20 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پایلې دې ځنډنۍ وي، خو چې رڼې وي

کابل / د تلې ۲۸ مه / باختر د انتخاباتو خپلواک...

د استاد رحمت الله رسا ادبي اثر چاپ شو

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر د صلح سبزجهانى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر  دکب دري ويشتمه

 دپروان ولايت له پيښو سره دمبارزې  دتياري داداري له خوا يوه اندازه خوراکي توکي دهغو شپږ سوه ليږدونکو  وسايطو په سپرليو وويشل شول چې دسالنګ دلارې دتوپاني کيدو له امله  دريدلي دي .

  دپروان والي  دګرجنرال عبدالبصير سالنګي ددغه ولايت  دامنيه قوماندان دولايتي شورا ، دملي امنيت اوله پيښو سره دمبارزې دتياري داداري درييسانو په ملګرتيا او په ملي امنيت پورې اړوند دچټک غبرګون  له يوې قطعي  سره دسالنګ  دلارې دحالت دڅيړلو په مقصد سالنګ ته تللي و وويل، څه ناڅه شپږ سوه بار وړونکي وسايط چې له دوو ورځو راپديخوا دتاغمې اوکفترخانې په سيموکې ولاړ دي  اوسپرلي يې دخوراکي توکو له کمښت سره مخامخي وي  دپروان ولايت له پيښو سره  د مبارزې دتياري داداري له خوا پر هغوى خوراکي توکي وويشل شول .

 ددغې اداري رييس انجنير محمد امين حيدري وايي په دغو توکو کې دوه زره ډوډي ، شل کارتنه قيماق ، ديرش کارتنه  کاني اوبه او دغه راز اتيا شړي شته .

  دغه راز پر هغو اته سوه تنو چې ليږدونکي وسايط  يې دجبل السراج دتاجکانو له ساحې څخه دسالنګ تر لارې پورې ولاړ دي دګرمو او تودو خوراکي توکو ويشل دوام لري .

 ديادونې وړ ده دپروان ولايت دملي امنيت دچټک  غبرګون قطعه ددغو وسايطو په تنظيمولو او دسالنګ دلارې په پاکولو بوخته ده

کابل باختر  دکب دري ويشتمه

  په هلمند ولايت کې دفاطمې  بيات پنځوس بستريز روغتون  نن پرانستل شو .  دهلمند ولايت دعامې روغتيا رييس عنايت الله غفاري  باختر اژانس ته وويل، دغه روغتون په تيرو نهومياشتوکې دبيات مرکز له خوا دلښکرګاه ښار په غلتان  سيمه کې  جوړه شوې ده .

 په هغو مراسموکې چې ددغه روغتون دپرانستلو په مناسبت پرځاى شول دبيات مرکز رييس احسان الله بيات وويل، دغه روغتون  ديو جريب ځمکې  په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى چې دمور اوماشوم ددرملنې په برخه کې فعاليت کوي .

 ده زياته کړه: دبيات مرکز نه يواځي په هلمند کې بلکي په يو شمير نورو ولايتونو کې هم روغتونونه او روغتيايي مرکزونه جوړ کړي  دي چې تراوسه پورې په دغومرکزونوکې دپنځه سوو زرو هيوادوالو درملنه  شوې اوپه پام کې  ده د دغه مرکز له خوا په زابل ولايت کې هم دمور اوماشوم لپاره يو روغتون جوړ شي .

 په دغو مراسمو کې دوالي ددفتر رييس محمد لعل احمد او ددغه ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر عنايت الله غفاري هم خبرې وکړې او دبيات له مرکز څخه يې مننه وکړه .

کابل باختر  دکب دري ويشتمه

 دحيواني  محصولاتو دمعايني لپاره لومړنۍ مرکز نن په پکتيا کې پرانستل شو .

 دپکتيا ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دمالداري  او دحيواني روغتيا آمر باختر اژانس ته وويل په ده مرکز کې  دڅارويو دغوښي اوشيدو روغتيايي کتنې اجرا کيږي او دغه راز دڅارويو د ويني دکمښت ناروغي پکي تشخيص سيږي .

 دده د څرګندونو له مخې دغه مرکز داروپا د اتحاديي د پرمختيايي پروګرام په مرسته  دديارلسو زرو يورو په لګښت په ګرديز ښارکې جوړ شوي دي

کابل باختر  دکب دري ويشتمه

په ژورۍ خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ديو ويشتمې پيړي دبشري حقوقو ټيکه دارانو يو ځل بيا په يوه وحشيانه او غير انساني شرموونکي عمل لاس پوري کړ او دکندهار ولايت دپنجوايۍ ولسوالۍ دزنګ اباد په کلي کې يي په نيمه شپه ،  په خواږه خوب  ويده بي ګناه ماشومان ، ښځې او نارينه په ډير وحشت  شهيدان اوبيايي دهغوي پاک اجساد په اور وسوځول .

  لکه څنګه چې په وار وار له امريکاييانو  څخه غوښتنه شوي تر څو له شپني عملياتو په خپل سر دافغانستانو دکورونو د لټولو  اودبي ګناه افغانانو له وژلو څخه لاس واخلي خو په دي برخه کې تراوسه دهغوي له لوري اقدام  ونشو او دادي يوځل بيايې  مظلوم  اوبي دفاع افغانان  دخپلو عزيزانو دويرپرټغر کينول .

  دافغانستان دعلماوو سرتاسري  شوري په  داسي حال کې چې دغه غير انساني اوکرغيړن  عمل په کلکه غندي ، شهيدانوته فردوس جنت ، ټپيانو  ته  سملاسي روغتيا ، خپلوانو ته يې جميل صبر او ددې خونړۍ  پيښې وحشي عاملينو ته په دنيا کې رسوايي او ذلت اوپه آخرت کې سخته او دردوونکي سزا دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه غواړي يوځل بيا  په امريکا يي مسوولو مقاماتو غږ کوي چې نور دا مظلوم  کړيدلي اوازمويل شوي مسلمان ملت په ازموينه کې وانه چوي ، که  چيري  ددي مظلوم  او قهرمان اولس  دقهر او انتقام څپه راوپاريده بيا به يي  مخنيوي اوکنترول دهيچا په وس کې نه وي او دعواقبو مسووليت به يي هم ددوي په غاړه وي نوکه غواړي چې حالات هغه حدته  ونه رسيږي چې کنترول يي ناشونې شي .  ډير ژر دي دپيښې عاملين  په علني ډول محاکمه اومجازات کړي او په راتلونکي کې دداسي ناوړو  اعمالو څخه په کلکه دډه اوهم دي دبګرام زندان ټولي چاري په  مکمله  توګه هرډير ژر افغانۍ مسوولو  مقاماتو ته  وسپاري او دافغانستان خپلواکي ، ملي حاکميت اوزمونږ دملت ديني ولولو ته په درناوي سره دي  دشپنيو او په خپل سر عملياتو دبنديدلو تړون دافغان دولت له مسوولينو سره لاسليک اوعملي کړي