18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دطالبانو د نومول شوي ولسوال  له کور څخه دمهماتو کشف

دطالبانو د نومول شوي ولسوال له کور څخه دمهماتو کشف

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : پوليسو دفارياب دقرغان ولسوالۍ...

 په پروان کې   ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې  ترلاسه کړې .

په پروان کې ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : په پروان کې نن په...

 دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي  کمېسيون رييس  په لغمان کې ونيول شو

دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس په لغمان کې ونيول شو

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

ايبک \باختر\ دغويي ١٦ مـــــــــــــــــه

دايبکو ښار دپاکولو اودژوندانه د چاپيريال سا تنې په مقصد په سمنګانو کې د ښاروالۍ له خوا په لسګو نو کوڅه ډبي سپيان له منځه يوړل شول.

دايبکو ښار والۍ اداري مدير جمعه خان نظري باخترا ژانس ته وويل دغه کوڅه ډبي سپيان د ناروغيو د مخنيوي اود ايبکو ښار د اوسيدونکو مزا حمت د لري کولو په مقصد له منځه يوړل شول

 دده دڅرګند ونو له مخې په دې کمپاين کې د ښاروالۍ ددوه ويشتو تنو خدماتې پرسو نل برخه لرله چې د ښار له نا حيو څخه څه دپاسه سل کوڅه ډبي سپيان راټول اود عا مې رو غتيا رياست په مرسته  په زهر جنو درملو سره له منځه يوړل شول.

ده د ايبکو ښار له ټولو او سيدو نکو څخه و غو شتل که چيري سيمو کې يي کوڅه ډبي سپيان شتون و لري ښار والۍ ته دې و ليږدوي چې له منځه يوړل شي

دسمنګانو ولايت د عا مې رو غتيا رئيس ډا کتر عبدالحميد د ښاروالۍ ددغه اقدام هر کلى و کړ او ويې ويل دغه سپيان د ناروغيو عا مل و او که چيري کو څه ډبي سپيان له منځه يو نه وړل شي د خلکو د خوړلو خطر را منځته کيږي

ده وويل ددغه ولايت په روغتو نو نو کې د ليو نې سپي وا کسين نشته او په کا بل او لو يو ولايتو نو کې پيدا کيږي اود سپيو خوړل دشخص د مړينى سبب کيږي

دعا مې رو غتيا رئيس وويل څرنګه چې د ايبکو ښار او سيدونکي دڅښاک درو غتيا يي او بو له کمښت سره مخامخ دي او په زرګو نو کورنۍ له دناوړو اود لښتيو له او بو څخه استفاده کوي که چيري څاروي هم له هغو څخه استفاده وکړي په خلکو او په تيره بيا په ماشوما نو او زيات عمر لروونکو کې د نس ناستى او کانګې سبب کيږي

د ايبکو د ښار د مدرسي يو مدرس مولوى محمد اسرا ئيل هم د شريعت له پلوه د کوڅه ډبو سپيا نو وژل جايز و باله او ويې ويل که څه هم سپيان د لوى خداى (ج) د مخلو قا تو له جملى څخه دى بيا هم ددې لپاره چې دانسا ني ټولنې لپاره زيان رسوونکى دى وژنه يې جواز لري

د١٣٨٩ کال د چنګاښ په مياشت کې هم په ايبکو کې د کو څه ډبو سپيا نو د وژنې پرو ګرام پيل شوې و

کابل باختردثور دمياشتي١٥ نيټه :

په ژوري  خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ  چې دوزيرانو شورا دسياسي چارو پخوانۍ کارپوه او ملي شخصيت  ديپلوم انجنير عبدالظاهر رحيمي دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه  دشپيته کلني په عمر په حق رسيدلى دى .

ارواښاد ديپلوم انجنير عبدالظاهر رحيمي په  ١٣٣١ کال کې  دپنجشير ولايت  دپريانوپه ولسوالۍ کې  يه يوه علم دوسته کورنۍ کې وزيږيد  او لومړني  زده کړې يې  په خپل ټاټوبي کې پاى ته ورسولې   اودکابل له ميخانيکي ليسي څخه له فراغت وروسته پنځه کاله يې دبريښنا دانجينري په څانګه کې دوخت په شوروي اتحاد کې زده کړې وکړې .

ارواښاد رحيمي په مهمو دولتي پستونو کې  کار کړي دي  او دوخت دوزيرانوپه شورا کې دسياسي چارو دکار پوه په توګه هم دنده ترسره کړې ده .

دارواښادفاتحه سبا له يوې نيمې بجې څخه تردرې نيمو بجوپورې دارواښاد دخپلوانو او دوستانوله  خوا په مکروريان کې دنعمان بن ثابت  په جومات کې اخيستله کيږي .

کابل\باختر\ دغويي١٤ مــــــــــــــــــه

دکند هارعالما نو د پا کستان د آى ، اس، آى له خوا د طالبانو د لسګو نو تنو مشرا نو وژل کيدل وغندل .

د کند هار ولايت د عالما نو شورا رئيس مولوى تورجان او دده مرستيال مولوى عبدالعزيز او په لسګو نو تنونورو عالما نو په غونډو کې دپا کستان داى ، اس  اى له خوا ددغه هيواد په جيلو نو کې د طالبانو دلس ګو نو تنو مشرا نو وژل کيدل وغندل او دطالبانو ډلې ته يي بلنه ورکړه له اى ، اس، اى سره اړيکى وشلوي اود سو لې له بهير سره يوځاى شي

 وينا والو په خپلو خبرو کې وويل: د پا کستان د استخبارا تو سا زمان په دې دليل دطالبانو ٢٥ تنه مشران ووژل چې هغوى غو شتل دسو لې له بهير سره يوځاى شي .

د کند هار د عالما نو دشورا غړى محمد شفيع چې يو وخت دطالبانو قو ما ندان و ، وويل: پا کستان دخپلو هدفو نو دتحقق په مقصد د طالبانو ملا تړ کوي اود جګړى لپاره افغا نستان ته  را استوي

کابل باختر دثور ديارلسمه

 هغه ماشوم  چي په بدن کې  يې دافغانستان طبيعي  نقشه په څرګند ډول ليدل کيږي نهه کلن دى اوګران نوميږي  او دخپل موچي  پلار تر څنګ دکورنۍ ډوډي راوړونکي دى .

 دى دخپلې کورنۍ داعاشي لپاره له خپل پلار سره دمرستې په مقصد اسفند  دودوي  او داقتصادي ستونزو له امله چې کورنۍ يې ورسره مخامخه  ده  نه شي کولاي ښوونځي ته لاړ شي او دخپلو همزولو په شان زده کړه وکړي .

  دګران پلار خان محمد باختر اژانس ته وويل  چې دافغانستان نقشه  دزيږيدو  له وخت څخه دده دزوي په بدن کې ليدل شوې ده او دده په ټټر کې شتون لري .

 دګران دکورنۍ دڅرګندونو له مخې په پيل کې  دافغانستان نقشه ددوى  دزوي  په بدن کې  دومره  څرګند نه و او ورو ورو په واضح ډول څرګنده شوي ده  .

 ګران وايي چي دزده کړې  استعداد لري  خونه شي کولاي داقتصادي ستونزو له امله  زده کړه  وکړي

  له بلې خوا دهلمند والي محمد ګلاب منګل دګران پلار ته يوه نمره ځمکه  ورکړه او دهلمند څو تنو سوداګرو ددولسم ټولګي ترپايه پورې دګران ټول لګښت په غاړه اخستي  دي .