11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

   د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

د کابل په بازارونوکې د اړتيا وړ لومړنيو توکو بيې

-کابل/ دچنګاښ ٢١ مه /باختر نن د چنګاښ د مياشتې٢١ نيټه...

دوه تنه په چاودنه کې  ټپيان شول .

دوه تنه په چاودنه کې ټپيان شول .

کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : په کاپل ښار کې...

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر چارې پیل شوې

جلال آباد / د چنګاښ ۲۱ مه / باختر د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د وږي  لومړي :
دقندهار _ غزني په لويه لاره کې د ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول او نږدې شل تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه پرون مازيګر د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې يومسافروړونکى بس موټر له يو موټر سايکل سره ټکر وکړ.
عيني شاهدان وايي چې موټر له موټرسايکل سره له سخت ټکر وروسته د واټ تر څنګ له غره سره لګيدلى دى .
دغزني ولايت د امنيې قوماندانۍ مرستيال باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې څلور تنه ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
ده د بس موټر چلوونکى بې احتياطي او د سړک خرابوالى د دغې خونړۍ ترافيکي پيښې اصلي انکيزه وبلله .
په همدې حال کې په کابل او غزني کې د دوو روغتونونو ډاکترانو د دغې پيښې د ټپيانو حالت مخ په ښه والي وباله .

کابل\باختر\ د زمري ٣١
يو ټولنيز مرکز په خوست ولايت کې له لسګونو سيلاو ځپلو کورنيو سره د خورا کي توکو مرسته وکړه .
دغه مرستې چې د جماعت اصلاح د ټولنيز مرکز له خوا برا برشوي وي  نن په پنځه پنځوسو سيلاو ځپلو کورنيو  باندې وويشل شوې .
د خوست ولايت  يو سيمه ييز مقام بريالي  روان باخترآژانس ته وويل  :  چې د دغه پروګرام په بهير کې له هرې کورنۍ سره ديوې اندا زې  اوړو ، غوړيو، وريجو، بورې او چايو  مرسته شوې ده .
د رپوټو نو له مخي :  په لسګونه کورنۍ همدا اوس په خوست ولايت کې ددغو سيلاونو له ا مله بي کوره شوي او زيانمن شوي دي  چې مرستو ته اړتيا لري .
دخوست سيمه ييزو مسوولينو له مرسته کوونکو مرکزونو او دولت څخه غوښتي دي چې له سيلاوځپلو سره دکورونو په  جوړولو ،او خورا کي توکو او جامو په برخو کي مرستې و کړي  .

کابل باختر دزمري ديرشمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام!
په ژورې خواشينۍ سره خبرشوم چې دهيواد سابقه لرونکى ژورناليست او ورځپانه ليکوونکى محمد موسى اکرمي دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ وفات شو.
ارواښاد محمد موسى اکرمي کلونه کلونه د هيواد په مطبوعاتوکې خدمت وکړ. د دموکراسى په لسيزه کې يې په هيوادکې د آزادو مطبوعاتو په وده کې ونډه لرله او وروسته هم په رسانه يي کار بوخت و او د مهاجرت په ټاټوبي کې يې هم دغه شان خدمتونه ترسره کړي و. مړينه يې ضايعه ده.
دخپلې ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد د کورنيو، دوستانو او د هيواد ژورناليستانو ته څرګندوم او د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه متوفى ته د مغفرت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.

کابل\باختر\ داسد٣٠
د ځوانانو د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزى پيغام!
کال په کال په همدې مياشت کې د ځوانانو نړيواله ورځ د نړۍ په يو زيات شمېرهيوادونوکې نمانځل کيږي. ددغې ورځې دنمانځنې هدف په سترو تصميم نيوونکي، د ځوانانو ونډې ته پاملرنه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دځوانانو دظرفيت او د بالقوه ځواکمنۍ لوړ ول دى.
زموږ ټولنه ډيره نيکمرغه ده چې زياتره وګړي يې ځوانان دي. موږ په خپلو ځوانانو او د هغوى په استعدادونو وياړو او خپله دنده بولو چې د هيواد دځوانانو د استعدادونو د ودې ،پالنې او غوړيدو لپاره له پخوا زيات هلې ځلې وکړو.
په تيرو لسوکلونوکې د ځوانانو دتعليم اوتحصيل او په هيوادنيو چارو او مدني ټولنه کې د هغوى د ګډون په لاره کې د دولتي اومدني بنسټونو له خوا يولړکارونه ترسره شوي دي؛ خو زما په نظر په هيڅ صورت کافي او بس نه دى.
لاتراوسه پورې هم زموږ ځوانان له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي. لکه وزګارتيا، د تعليم او تحصيل لپاره د مساعدوشرايطو نشتوالى اودغه راز د مهاجرت په لور دځوانانو مخې کول.
مسوول دولتي بنسټونه اومدني ټولنه دې بايد زموږ دځوانانو پرمخ د ټولو پرتو ستونزو او خنډونو جرړې پيدا کړي او د هغو د له منځه وړلو لپاره بايد لارې چارې ولټوي او په دې اړوند خپل مشخص وړانديزونه دې مسوولو موسسو ته وسپاري چې زموږد ځوانانو د ستونزو د حل کولو په لاره کې مخ په وړاندې ګامونه واخلو او په دې برخه کې له شتو وستونزو سره مبارزه وکړو. دهيواد ددولتي مرکزونو او د مدني ټولنې د پياوړي کولو او ځواکمن کولو لپاره د سياست، فرهنګ او اجتماع په چاروکې دځوانانو دګډون لپاره د مناسبو فرصتونو د زمينو برابرول له اساسي شرطونو څخه بلل کيږي.
د هيواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته شاباسۍ وايم چې په څو وروستيوکلونو کې يې دځوانانو د معينيت له لارې زموږ دځوانانو د ځينو ستونزو د له منځه وړلو لپاره يې پروګرامونه جوړکړي دي او په زياترو مواردو کې يې عملي ګامونه هم اخيستي دي.
په پاى کې د ځوانانود نړيوالې ورځې له امله دهيواد ټولو ځوانانو ته مبارکي وايم او دلوى خداى (ج) له دربارڅخه هيواد ته د خدمت په لاره کې د دوى دبرياليتوب هيله کوم.