12 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جوزجان مدني فعالانو د سولې ملاتړ وکړ

د جوزجان مدني فعالانو د سولې ملاتړ وکړ

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر د جوزجان د مدني ټولنې يو شمېرفعالانو نن په...

يو ښوونځى په تخارکې جوړېږي

يو ښوونځى په تخارکې جوړېږي

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر د تخار په ينګي قلعه ولسوالۍ کې د شهيد...

طالبانو په غورکې دوه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل

طالبانو په غورکې دوه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر وسله والو طالبانو په غورکې دوه ملکي وګړي د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر  دثور يوولسمه

   دارزګان ولايت په مرکز  ترينکوت ښار کې دموټرو د تګ راتګ يو پل  پرانستل شو .

 دغه پل چې  ويل کږي دچوري ولسوالۍ او يو شمير نوري سيمي له ترينکوت  ښار سره نښلوي داستراليا په مرسته د دوو مليونو اته شپيتو زرو ډالرو په لګښت جوړ شوى دى .

 دغه پل  دوه سوه ديرش متره اوږدوالي او اته متره سور  لري او دسيند  دپاسه جوړ شوى دى .

 دارزګان ولايت دفوايد عامې رياست يو خبرحاى باختر اژانس ته وويل چې دموټرو تګ راتګ ددغه پله په جوړولو سره  دزرګونو ارزګانيانو او نورو مسافرو دتګ راتګ ستونزې لري شوي دي .

 دچوري ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي فريد ددغه  پله دجوړولو له امله خوښي  وکړه .

 دى وايي دوى اړ و  په تيره بيا دژمي په موسم کې چې دترينکوت ښار ته دتګ راتګ په خاطر اوږده لاره ووهي .

  دارزګان والي ددغه پله  دپراسنتلو په مراسمو کې وويل، اوس  سپرلي  کولاي شي له وسايطو سره  ددغه پله له لارې په اساني سره تګ راتګ وکړي .

کابل باختر  دثور يوولسمه

  دملي امنيت دلوى رياست جګپوړو منسوبينو د شتمنيو  دثبتولو په  پروګرام کې  ګډون وکړ .

  باختر اژانس ته دملي امنيت دلوى رياست دمطبوعاتي دفتر دخبر له مخې  دملي امنيت دلوى رياست دمشرتابه هئيت اومرکز ي او ولايتي رييسانو پرون ديوې غونډې په ترڅ کې  ددولت دجګپوړو کارکوونکو د شتمنيو دثبت په پروګرام کې داداري فساد  پرخلاف  دمبارزي دعالي  اداري درييس ډاکتر عزيز الله لودين په شتون ګډون وکړ .

  ډاکتر لودين داداري فساد پرخلاف دمبارزي په لاره کې  دملي امنيت دلوى رياست  اقدامات اوبرياليتوبونه وستايل .

  دملي امنيت لوى رييس ډګر جنرال رحمت الله نبيل داداري فساد پرخلاف دمبارزي دعالي اداري رييس ته ډاډ ورکړ او وي ويل د  ملي امنيت دلوى رياست منسوبين  به له دغي اداري سره دهر راز فساد په مخنيوي کې چې دعامه نظم دګډوډولو  سبب کيږي له هيڅ راز هلوځلو اوهمکاري  څخه ډډه ونه کړې او دملي امنيت دلوى رياست دجګپوړو کارکوونکو  دشتمنيو  دثبت او تطبيق په برخه کې به له ځنډ پرته اقدام وکړي .

کابل باختر  دثور يوولسمه

  دبي درکۍ خبرتيا .

   عبدالاحمد داقا محمد زوي چې د ١٣٧٦ کال دثور په مياشت کې دکابل دکمپني په ساحه کې بي درکه شوى و ، په دې وروستيو وختو کې دازادي راډيو دده يو پيغام خپور کړ چې دى په کندهار ښار کې دى .

  که چيري څوک دعبدالاحمد په باب معلومات لري کولاي شي  له سترګو په لارې مور سره دده ديوځاى کيدو په مقصد دى په دې ګڼه  ٠٧٧٣٤٥٠٣٣٧ او ٠٧٧٢٢١٨٣٩٢ دى اړيکه ونيسي

کابل باختر  دثور يوولسمه

  دننګرهار پوهنتون استادانو د هغه څه په غبرګون چې په دوى  دځمکې دويش په لاره کې ددولت له خوا دخپلې ژمنې نه عملي کول  بولى پرون په غونډې لاس پوري کړ  دوى وايي چې جمهور رييس فرمان ورکړى دى چې په استادانو ځمکه وويشل شي خو سيمه ئيزو مسوولين په دې برخه کې بي پروايي کوي .

 دغه استادان دځمکې دنه ترلاسه کولو په غبرګون  کې وايي تر څو چې  خپل هدف ته ونه رسيږي محصلانو ته به لوست ورنه کړي .

 درارسيدلو خبرونو له مخې،  سيمه ئيز و مقاماتو په جلال اباد ښار کې دننګرهار پوهنتون ته څيرمه استادانو ته ځمکه  په پام کې نيولې ده خو ويل کيږي چې دغه ځمکه دملي دفاع وزارت دمخالفت له امله تراوسه پورې ددوى په واک کې نه ده ورکړ شوى .

  دننګرهار دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزي باختر اژانس ته وويل  په استادانو دځمکې دويشلو پړاونه بشپړ شوي دي او دملي دفاع وزارت دمقاماتو د رضايت دترلاسه کولو لپاره چې دغه ځمکه ددغه وزارت ملکيت بولى  خبرې پيل  شوي دي .

 په همدې حال کې  دننګرهار پوهنتون  محصلان له دى امله انديښنه لري چې لوست ورکولو ته داستادانو  نه ځاضريدل  اوږد نه شي .