18 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر  دکب دري ويشتمه

 دحيواني  محصولاتو دمعايني لپاره لومړنۍ مرکز نن په پکتيا کې پرانستل شو .

 دپکتيا ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دمالداري  او دحيواني روغتيا آمر باختر اژانس ته وويل په ده مرکز کې  دڅارويو دغوښي اوشيدو روغتيايي کتنې اجرا کيږي او دغه راز دڅارويو د ويني دکمښت ناروغي پکي تشخيص سيږي .

 دده د څرګندونو له مخې دغه مرکز داروپا د اتحاديي د پرمختيايي پروګرام په مرسته  دديارلسو زرو يورو په لګښت په ګرديز ښارکې جوړ شوي دي

کابل باختر  دکب دري ويشتمه

په ژورۍ خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ديو ويشتمې پيړي دبشري حقوقو ټيکه دارانو يو ځل بيا په يوه وحشيانه او غير انساني شرموونکي عمل لاس پوري کړ او دکندهار ولايت دپنجوايۍ ولسوالۍ دزنګ اباد په کلي کې يي په نيمه شپه ،  په خواږه خوب  ويده بي ګناه ماشومان ، ښځې او نارينه په ډير وحشت  شهيدان اوبيايي دهغوي پاک اجساد په اور وسوځول .

  لکه څنګه چې په وار وار له امريکاييانو  څخه غوښتنه شوي تر څو له شپني عملياتو په خپل سر دافغانستانو دکورونو د لټولو  اودبي ګناه افغانانو له وژلو څخه لاس واخلي خو په دي برخه کې تراوسه دهغوي له لوري اقدام  ونشو او دادي يوځل بيايې  مظلوم  اوبي دفاع افغانان  دخپلو عزيزانو دويرپرټغر کينول .

  دافغانستان دعلماوو سرتاسري  شوري په  داسي حال کې چې دغه غير انساني اوکرغيړن  عمل په کلکه غندي ، شهيدانوته فردوس جنت ، ټپيانو  ته  سملاسي روغتيا ، خپلوانو ته يې جميل صبر او ددې خونړۍ  پيښې وحشي عاملينو ته په دنيا کې رسوايي او ذلت اوپه آخرت کې سخته او دردوونکي سزا دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه غواړي يوځل بيا  په امريکا يي مسوولو مقاماتو غږ کوي چې نور دا مظلوم  کړيدلي اوازمويل شوي مسلمان ملت په ازموينه کې وانه چوي ، که  چيري  ددي مظلوم  او قهرمان اولس  دقهر او انتقام څپه راوپاريده بيا به يي  مخنيوي اوکنترول دهيچا په وس کې نه وي او دعواقبو مسووليت به يي هم ددوي په غاړه وي نوکه غواړي چې حالات هغه حدته  ونه رسيږي چې کنترول يي ناشونې شي .  ډير ژر دي دپيښې عاملين  په علني ډول محاکمه اومجازات کړي او په راتلونکي کې دداسي ناوړو  اعمالو څخه په کلکه دډه اوهم دي دبګرام زندان ټولي چاري په  مکمله  توګه هرډير ژر افغانۍ مسوولو  مقاماتو ته  وسپاري او دافغانستان خپلواکي ، ملي حاکميت اوزمونږ دملت ديني ولولو ته په درناوي سره دي  دشپنيو او په خپل سر عملياتو دبنديدلو تړون دافغان دولت له مسوولينو سره لاسليک اوعملي کړي

کابل باختردکب دمياشتې ٢٣

دکندز ولايت يوشمير ښځو دښځي دنړيوالې ورځې له امله  خپله څه دپاسه څلور زره سي سي وينه دکندزښار د حوزوي روغتون  دويني بانک ته ورکړه.

دکندز دحوزوي روغتون سرطبيبې ډاکترې فريبا هدايت باختراژانس ته وويل  دښځو دپيوستون دنړيوالې ورځې دغه شان نمانځنه ددي سبب کيږي يوشميرهغه ناروغان چې ويني ته اړتيالري ژوند يي له خطر څخه وژغورل شي اودکندز په حوزوي روغتون کي هغه ښځي بستري دي چي ويني ته اړتيالري.

دکندزدښځودچارو رييسې نادرې ګياه  چې په خپله يې هم پنځه سوه سي

سي وينه ورکړې ده وويل  چې دښځو له خوا دويني ورکول له خپلو

همنوعانوسره  ددوي دهمدردي  اومرستي څرگندوي دي.

دغه لويه لاره په وروستيو دريو ورځو کې په تيرو يوويشتوکلونو کې دواورې دبي ساري اورښت شاهده وه.

باخترا ژانس ته دوروستيورسيدلو خبرونو له مخې اوس په سالنګونو کې واوره نه اورې خوپه وروستيو دريو ورځو کې دوه نيم متره واوره شوې ده.

دسالنګ دلوى لاري دمسوولينو دڅرگندونو له مخې په وروستيو دريو ورځوکې دواورې  داورښت  له امله دوارې ښوئيدونې څلور څلويښت پيښې رامنځته شوې دي  چې درې تنه پکي وژل شوي دي .

دسالنګونو دساتني او څارنې رييس جنرال رجب وايي که چيري بيا واوره  ونه اورې ددوي کارکوونکي په دريو ورځو کې ددغې لوي لاري دپرانستلو په خاطر دواورې اوکنګل دلري کولو ځواکمنې لري .

جنرال رجب باختراژانس ته وويل اوس ددوي خدماتي  کارکوونکي په واټ کې دپرتي واورې په پاکولو بوخت دي .

په سالنګ کې  دواورې ښوئيدنې دپروني پيښي قربانيان ديو بار وړونکي موټر دوه تنه چلوونکي اودتيلو دټانک يو کارکوونکي دي .

په همدي  حال کې دسالنګونو دساتني او څارنې رييس وايي  چي ټول مسافر وړونکي موټرونه يي دخطر له ساحي څخه ليږدولي دي .

له بله پلوه جنرال رجب په عمومي واټ کې دپرتي واوري  په پام کې نيولوسره له دريو ورځو څخه مخکې ددغه واټ پرانستل ناشونې وبلل .

جنرال رجب په تيروشلو کلونو کې په سالنګونو کې دواورې وروستي اورښت بي ساري وباله.

دسالنګ لويه لاره يوه ستره لاره ده چې پايتخت دشمال له ولايتونو سره نښلوي.