13 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

تبصره

کابل / دتلې ٢١مه /باختر: مقننه قوه ياملي شورا په هېواد...

د قانون له جوړولو د قانون تر پلي کولو

د قانون له جوړولو د قانون تر پلي کولو

کابل/ د تلې ۲۱مه / باختر له بده مرغه په افغانستان...

 دپېښو دخطرونو  دکمښت نړيواله ورځ په جوزجان کې ونمانځل شوه .

دپېښو دخطرونو دکمښت نړيواله ورځ په جوزجان کې ونمانځل شوه .

کابل / دتلې ٢١مه /باختر: دپېښو دخطرونو دکمښت نړيواله ورځ نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردکب دمياشتې ١٨ :

دبدخشان ولايت  دشکې ولسوالۍ په  په شيرنظم کلي کې په دې وروستيو وختو کې دواورې ښوئيدنې له امله دقربانيانو شمير ٤١ تنو ته ورسيد.

دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزي دتياري داداري رييس ثناوالله اميري باختراژانس ته وويل ددغې پيښې له امله  له مصيبت ځپلو کسانوسره دمرستي په خاطر  په دغه ولايت کې دسرې مياشتې دنماينده ګي رياست پنځه سوه جوړي  ژمني  جامې، سل سفري بستري ، لس بنډله پلاستيک او ديو روغتيايي ټيم مرسته کړې ده .

دغه راز دنړۍ روغتيايي سازمان  نيم ټنه درمل ددغې پيښې له امله دزيانمنو شويوکسانو په واک  کې ورکړي دي .

دغه راز ډبيلو اف  پي   يا دنړۍ دخوړو سازمان ژمنه کړې ده  چې ديوې اوونۍ لپاره  په دوه سوه زيانمنو شويو کورنيو خوراکې توکې وويشي .

دغه راز دبدخشان ولايت له پيښوسره دمبارزي رياست  د پيښې په سيمه کې  يوه اندازه نغدي پيسې ويشلي دي .

دبدخشان والي ډاکتر شاه ولي الله اديب ويلي دي دغه توکې   ديوهليکوپتر په واسطه دپيښې ځاى ته ليږدول شوي دي.

ده زياته کړه دروان کال په وروستيو دريو مياشتو کې  په دغه ولايت کې دوارې ښوئيدنې له امله يوسلو يوويشت تنه له منځه تللي دي او يوسلو اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

ديادونې وړ ده  چې ځينو خبرځايونو په بدخشان کې په  وروستيو وختو کې دواورې ښوئيدنې له امله دقربانيانوشمير ٤٤ تنه ښودلي دي.

داپه داسې حال کې ده چې  په ولسي جرګه کې  دبدخشان دخلکو استازو فوزيي کوفي  او نيلوفر ابراهيمي ويلي دي  چې تراوسه پوري ددغې پيښې  له زيانمنوشويوکسانوسره هيڅ راز مرسته نه ده شوي .

کابل باختردکب دمياشتې ١٨ :

دبدخشان ولايت دشيګي ولسوالۍ  دشرين نظم په کلي دواورې ښوئيدونې دقربانيانو شميرپنځوسو تنو ته ورسيد.

دباختراژانس دخبرله مخې تراوسه پوري په لسګونو تنه دبدخشان ولايت دشيګي ولسوالۍ دشيرنظم په کلي کې تراواورو لاندې بندپاتي دي .

دبدخشان دوالي مرستيال شمس الرحمن شمس باختراژانس ته وويل ښايې دسيمي  يوشمير اوسيدونکې په خپلو کورونو کې تر واورو لاندې تراوسه پوري ژوندې دي.

دژغورنې ټيمونه ته تللي دي او دواورې لري کول او دخلکو په ژغورونه يې پيل کړي دي خو دوه هليکوپترونه دهوا دخبرابوالې له امله پرون ونه شو کړاى عاجلې مرستي دغه کلي ته ورسوي.

په ولسي جرګه کې دبدخشان دخلکو استازي دغه ولايت ته تللي دي چې په واوره کې دبندپاتي شويو خلکو دژغورنې عمله چټکه کړي.

دشپرين نظم کلي دوه سوه تنه اوسيدونکې لري چې تراوسه پوري پنځوس مړي اولس تنه ټپيان له وارې څخه ايستل شوي دي.

کابل باختر د کب اوولسمه

 دالمان پرمختيايي  پروګرام دبلخ ولايت دبيلابيلو ولسواليو دغالي اوبدونکو  ښځو په ګډون دښځو نړيواله ورځ ونمانځله .

 دباختر اژانس دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې له  همدي امله جوړه شوې وه  دبلخ ولايت ددولت اباد، چاربولک اوچمتال  دولسواليو او دجوزجان ولايت داقچې ولسوالۍ غالي اوبدونکو ښځو ګدون کړي و  .

 دخبرځاى  د څرګندونو له مخې غالي اوبدونکو  ښځو دهغو ستونزو اوننګونو په باب خبري  وګړي  چې ددوى په لاره  کې  پرتي دي و ويل  چې ددوي مهمه او اساسي ستونزه داجوري کمښت ، دروغتيايي خدمتونو نشتوالې ، بيسوادي  اوکورني تاوتريخوالې دي .

  يوي ميرمنې  نجيبه چې  کليوالي جامې يې اغوستي وي وويل  موږ دسهار له اوو بجو څخه دمازيګر تر پنځو بجو پوري له ځنډ  پرته په غالي اوبدلو  بوختي  يو او له دې وروسته دکور کارونه کوو په داسې حال کې چې دخاورو او دوړو له امله زموږ سترګو ته زيان رسيږي او زياتره غالي ابدونکې ښځې دسالنډي  په ناروغي اخته دي خو اجوره يې ډيره کمه  او ناڅيزه  ده يعني دغالي خاوندان موږ ته دورځي پنځوس افغاني  اجوره راکوي .

 دچاربولک له ولسوالۍ څخه  ميرمن زرمينه وايي شپږ مياشتي په يوي غالي کار کوي  اوپه ورځ کې پنځوس افغاني اجوره ددوي دکورنۍ او ماشومانو  کوم درد نه دوام کوي .

 په همدي حال کې دشمال دغاليو داتحاديې رييس عبدالستار بيکزاد وويل دهيواد په سلو کې اويا غالي پاکستان ته قاچاق کېږي که چېري ددولت له خوا يې  مخه ونه نيول شي دغالي اوبدونکو اجوره به زياته نه شي .

کابل باختر د کب اوولسمه

  په بغلان ولايت کې نن له دوه سوه شپيتو بې وزلو ښځو سره مرسته وشوه .

 دغه مرسته دمارچ دمياشتې داتمې  د ښځو دپيوستون  دنړيوالې ورځې  په  درناوي  شوې  ده .

 دبغلان ولايت دښځو دچارو رييسې رحيمي ظريفي  دباختر اژانس ته  وويل هرې ښځې ته يوه شړي اويواندازي خوراکي توکې  ورکړ شول .

 دامرسته په پلخمري  کې دهنګري دبيا جوړونې دولايتي  ټيم دقوماندانۍ له خوا شوې ده .