22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د څښاک اوبو د برابرولو پروګرام پيل شو

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د...

درې تنه په هرات کې د وژنې په تور ونيول شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر د هرات پوليسو درې تنه د وژنې...

يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

٢-کابل باختردوري دمياشتې ٢٢ :
په لغمان  ولايت کې پرون دموټر دتګ راتګ يو پل ګټې اخيستنې ته وړاندي شو.
دغه پل دنړيوال بانک له خوا داوولسو مليونو افغانيو په لګښت دشپيتو مترو په اوږدوالي اودنهو مترو په سور په دوو کلونو کې جوړشوي دي،.
دلغمان ولايت مرستيال جماعت الله حميدي باختراژانس ته وويل  ددغه پله په جوړيدوسره چې دعلينګار ولسوالۍ دپړوايي سيمه له شاهي سيمې سره نښلوي  دڅه دپاسه دلسو زرو کورنيو ستونزې لري شوي دي.
 

کابل\باختر\ د وري ١٨ مـــــــــــــــــــــــــــه

په بغلان ولايت کې دسيلاوونو دراوتلو له ا مله داستوګنې څه ناڅه لس کورونه اود کرنې په سل ګونو جريبه ځمکه ويجاړه شوې ده

دغه سيلاوونه دکيله ګى ولسوالۍ په مربوطاتوکې دژلۍ له اورښت وروسته پرون مازيګر وتلى او تر اوسه پورې دوام لري

دخبرونو له مخې ،ددغو سيلا وونو له ا مله شپيته څاروي هم له منځه تللى دي

دبغلان ولايت د کيله ګى ولسوال شمس الدين سرحدى باختر اژانس ته وويل چې ددغوسيلاوونو له امله تر او سه پورې د استوګنې لس کورونه اود کرنې شپږ سوه جريبه ځمکه ويجاړه شوې ده او شپيته څاروي هم له منځه تللى دي

له کيله ګى ولسوالۍ څخه په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې ددغو سيلا وونو له ا مله دلسو کورونو په ويجاړيدو سره دپيښې سيمې ته څيرمه دلسو نورو کورونو اوسيدونکى هم دخپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي

دسيمې يو او سيدړونکى حاجى غيوروايي چې ددغو سيلا وونو له ا مله په لسګو نو دوکانونه هم ويجاړ شوي دي او يو شمير کورنۍ دخپلو کورونو پريښودو ته چمتو شوي دي

ويل کيږي چې تر او سه پورې له زيانمنو شويو کسا نو سره هيڅ مرسته نه ده شوې

دخبرونو له مخې ددغو سيلاونو له امله دپلخمري _ دوشي دلويې لارې يوه برخه د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده

دغه سيلاوونو د کيله ګى ولسوالۍ  له ختيځو غړونو څخه را وتلى دي

باخترا ژانس له پرله پسې اړيکو سره سره د بغلان ولايت له پيښو سره دمبارزې اودافغاني سري مياشتې د مسولينو دنظر په اخيستلو بريالى نه شو

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

دسيمې اوسيدونکي وايي چې دبدخشان ولايت په زيباک ولسوالۍ کې ځينو غونډيو درز کړي دي او دغه مسله ددې سبب شوې ده چې يوسلو دري وريشت کورنۍ له خپلو کورونو څخه ووځي.

په همدې حال کې په بدخشان کې دآغاخان په انکشافي مرکز پورې اړوند فوکس ددفتر مسوول ډاکتررهين راشد باخترا ژانس ته وويل  چې دزيباک ولسوالۍ دغاريب دکلي شاخوا غونډۍ   ددرز کيدو او ښوئيدنې په حال کې دى چې له دې امله  هغه اوبه چې رواني شوي دي   داستوګنې کورونو ته يې لاره موندلې ده.

ده زياته کړه   چې دفوکس ددفتر له خوا داستول شويو ټيمونو دڅيړنې له مخې، په غاريب کلي کې  يوسلو دري ويشت کورنۍ  ژوند کوي .

راشد وويل  چې ددغې ادارې کارکوونکو تراوسه پورې څلويښت کورنۍ  له دغو کورونو څخه امنيت ساحي ته ليږدولي دي اوپه هغوى يې خيمې  اويوه اندازه دکور وسايل ويشلي دي .

 دده دڅرګندونوله مخې، ددغه کلي  نور اوسيدونکي دکډې کولو په حال  کې دي اوڅرنګه چې دغونډۍ ښوئيدنه  په کرارکرار ډول  دوام لري تراوسه پورې يې دسرزيان  نه دى اړولى .

دغاريب کلي دزيباک ولسوالۍ دمرکز په شل کيلومتري واټن کې موقعيت لري او په همدې حال کې دبدخشان والي  ډاکتر شاه ولي الله اديب وايي  چې په دغه کلي سربيره  ددغه ولايت په بيلابيلو ساحو کې داوو نورو کليو  شاخواخواغونډۍ دښوئيدنې په  حال کې دي او دسيمې اوسيدونکي ګواښوي.

ده وويل   چې تر ګواښ لاندې ساحو اوسيدونکي به ګاونډيو سيمو ته وليږدول شي .

دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزې ادارې  رييس ثناوالله اميري  دغاريب په کلي کې  دبي  ځايه شويو کورنيو اودهغو کسانوپه  اړوند  چې دغونډيو ترښوئيدنې لاندې نورو سيمو کې دي وويل   چې ددغې ادارې  دبودجې په لګښت ځمکه پيرودل کيږي او د کورونو دجوړولو په مقصد په هغوى ويشل  کيږي .

 دبدخشان والي وايي په تيرو څلورو مياشتو کې په دغه ولايت  کې دواوري ښوئيدنې له امله  ٥٨٨   کورونه يو څه ويجاړشوي و ، ١٧٦ کورونه په بشپړه توګه ړنګ شوي   ١٥٩  تنه وژل شوي او ١٤٤تنه نور ټپيان شوي دي .

دغه راز درې زره شپږسوه څلور شپيته څاروي له منځه تللي او په لسګونو پلونه او پلگوټي   او درې سوه پنځوس جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

په سرپل ولايت کې دوه سوه پنځوسو کورنيو دترکمنستان له وارداتي بريښناڅخه ګټه  واخيسته .

دې کار  دسرپل ولايت  په اقلاني خورد کلي کې  دبريښنا  دترانسفارمرونو په درولوسره امکان پيداکړ.

دسرپل ولايت  دانرژي او اوبو رييس انجينر  جلال الدين نوري باختراژانس ته وويل چې دبريښنا دويش پروګرام دافغانستان دبريښنا ادارې له خواد څلورو مليونو افغانيو په لګښت تطبيق شوى دى .

 دسيمې اوسيدونکو له دې امله چې له کلونو کلونو وروسته يې بريښنا ترلاسه کړې ده خوښي څرگنده کړه .

دفارياب ولايت بريښنا دترکمنستان  له وارداتي بريښنا څخه تامينيږي .