20 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پایلې دې ځنډنۍ وي، خو چې رڼې وي

کابل / د تلې ۲۸ مه / باختر د انتخاباتو خپلواک...

د استاد رحمت الله رسا ادبي اثر چاپ شو

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر د صلح سبزجهانى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر دوري نهمه .

  دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت دکار قانون چې په رسمي جريده کې خپور شوى دى  د ١٣٩٠  کال دتلي دمياشتې له  ١٦ نيټې   راپديخوا تر بيا کتنې لاندې دى .

 دولتي او غير دولتي ادارې ، ټولنيزې موسسې او سازمانونو د افغانستان داسلامي جمهوريت دکار دقانون دبډاينې په مقصد کولاي شي  خپلې نطريې   د حقوقو  اوکار دقانون درياست په پته او يا moisa af@ yhoo.com په پته  وليږي

کابل باختر دوري نهمه

  دبشر دحقوقو دڅيړنې لوى رييس وايي له کور څخه دتيښتي  په خاطر په افغانستان  کې  د ښځو مجازات  کول غير عادلانه  دى .

 ده وويل ، دافغانستان په اساسي  قانون کې له کور  څخه دتيښتي  په نامه د ښځو لپاره څه نشته اوبايد هغه ښځې چې له کور څخه  تښتي  مجازات نه شي .

 دباختر اژانس دخبر له مخې،  دبشر دحقوقو د څيړنې لوى رييس  کينيت اوت چې نن يې په کابل کې په يوه خبري کنفرانس کې  خبري کولي وويل ، هغه ښځې  چې  دتاوتريخوالي  له امله له کور څخه تيښتي ته مجبوريږي .

 په دې سربيره چې مجازات  يې سپکاوي  بلل کيږي ترتاوتريخوالي لاندې نورې ښځې هم  مجبوريږي چې هر ډول تاوتريخوالي  وزغمي .

 ده زياته کړه : دغه نتيجې  دهغو نظر سنجونو له مخې چې له هغو اته پنځوسو  هغو ښځو او نجونو څخه راټولي شوي دي چې له کور څخه دتيښتي په جرم  په جيلونو او توقيف خونوکې  شپې سبا کوي 

 ده وويل ، اوس دافغانستان په توقيف خونو او جيلونوکې  څلور سوه ښځې او نجونې  شپې سبا کوي  چې  زياتره يې له کور څخه دتيښتې په جرم توقيف شوي دي .

  دبشر دحقوقو لوى رييس دغه راز څرګنده کړه ،دافغانستان له جمهور رييس څخه غوښتنه کوم  يو داسې فرمان صادر کړي چې له کور څخه دښځو تيښته جرم  ونه بلل شي اوهغه ښځې چې ددغه جرم په  کولو سره په توقيف کې دي ازادې شي او ده دافغانستان ددولت له مقاماتوڅخه وغوښتل چې دښځو اونجونو  پرخلاف دتاوتريخوالي  دعملونو دمخنيوي په مقصد  دتاوتريخوالي دبندولو قانون په جدي ډول عملي کړي او مرتکبين  يې تر قانوني څارنې لاندې ونيول شي  تر څو چې  دغه ستونزه  په اساسي ډول حل شي .

 ده څرګنده کړه: دافغانستان دستري محکمې  مصوبه چې له مخې يې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي په مقصد له کور څخه دښځو تيښته  جرم بلل شوي  او داهغوښځو ته  يو خنډ دى چې غواړي له تاوتريخوالي او ګواښ څخه ازادې شي .

کابل باختردوري ٨ مـــــــــــــــــــــــــــــه

د کورنيو چارو و زارت مقا ما ت وا يي چې په هيواد کې د الکترونيکي تذکرو د ويشلو پرو ګرام به تر پنځو مياشتو پوري پيل شي چې ددغه پرو ګرا م په عملي کولو سره هيواد وا لو ته زيا تې اسانتيا وي برا بري شي او د بيه لرونکو سندونو دجعلکاريو مخه ونيول شي

 د باختر ا ژانس دخبر له مخې د الکترو نيکې تذ کرو د ويشلو پروګرام ګډه پرو ژه ده چې د  کورنيو چارو اود مخا برا تو او معلو ماتې تکنا لو ژى د وزارتو نو له خوا دتطبيق په حال کې دي.

که چيري دغه پروژه و کولاي شي په ټا کلي وخت بشپړه شي کولاي شي په هيواد کې زيا تى لا لها ندي کمې کړې

 دمخا برا تو او معلو ما تې تکنا لو ژي وزير امير زي سنګين وويل هغه څه چې د الکترو نيکې تذکرو په نا مه په هيواد والو ويشل کيږي د بريښنا په سيستم دى چې په سيمه کې ساري نه لري د ګو تې نښه نښا نه لري ، تذکره پکى اخيستل کيږي ، دسترګو عکس ددغى تذکري په يوه څنډه کې په خو ندى تو ګه ثبتيږي اود هغه شخص ټول مشخصات چى تذکره په ده پوري اړه لري پکې زيرمه کيږي

دمخا برا تو او معلو ما تې تکنا لو ژى د وزير دڅرګندونو له مخې دالکترونيکې تذ کرو د ويشلو پرو ګرام تر پنځو مياشتو پوري پيليږي او درې کاله دوام کوي . ددغې پرو ژي پو لى ارزښت يوسلو شل مليونه امريکا يي ډالره دى چې د افغا نستان له پرمختيا يي بود جي څخه ور کول کيږي

کاري ټيمو نه به په ټول افغا نستان کې دغه پرو ګرام عملى کړې

دکورنيو چارو وزارت اداري مرستيال ميرزا محمد يارمند وا يي چې دالکترو نيکې تذ  کرو د ويشلو بهير به ديو ځانګړى پرو ګرام په چوکاټ کې تر سره شي دتذکرو اجرا په دوو  ژبو تر سره کيږي هغه شخص چې تذکره ترلاسه کوي بايد ددوو تنو افغا نا نو له خوا چې په خپله حقوقي معتبر هويت و لري تضمين شى اود کورنۍ رئيس به هم يوه ځانګړى فورمه ډکه کړي

 د کور نيو چارو و زارت ددغه مقام دڅرګند ونو له مخې د برقى تذکري يا پيژند پا ڼې د ويشلو دبهير په بشپړيدو سره نور سندو نه لکه د وسايطو جواز سير ، پاسپورت او لايسنس هم الکترو نيکى کيږي

مقا ما ت په د اسي حال کې د الکترو نيکې تذ کرو د  ويشلو خبره کوي چې په اوس وخت کې دتذکرو ويشل د کورنيو چارو و زارت د احصا ئيې دڅانګو دمحررينو له خوا د يو فلورم په ډکولو سره اجرا کيږي دغه تذکره په يو عا دى کاغذ چې کا غذي تذکره نو مول شوې ده اجرا کيږي

ويل کيږي چې ددغه شان تذکرو زيا تې نسخې دديورند له کر ښي اخوا چاپيږي او کيداي شي په ساده تو ګه پکې جعلکاري وشي دافغانستان د کورنيو چارو و زارت معين ښاغلى يارمند  هم  مني چې په دغه شان تذکرو کې جعلکاري کيداي شي او يو شخص کولاي شي څو تذ کري و لري

 دسياسي مسالو څيړو نکى جاويد  کو هستا ني وا يي که چيري د الکترو نيکې تذ کرو د ويشلو پرو ګرام لکه څنګه چې ويل کيږي عملى شي نه يواځې خلکو ته ښه اسانتيا ده ، بلکي په افغا نستان کې د مديريت يوه دقيقه پروژه ده په دي شرط چې ددغه پرو ګرام اداره او مديريت د افغا نا نو په لاس کې وي له دي پرته به بيا هم زيات شمير بهرنيا ن افغا نۍ تذکره ترلاسه کړې او يا هم غرضي کسان به څو تذ کري ترلاسه او خپل کار به و کړې

 دبهرنيو چارو و زارت يو پخوا ني کارکوونکى چې ويي نه غو شتل نوم يي وا خيستل شي وا يي چى اړوندو مسوولينو په تيرو و ختو نو کې هم دغه شان پرو ژو د عملى کيدو او په هيواد کې  دبيه لروونکو سندو نو د منظم سيستم درا منځته کولو په مقصد دپرو ګرا مو نو د جوړولو خبري کړي دي ، خو دغه څرګند وني ډيري عملي شوي دي له بده مر غه په افغا نستان کې د قبالو او تذکرو په ګډون دبيه لرونکو سندو نو جعلکاري سا بقه لري هيله ده چې نوي پرو ګرا م و کولاى شي دغه ستو نزه پاى ته ورسوي او په دولتى ادارو کې د پرديو دګوډا ګيا نو د نفوذ مخه ونيول شي په همدى حال کې په څو ادارو کې د يو تن دشمو ليت او کار په باب خبر تر لاسه شي

 له دغو څرګند ونو څخه داسي بريښې چې په هيواد کې د الکترونيکې تذکرو د ويشلو په نسبت خوشبينى شته اودغه پرو ګرام پکه څنګه چې ويل کيږي عملى شي خلکو ته به زيا تى اسا نتيا وى برا بري کړي اود خلکو دلالها ندي مخه ونيسې په دى شرط چې په دى باب څرګند ونې دکاغذ پرمخ نه وي او ددغه پرو ګرام ښه او ګټور مديريت وشي

کابل باختردوري دمياشتې ٨ :

دکندهار ولايت دلسو ولسواليو لس تنه بزګران په هندوستان کې دکرنې په برخه کې دتجربو له ترلاسه کولو وروسته هيواد ته راستانه شول.

دغو بزګرانو ددريو اوونيو لپاره دهند دکرنې برخي اوڅيړنيز فارمونه وکتل اوپه دغه هيواد کې يي دکرنې داصلاح شويو تخمونو دکرني ، دانګورو دتاکونو دروزنې او نورو کرنيزو موضوعګانو په برخه کي تجربي ترلاسه کړي.

دکندهار والي توريالي ويسا پرون له دغو بزګرانو سره په کتنه کې هندوستان ته دبزګرانو دسفرلپاره دزميني دبرابرولو له امله ددغه هيواد له مقاماتو څخه دمننۍ په ترڅ کي وويل  تاسو ته زمنيه برابره شوه چې له هندي سوداګرو څخه دکرنې په برخه کې تجربه ترلاسه کړي  او تاسي بايد دخپلو اړوندو ولسواليو بزګرانو ته هغه څه  چې زده کړي مو دي ورزده کړي  چې په کندهارکې دکرنې په برخه کې زيات پرمختګ وشي