17 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د بغلان والي استعفا وکړه

د بغلان والي استعفا وکړه

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه احمد فريد بسيم چې پنځه مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

دخوست ولايت په مرکز کې ديوسړک دپخولو کار پيل شو.

دغه سړک اووه کيلومتره اوږدوالې  لري او دامريکا دمتحده ايالاتو په مالي مرسته قير کيږي .

دباخترداطلاعاتي اژانس خبريال دخوست دوالي عبدالجبارنعيمي دڅرگندونو له مخې خبر راکړ دغه سړک دپنځه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت درمپ اپ دموسسي اودامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيايي اداري له خوا قيرکيږي .

کندهار\ باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

له نشه يي توکو سره دمبارزي  دچارو وزيرضراراحمد مقبل له نشه يي توکو سره دمبارزي دبهير دڅيړنې  په مقصد دکندهار ولايت ته تللي دي.

ده دکندهار له والي پوهنوال توريالي ويسا سره  په  کتنه کې  دنشه يي توکو دکرکېلې دکمښت په  باب خبري وکړي او ويې ويل  په دغه ولايت کې دنشه يي توکو دکرکېلې  دکمښت په مقصد بايد له کروندګروسره اقتصادي مرسته وشي اوله دوى سره دکرنې داصلاح شويو تخمونو اوکېمياوي  سرو مرسته وشي  چې دوى وکولاي شي دکوکنارو دکرکېلې بديل په خپلو ځمکو کې نور حلال محصولات وکري.

دولايتي شورا  غړو او  دبيلابيلو قومونو استازو دامريکا دسفارت له استازي اوله نشه يي توکوسره دمبارزي  چارو له وزير څخه   وغوښتل چې دنشه يي توکو دکرکېلې  دله منځه وړلو په مقصد له دوي سره مرسته وکړي او په ټاکلي وخت له بزګرانو سره همکاري وکړي  چې دوى نور کوکنار ونه کري.

په کابل کې دامريکا دسفارت  دنشه يي توکو دبرخې استازي په دي برخه کې  ددغه ولايت  له بزګرانوسره  دهر راز همکاريو ژمنه وکړه.

دکندهار والي په دې غونډه کې وويل سيمه ييزو ادارو پتيلې ده  له مصلحت پرته دغه بهير پاى ته ورسوي.

په دې غونډه کې له نشه يي توکوسره دمبارزي په چارو کې دکورنيو چارو وزارت معين لوى پاسوال بازمحمداحمدي وويل دکوکنارو کرکېله په نړيواله  کچه دافغانستان نوم بدکړي دي اودولت له دغې بدنامې څخه دخلاصون په خاطر هڅه کوي دغه بد او شرموونکې بوټې له منځه يوسي  او ددغه بدنام بوټي دکرکېلې له سازمان ورکوونکو سره مبارزه وکړو.

کابل باختر دمرغومي اوولسمه

  دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن دغزني ولايت دولايتي شورا  له غړو سره وکتل .

  دباختر اطلاعاتي اژانس  ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر  دمعلوماتو له مخې،  په دې کتنه کې دغزني ولايت دخلکو استازو ددغه ولايت دځينو ستونزو  په بيانولوسره دهغو څيړنې او دحل  کولو غوښتنه وکړه .

 هغوى وويل، غزني دهيواد  يو لرغوني  ولايت دى اوس  چې په هيواد کې دبيا جوړونې او رغاونې  فرصت برابر شوى دى  بايد په دغه ولايت کې  عمراني پروګرامونه ګړندي کړي شي .

  هغوى دروغتيايي خدمتونو ، پوهنې ، کرنې ، مالداري ، دسړکونو دجوړولو او دغه راز داسلامي ثقافت  دمرکز په  توګه دغزني   دپروژو دبهير  دڅرنګوالي   په برخه کې ځينې ستونزې په ډاګه کړي .

 دغزني دولايتي شورا غړو  دغه راز يوځل بيا د دولت له پروګرامونو  سره خپل ملاتړ نوي کړ .

 دجمهوري رياست لومړي مرستيال دخبرو په ترڅ کې په هيواد کې داوسيدونکو قومونو ترمنځ يووالي او پيوستون  دخلکو دعزت او وياړ سبب وباله اوزياته يې کړه : افغانستان زموږ د ټولو  کور دى او هر هغه قوم چې په دغه هيواد کې ژوند کوي  په حقيقت  کې  ددې خاورې ښکلي ګلان دي .

  دجمهوري رياست لومړي مرستيال دهيواد په بيلابيلو تاريخي دورو کې دغزني دخلکو د ميړانې اوزړورتيا  په يادونې سره وويل، دغزني  دخلکو  اړتياو ته په پاملرنې سره او داچې  غزني تيرو تاريخي اسلامي  دوروکې سابقه او لرغونتوب  لري، خپل دولت مکلف بولى چې دبيا جوړونې او رغاونې  په لور دپروګرامونو په تحقق کې لازمه پاملرنه وکړي .

 دغه راز دجمهوري رياست  لومړي مرستيال  د ٢٠١٣ کال لپاره دغزني دچمتووالي دپروژو  دبيا جوړونې دبهير  چټکتيا  ته داشاري په ترڅ کې  زياته کړه : اوس  په دې اړوند ولايتي کميسيون جوړ شوى دى چې دبيا جوړونې دپروژو دعملي کولو ښه زمينه  برابره کړي شوې وي .

٤٢-کابل باختر دمرغومي اوولسمه

 دهيواد داساسي قانون د تصويب  اتمه کاليزه  نن دکليودبيا جوړولو او پراختيا  په وزارت کې  ونمانځل شوه .

  دباختر داطلاعاتي اژانس  دخبريالانو دخبر له مخې ،  په هغې غونډه کې چې له همدې امله  جوړه شوې وه  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير جارالله منصوري  دهيواد داساسي قانون دارزښتونو او دقوانينو د تاريخچې په باب  خبرې وکړې .  او دهيواد اساسي قانون يې  ډير ښه قانون وباله او دهيواد داتباعو له خوا دقا نون  رعايتول يې په هيواد کې دعدالت  دتامينولو لپاره  ډيره ښه لاره  وبلله .

  ديوبل خبر له مخې ،  نن دافغانستان  دبشر دحقوقو په خپلواک کميسيون کې  يوه ورته غونډه جوړه شوه .

 په دې غونډه کې دکميسيون مرستيال  انجنير فهيم حکيم  او نورو برخه والو  د خبرو په ترڅ کې اساسي قانون  دافغانستان دخلکو هميشني سند اوملي ميثاق وباله .