15 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل – باختر دوږې دمياشتې ٨
په سرپل ولايت کې يوې ځوانې نجلۍ  ځان  وواژه  .
د اتلس کلنې کبرا کورنۍ  وايي  پرون کله چې  د دغې ځوانې نجلۍ خونې ته ننوتل دهغې مړى د خونې  په يوکنج   کې پروت  و .
دسرپل ولايت د عامې روغتيا يو مسوول  وايي  د روغتيايي څيړنو  له مخې  روښانه شوه  چې دغې نجلۍ له اندازې  د زياتو تابليتونو په خوړلو سره خپل ژوند پاى ته رسولى دى .
په همدې حال کې د سرپل دامنيې قوماندانۍ مرستيال باختر آژانس ته وويل  :
چې امنيتي مامورينو د دغې ځان وژنې د علت په باب څيړنې پيل کړي دي .
که څه هم د سرپل ولايت د ښځو دچارو رييسه  نسيمه  آرزو وايي چې دغې نجلۍ په دې دليل چې دهغې کورنۍ د هغې له خوښي  پرته له  يو سړي سره  يې  واده کوله په ځان  وژنې لاس پورې کړى دى .
اتلس کلنه کبرا د سرپل ولايت د سوزمه قلعه  ولسوالۍ د هزار قشلاق د سيمې اوسيدونکې  وه .

کابل – باختر دوږې دمياشتې ٨
د رارسيدلو خبرله مخې  د مشرانو جرګې د غړي احسان الله بيات  مور د هغې  ناروغۍ له امله  چې ورپيښه  شوې  وه  تيره شپه په امريکا کې په حق رسيدلې ده
د سنا مجلس رييس او غړى او  د مشرانو جرګې دارالانشا د ملى شورا د مشرانو جرګې دغړى انجيراحسان الله بيات د مور دمړينې له امله دخپلې ژورې خواشينۍ او ډاډ ګيرنې مراتب  وړاندې کوي او دلوى خداى  (ج) له  دربار څخه ارواښادې  ته دفردوس جنت او احسان الله بيات او د ارواښادې نورو  پاتې کسانو ته دجميل صبر هيله کوى .

کابل – باختر دوږې دمياشتې ٨
دکندز ولايت د دشت ارچى دولسوال او دجهاد او مقاومت د دورې د يو جګپوړي قوماندان شيخ صدرالدين د شهادت له امله د جمهوري رياست د لومړى مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم د  ډاډګيرنې او خواخوږي پيغام  :
دافغانستان دخلکو دښمنانو نن هم د جومات د رناوى  ترپښو لاندې کړ اود فاتحې په مراسمو کې دځانمرګې بريد په ترسره کولو سره يې د دشت ارچى ولسوال شيخ صدرالدين او څو تنه نور  هيوادوال  شهيدان کړل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ : 
په پيغام کې ويل شوي دي شيخ صدرالدين  زړه سوانده  مجاهد  و چې دافغانستان دجهاد  او مقاومت په  لاره کې يې  د مجاهدينو په يو ځاى کولو سره د جهاد او مقاومت د ارمانونو د دفاع په  لاره کې يې زيات  زيار وګاله ، د  ده  مړينه   يوه   ضايعه ده .
له همدې امله دخپلې ژورې خواشيتۍ او ډاډګيرنې مراتب د دغې ناوړې  پيښې
د ټولو قربانيانو کورنيو ته څرګندوم  ، شهيدانو ته دفردوس جنت او دشهيدانو پاتې کسانو او دکندز ولايت شريفو خلکوته دجميل صبر هيله کوم .
دافغانستان دخلکو دښمنان په  دغه شان عملونو نه شي کولاى په هيواد کې دترقى او پرمختګ او دسولې او امنيت دتامينولو لاره کې زموږ دخلکو  روحيه کمزورې کړي او زموږ خلک به  دغه لاره په قوي ارادې سره  ووهى.
دګران هيواد  د ټولو شهيدانو اروا  دې ښاده  وي.

کابل\باختر\ د سنبلي٧
سره له دې چې دبغلان ولايت د تاله او برفک ولسوالۍ له ډبرو سکرو څخه زيات عوايد ترلاسه کيږي؛ خو خلک يې له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
په دغې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د را ايستلو له پلوه په کال کې څه دپاسه درې سوه څلويښت مليونه افغانۍ عايد د دولت خزانې ته تحويليږي، خو خلک يې دسړک د نشتوالي له پلوه له زياتو ستو نزو سره لاس او ګريوان دي.
د تاله او برفک ولسوالۍ يوه او سيدونکى غلام رسول رحيمي باخترآژانس ته وويل: د سړک د نشتوالي له پلوه د دغې ولسوالۍ د پيرګران بالا، پيرګران پائين ، پژګان ،آسياګک او د افغان قول د کليو خلک له ستونزو سره مخامخ دي او خپل ناروغان د زياتوستونزو په ګاللو او په پلي توګه د پنځه ويشتوکيلومترو واټن په وهلو سره ليږدوي او کله ناکله هم ناروغان په لاره کې له منځه ځي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: بايد د ډبرو سکرو د را ايستلو او ليږد ونې له پلوه د دغې ولسوالۍ په کلنيو عوايدو سره سړکونه اونور ټولنيز خدمتونه برابر شي.
دبغلان ولايت دفوايد عامې رييس صبغت الله کاظمي په دغې ولسوالۍ کې د بنسټيزو پروژو دتطبيق په لاره کې يواځينې ستره اواساسي ستونزه د نا امنيو شتون او له دولت سره د خلکو نه همکارۍ وبلله.
ده وويل: سره له دې هم همدا اوس په زيانمنونکو سيموکې د (دره ښکاري) د لارې د تحکيماتي ديوالونو د جوړولو کارپيل شوى دى.
ويل کيږي چې ددغو ديوالونو د جوړولو د کار په بشپړيدو سره به د نړيوال پرمختيايي بانک له بودجې څخه د څه دپاسه دوه سوه پنځه پنځوسو مليونو ډالرو په لګښت به دره شکاري د لارې دپخولو لپاره اساسي کارو نه پيل شي.
ديادونې وړ ده چې د تاله او برک ولسوالۍ يوه ډيره لرې پرته ولسوالۍ ده چې د ډبرو سکرو ، سرو زرو او د مسو زياتې زيرمې لري.