19 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پېښې د تلفاتو شمېر  ٦٤ تنو ته ورسېد

د ننګرهار پېښې د تلفاتو شمېر ٦٤ تنو ته ورسېد

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر د ننګرهار د هسکې مينې...

په کابل کې د وسلو او مهماتو کشف

په کابل کې د وسلو او مهماتو کشف

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: د کابل په موسهي ولسوالۍ...

رحماني : که طالبان  سوله غواړي  له حکومت سره دې خبرې وکړي

رحماني : که طالبان سوله غواړي له حکومت سره دې خبرې وکړي

واشنګتن / دتلې ٢٧مه / باختر: په امريکاکې دافغانستان سفيرې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر  د کب نهه ويشتمه

   دشهيدانومعلولينواودټولنيزوچارو وزارت خبرتيا

  په کابل ښارکې  په اوونۍ کې د پنځو ورځو کار او ددوو ورځو رخصتيو  پنجشنبه او جمعه  له مخې دکابل دپيل او پاى رژيم

 په اوونۍ کې دڅلويښت  ساعته کار له مخې د ١٣٩١ کال دوري دمياشتې له لومړي نيټې څخه دوږي  دمياشتې ترپايه پوري د ماسپښين  دلمانځه داداکولو او د ډودي خوړلو لپاره دغرمي له دولسو بجو  څخه له غرمې وروسته تر يوي بجي پوري ديو ساعت ځنډ په پام کې نيولو سره دکار پيل دسهار په اوو بجو او ديرشو دقيقو او دکار پاى  به له غرمي  وروسته په څلورو بجو او ديرشو دقيقو .

 دروژي  په مبارکه مياشت کې دکار پيل د سهار په اوو بجو او دکار پاي له غرمي وروسته په يوه بجه

  په اوونۍ کې دشپږو ورځو کار له مخې په بانکونو او ولايتونوکې دکار دپيل او پاى رژيم  د ١٣٩١ کال دوري دمياشتي له لومړي  نيټي څخه دوږي دمياشتي ترپايه پوري دکار پيل دماسپښين دلمانځه داداکولو او دډوډي  خوړولو لپاره دغرمي له دولسو بجو څخه له غرمې وروسته تر يوي بجې  پوري  ديو ساعت ځنډ په پام کې نيولو سره دکار پيل دسهار په اتوبجو او دکار پاى  له غرمي وروسته په څلورو بجو او دپنجشنبې په ورځو  په اوونۍ  کې دڅلويښت ساعته کار له مخې د کار پيل دسهار په اتو بجو اودکار پاى له غرمي وروسته په يوه بجه .

  دروژي  په مبارکه مياشت کې دپنجشنبي  ورځو په ګډون دکار پيل دسهار په اتو بجو او دکار پاى  له غرمي وروسته په يوه بجه په  توليدي ، خدماتي موسسو په دايمي  توګه په فعالو برخو ( دکار دشفتونو تنظيم  )  نشراتي او روغتيايي  موسسو کې دکار وختونه په لومړيو شپږومياشتو کې په اوونۍ کې دڅلويښت ساعته کار له مخې دي دکار دخصوصياتو ، اقليمي او منظفوي  شرايطو  او داړوندو مقرراتو او لايحو په پام کې نيولو سره تنظيم او عيار کړي   دتعليمي او تحصيلي موسسو لرونکې وزارتونه او اداري دي دخپل کار دپيل او پاى  رژيم د نورو دولتي ارګانونو دکار درژيم متفاوت له اړوند لايحو اومقرراتو سره سم تنظيم کړي .

کابل باختر  د کب نهه ويشتمه

  دکار او ټولنيزو وزارت خبرتيا .

  څرنګه  چې سبا دسه شنبې ورځ د ١٣٩١ هجري لمريز کال لومړۍ نيټه دنوى کال له لومړي ورځې  نوروز  سره برابره ده اودچهارشنبې ورځ دوري دمياشتې دويمه نيټه  د بزګر له ورځې  سره برابره ده په هيواد کې عمومي رخصتي ده

کابل باختر  د کب نهه ويشتمه

  دهلمند ولايت  سيمه ئيزي راډيو او خبري ويب سايت په خپرونو پيل وکړ .

 دهلمند سيمه ئيزه راډيو په منځني څپه  خپرونې کوي او نه يوازي  په هلمند ولايت کې بلکې دهغه په ګاونديو هيوادونو او له پولې بهر سيموکې داوريدو وړ ده .

   په دې ويب سايت کې راډيويي  پروګرامونه او ځيني مهم تلويزيوني پروګرامونه په څلور ويشت ساعته ډول دنړۍ په ګوټ ګوټ کې داوريدو اوکتنې  وړ دي او دغه راز خبرونه هم په تصويري ډول پکې خپريږي .

  دهلمند ولايت دسيمه ئيزي راډيو او دخبري ويب سايت دپرانستلو په مراسمو کې  داطلاعاتواو فرهنګ وزارت معين پوهنمل غلام نبي فراهي دخبرو په ترڅ کې  ددغې راډيو  او دخبري ويب سايت فعاليت دفرهنګ او درسانه يي فعاليت په لره کې يو ګټور  او ارزښتناک  ګام وباله .

 دهلمند والي محمدګلاب  منګل او دملي راډيو تلويزيون لوي رييس زرين  انځور هم ددغې راډيو دخبري ويب سايت پرانستل اوفعاليت دډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو داړيکو دتامينولو په لاره کې يو اغيزمن ګام وباله .

 ديادونې وړ ده چې په هلمند ولايت کې  پنځه راډيوګانې او په لسګونو چاپي رسنيۍ هم په ازاد ډول فعاليت کوي

کابل\باختر\د کب ٢٨ مـــــــــــــــــه

د نورستان ولایت عالمانو، مشرانو او په ملي شورا او ولایتي شورا کې ددغه ولایت استازو نن له غرمې وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره وکتل.

دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر با ختر اژانس ته خبر ورکړ

 په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه ، په داسې حال کې چې د عالمانو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف او د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردګ هم ګډون کړی ؤ، د نورو په استازیتوب مولوی ظریف او حاجی عبدالصبور خبرې وکړې او په دغه ولایت کې یې د عالمانو شورا د ریاست د جوړولو، د مواصلاتي لارو د رغولو او په دغه ولایت کې د امنیت د تأمینولو غوښتنه وکړه.

دوی زیاته کړه چې د نورستان خلک د روغتیایي مرکزونو له نشتوالي او د امنیتي ځواکونو له کمښت سره مخا مخ دي نو پکار ده چې حکومت ورته جدي پاملرنه وکړي.

د نورستان عالمانو له حکومت څخه وغوښتل جې د نورستان ولایت د ښوونځیو فارغانو او دیني زده کوونکو ته تحصیلي بورسونه برابر کړي او هم دې په دغه ولایت کې د دیني زده کړو لپاره ۳ مدرسې جوړې کړي.

دغه راز د نورستان مشرانو په دغه ولایت کې د اداري چارو د لاښه پرمختګ او هماهنګۍ په موخه وړاندیز وکړ چې د ملي شورا د وکیلانو او نورو دولتي ادارو د استازو په ګډون دغه ولایت ته سفر وکړي تر څو هلته اداري او نظامي چارې وڅيړې.

د هېواد جمهور رئیس د نورستان ولایت د عالمانو او مشرانو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوی قیام الدین کشاف ته دنده وسپارله چې د دغه ولایت له عالمانو سره په مشوره دې هلته د عالمانو د شورا ریاست جوړ او مشران دې یې وټاکي.

جمهور رئیس، تعلیم د انسان جوړونه وبلله او د نورستان د استازو ددې غوښتنې هرکلی یې وکړ چې دوی خپلو بچیانو ته د دیني او عصري علومو د بورسونو د زیاتوالي غوښتنه کوي او په دې برخه کې یې د حکومت د جدي او لازمو اقداماتو ډاډ ورکړ.