17 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

هره اداره دې خپلې دندې سرته ورسوي

هره اداره دې خپلې دندې سرته ورسوي

کابل/ د لړم ۲۵ مه/ باختر افغانانو تمه درلوده چې د...

جمهورريیس غني د چین د نوي استوګن سفیر باورلیک ومانه

جمهورريیس غني د چین د نوي استوګن سفیر باورلیک ومانه

کابل/دلړم۲۵مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن...

دزابل په امنیت کې ښه والی راځي

دزابل په امنیت کې ښه والی راځي

کابل/دلړم۲۵مه/باختر د زابل د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې په دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د غبرګولي لومړي

  دقندهار ولايت  په ډنډ ولسوالۍ کې دبريښنا دتامينولو  لپاره له لمريزې انرژي  څخه استفاده  پيل شوه .

  دقندهار ولايت دډنډ  ولسوال احمد الله نازک باختر اژانس ته وويل په همدې مقصد له لمريزې  انرژي  څخه دبريښنا دتوليد ځانګړي دستګاه وي  درول  شوي او په لومړۍ ګام کې  ددغې ولسوالۍ په بازارکې  شپيتو دوکانونو ته بريښنا تامين شوې ده او په پام کې  ده چې په راتلونکي کې داي ار دي موسسې او نورو مرستندويو موسسو دهمکاريو په جلبولو سره  دغه بهير  پراخ کړو .

  دنازک دڅرګندولو  له مخې دغه دستګاوي دلسو کلونو  لپاره  ضمانت لري اوپه دغه صورت کې چې کومه تخنيکي ستونزه پکي پيداشي ددغي موسسې دمسوول له خوا په وړيا ډول ترميميږي .

کابل باختر د غبرګولي لومړي

  په سرپل ولايت کې  دسيلاونو دراوتلو له امله په څلور سوه پنځوسو  زيانمنو شويو کورنيو نن خوراکي توکي وويشل شول .

 د ٢٠٩  شاهين قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ شل ټنه خوراکي توکي چې ددغي قوماندانۍ له خوا برابر شوي وو نن دموظف هيئت تر نظر لاندې په سرپل ولايت کې په دي وروستيو وختوکې دسيلاونو دراوتلو له امله په څلور سوه پنځوسو زيانمنو شويو کورنيو وويشل شول .

 په ويشل شويو  موادو کې وريجي ، لوبيا ، نخود ، غنم اوچاى شته .

کابل باختر د غبرګولي لومړي

  دننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد  ښار کې داور لګيدنې له امله دوکاندارانو ته لسګونو مليونو افغانيو تاوان واوښت .

 ويل کيږي چې په دې پيښه کې دسرزيان نه دي اوښتي دغه اور لګيدنې په څرګند ډول دبريښنا دشارتي له امله دڅو دقيقو په زمانې واټن کې دچپرهار په اډه او په امان زاده مارکيت کي لګيدلي دي .

 دننګرهار داور وژنې داداري يو مسوول باختر اژانس ته وويل چې ددغې اور لګيدنې له امله دورزشي  لوازمو او دغاليو دپلورني لس دکانونه او دلرګيو دپلورني په سراي کې پنځه ډيري  لرګي سوځيدلي  دي  .

 دننګرهار داور وژنې د ټيم دتحقيقاتوپه بهيرکې  څرګنده شوه چې دبريښنا شارتي  ددغي پيښې سبب شوې ده .

 په همدي حال کې دننګرهار  دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزي باختر اژانس ته وويل چې ددغې پيښې له امله درسيدلو تاوانونو دکچي دمعلومولو لپاره  څيړنې پيل شوي دي .

 ده وويل لومړنۍ څيړنې شئي چې دغې اور لګيدنې دکاندارانو ته دمليونونو افغانيو تاوان اړولي دي .

هرات \باختر\دغويي٣١ مـه  

د هرات ولايت په غوريا نو ولسوالۍ کې څلور پرو ژې ګټيې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژوکې د فرهنګي مرکز ودا نۍ ، عصري حما مو نه ، د او بو رسولو دشبکو غځول اود کا نال کيندل او جوړول شا مل دي چې ددغې ولسوالۍ د خلکو رو غتيا يي ، ټولنيزې او فرهنګي ستو نزې يې لرى کړى دى.

د هرات ولايت د کليو د بيا جوړولو او پرمختيا رئيس اقا محمد صديقى باخترا ژانس ته وويل: دغه پرو ژې دکليو د بيا جوړولو اوپراختيا و زارت د ملي پيوستون د پرو ګرام له لارې اود خلکو په سلو کې دلسو په ونډې سره بشپړې شوي دي .

دغه راز د غوريانو ولسوال نصير احمد محمدي هم ددغو پروژو تطبيقول د خلکو دستو نزو په لري کولو کې مهمې و بللې او زيا ته يې کړه :

 له شک پرته دجرمو نو ګراف هم دسيمې په پرا ختيا او پرمختيا سره کميږي