10 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر د ۳۴ ولایتونو له والیانو او...

په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر په دغو وروستیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل - باختر د وږي  دريمه
له اداري فسادسره د مبارزې عالي ادارې نن په پنجشير ولايت کې د جګپوړو دولتي مقاماتو د شتمنيو دثبت بهير پيل کړ.
له اداري فسادسره د مبارزې دعالي ادارې لومړي مرستيال  عبدالرزاق ذلالي چې په همدې خاطر د شتمنيو د ثبت او څيړنې له رييس نادر محسني سره دپنجشير ولايت ته سفرکړى دى؛ وايي: دغه اداره غواړي په ولايتونوکې د فساد شتون مخه ونيسي او هغه له منځه يوسي.
دغه راز ذلالي سره له دې چې ټينګار يې وکړ چې تراوسه پورې له پنجشيرڅخه په دې اداره کې کوم  اداري فساد نه دى ثبت شوى. خو په همدې حال کې ددغه بهير تطبيق د اداري  فساد دمخنيوي په لاره کې ارزښتناک بولي. 
په دې بهيرکې دولايت دمرستيال عبدالرحمن کبيري په ګډون دپنجشير ولايت ټولو دولتي مقاماتو دشتمنيو دثبت فورمې ډکې کړې دي.

کابل\باختر\ دسنبلي٣
داګست دولسمه دځوانانو نړيواله ورځ نن له غرمې مخکې په ننګرهار ولايت کې ونمانځل شوه.
په هغې غونډه کې چې د ننګرهار ولايت دځوانانو د آمريت له خوا د دغه ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې جوړه شوې وه؛ د ننګرهار والي ګل آغا شيرزي د جلال آباد ښاروال، د دولتي ادارو يو شمېر رييسانو او آمرانو اود نجونو او هلکانو په ګډون يو شمېر ځوانانو برخه اخيستې وه.
په پيل کې د ننګرهار ولايت دځوانانو د چارو آمر مطيع الله احمدزي د اګست د دولسمې د نړيوالې ورځې د تاريخچې په باره کې رڼا واچو له او ددغه آمريت د کړنو او دځوانانو په چاروکې د پرتو ستو نزو اوخنډونو په باب خبرې وکړې.
وروسته ګل آغا شيرزي خبرې وکړې اودځوانانو دآمريت مسوولينو ته يې ډاډ ورکړ چې په ننګرهار ولايت کې دځوانانو ستونزو ته به  پاملرنه وشي.
د اګست دولسمه د ځوانانو نړيواله ورځ هرکال د نړۍ په هيوادونوکې نمانځل کيږي او سږکال هم دغه ورځ په ننګرهار ولايت کې د يوې غونډې په جوړولو سره و نمانځل شوه.

کابل - باختر د وږي  دريمه
دبيت الله شريف دحج دمناسکو عملي لوست نن د تمثيلي کعبې په نندارې سره دعيدګاه په جامع جومات کې پيل شو .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه عملي لوست دهيواد دمجربو عالمانوله خوا دکابل ښار د بېلابېلو ناحيو حاجيانو ته ورکول کيږي چې دحج دمناسکو عملي اجرا کول او په دې باب دمعلوماتو ورکول پکې شامل دي .
  په دغو مراسموکې دحج او اوقافو رياست دخپرونو رييس قاضي حبيب الرحمن صالحي دفرضي حج او دهغه د مناسکو د اداکولو دفضيلت او عظمت په باره کې معلومات ورکړل او وې ويل چې دهيواد په ټولو ولايتونوکې تمثيلي فرضي کعبه  د حاجيانو د لارښوونې په مقصدجوړه شوې ده او سربېره پردې د حج د مراسمو په اړوند دحاجيانو د زياتې لارښوونې په خاطر لارښود ښوونکي هم سعودي عربستان ته استول کيږي .
ده دحج دبهير په اړوند د حج او اوقافو وزارت د تيارۍ ډاډ ورکړاو ويې ويل چې دبيت الله شريف دحج دمناسکو عملي لوست په اوونۍ کې درې ورځې يعنې ديکشنبې، سه شنبې او د پنجشنبې د ورځو د سهار له اوو بجو له غرمې مخکې تر يوولسو بجو پورې د درنوعالمانو له خوا دکابل ښار دعيدګاه په جامع  جومات کې ورکول کيږي .
ده وويل چې د حاجيانو د زده کړې او لارښوونې  پروګرام سعودي عربستان د هغوى تر روانيدو پورې دوام کوي او دغه راز په دغه هيوادکې حاجيانو ته د زياتو اسانتياوو د برابرولو او د ستونزو دحل کولو په مقصد دحج او اوقافو وزارت له خوا لازم امکانات برابر شوي دي .

کابل - باختر د وږي  دريمه

 د وريښمو تنګي په ساحه کې نن سهار د ډبرې د رغړيدوله امله په لنډ مهال ډول  دکابل _ جلال آباد په لويه لاره کې ترافيکي نظم ګډوډ شو .

 دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال  محمد داود امين دباخترآژانس خبريال ته وويل: د وريښمو په تنګي کې د ډبرې د رغړيدو له امله دکابل _ جلال اباد په لويه لاره کې ترافيکي نظم په لنډ مهال ډول ګډوډ شو .

 دى وايي چې دغه ستونزه اوس حل شوې ده او د ترافيکو بهيرعادي بڼه غوره کړې ده.

دغه خبرې په داسې حال کې کيږي چې يو شمېر سپرليو په ساحه کې د خورو ورو ډزوخبرې وکړې او د لارې تړل کيدل يې يو قصدي حرکت وباله. خو دکابل دساحوي زون د امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال په دې ترڅ کې چې په ساحه کې خورې ورې ډزې تاييدې کړې او د ډبرې رغړيدل يې يوه طبيعي پيښه وبلله ويې ويل چې دغه ستونزه اوس حل شوې ده او امنيتي ځواکونو ساحې ته ور دانګلي دي چې دخورو ورو ډزو علت پيداکړي .