيمه کې غونډه کړې وه
دننګرهار پوهنتون دطب پوهنځي دپنځم کال محصل محمد خالد چې په دغومظاهرو کې يې  برخه لرله باختراژانس ته وويل چې دناټو پوځيانوددغه پوهنتون دوه تنه محصلان په خوست ښار او په ميدان وردکو کې ترور کړل خو دولت په دې  باب کوم اقدام ونه کړ .
دى  دغه راز وايي چې ددغه پوهنتون پنځه  ويشت تنه محصلان په تيرو دريو کلونوکې دملي امنيت  اودناټو دځواکونوله خوا نيول شوي او لاتراوسه پوري په بند کې شپې سبا کوي .
ويل کېږي چې دغه  محصلان له تروريستي ډلو سره داړيکو په تور نيول شوي دي خومظاهره کوونکې وايي چې دغه کسان له تروريزم سره هيڅ راز اړيکې نه لري .
دمظاهرو برخه والو دولت ته خبر داري ورکړ که چېري له بند څخه دپنځه ويشتو تنو محصلانو په خلاصون او ددوو تنو نورومحصلانو دترور دعاملينو په مجازاتو اقدام ونه کړي  خپلو اعتراضونوته به دوام ورکړي
په جلال اباد ښار کې دباختراژانس خبريال ګلستان غالب وايي چې دولايتي شورا داستازو په ګډون ځينو سيمه ئيزو مقاماتو ددغو مظاهرو دپاى ته رسولو لپاره له اعتراض کوونکو سره خبري پيل کړي دي . داڅلورم ځل دى چې دننګرهار محصلان دخپلو ټولګيوالو دخلاصون او ددوو تنو نورومحصلانو دترور د عاملينو دپيژندلو اومجازاتو په خاطر  په مظاهرو لاس پوري کوي .
 

کابل- باختر دکب څوارلسمه :
داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون ددفترونو دودانۍ دبنسټ ډبره کېښودل شوه .
داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون داداري دفترونو دتاسيساتو دبنسټ ډبره نن ددغه کميسيون درييس ډاکتر احمد مشاهد له خوا ددارالامان په ساحه کې کېښودل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په هغو مراسمو کې چې له همدي امله پرځاى شول داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دکميسيون دمشرتابه هيئت پکې ګډون کړي و ددغه کميسيون رييس ډاکتر احمد مشاه د خبري وکړي اوويي ويل داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو بهير او ښه حکومتوالۍ يو له هغو پروګرامونو څخه دي چې پاى  نه لري  هم داړتياله مخې او هم په اداره کې دبدلون له مخې اوهم دخلکو هيلې تل دبدلون او تحول په حال کې دي له دې امله  داداري اصلاحا تو او ملکي خدمتونو کميسيون ديو تلپاتي  مرکز په توګه  دتل لپاره مکلفيت لري چې دزماني له اړتيا سره  سم دپاليسيو او دپروژو په جوړښت کې دبدلون له مخې دملکي خدمتونو دمديريت  چاري په  لازمه توګ ه ترسره کړي .
ډاکتر مشاهد  دهيواد له مشرتابه څخه چې د اداري دفترونودجوړولو په خاطر يې داړتيا وړ پيسې دکمسيسون په  واک  کې ورکړي ، مننه وکړه اوويي ويل ددغې بنسټيزي  پروژې جوړول دهيوادنيو  ساحتماني شرکتونو ترمنځ ازادي سيالۍ له مخې ترسره شول .
.
داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونودکميسيون  ددارالانشا  رييس سيد ذبيح الله ساويز دملکي  خدمتونو داداري دپروژې په اړوندخبري وکړي او ويي ويل دغه تاسيسات ددارالامان دسناتوريم په سيمه کې داته  جريبه ځمکې  په ساحه په څلورو بلاکونو کې چې له پنځو څخه تر اوو پوړونوپوري پکې په پام کې نيول شوي دي دامام دري دساختماني  او سړک  جوړولو شرکت له خوا په دوو کلونوکې جوړيږي چې دڅه دپاسه زرو تنو کارګرانوظرفيت به ولري .
ده زياته کړه چې په  دغو تاسيساتو کې شنه ساحه ، دوسايطو تم ځاى ، جومات او نوري اړتياوي  په پام کې نيول شوي دي ددغي پروژي ټوله بيه څه دپاسه دوه  سوه نولس مليونه افغاني اټکل شوي دي چې ددولت له بودجې څخه ورکول کېږي .
دامام دري دساحتماني او سړک جوړولو رييس انجنير محمد کاوس مير ژمنه وکړه چې دغه پروژه  به دښار جوړولو دچارووزارت دانجنيري له معيارونو ، ديزاين او نقشې  سره سمه جوړيږي .
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
دبغلان ولايت دکليودبيا جوړولو اوپراختيا رياست دادارې دفترونو ودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رييس انجينر عبدالرب حکيمي  باختراژانس ته وويل، دغه ودانۍ دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست دودانۍ  په انګړ کې په دريو پوړونو کې دالمان په مرسته د څلورو شپيتو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
ده وويل  په ودانۍ کې څلرويشت خونې ، دکنفرانس سالون او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.