28 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دولتي ادارې ثبات ته اړتیا لري

کابل / د غبرګولی ۸ مه / باختر افغانستان په اوسنیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٦ :
د فراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په يوه کلي د طالبانو بريد پرون دطالبانو پرخلاف  ددغې ولسوالۍ دخلکو دمظاهرو سبب شو.
دفراه ولايت امنيتي مسوولين وايي چې طالبانو په دغه بريد کې يو قومي مشر ټپي کړ اوهمدغه موضوع  دطالبانو پرخلاف دخلکو دپاڅون اوغوصې سبب شوى دى.
دفراه ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى فواد عسکري باخترآژانس ته وويل :
وسله والوطالبانو ددغه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ دکلالۍ دکلي په خلکويرغل وکړ او د طالبانو د ډزو له امله يو قومي مشرټپي شو.
ده وويل: له دغه بريد وروسته خلکو دطالبانو پرخلاف په تبر، بيل او تيشې سره پاڅون وکړ.
ده دغه راز وويل چې د بالابلوک ولسوالۍ قومي مشرانو له وسله والو طالبانوسره دمقابلې لپاره ددغه ولايت له امنيه قوماندانۍ څخه دمرستې غوښتنه کړې ده.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٦ :
دميدان وردګو ولايت په مرکزکې ماشومانو ته يوتفريحي پارک جوړيږي .
دميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل: دغه تفريحي پارک دميدان ښار له پرمختيايي بودجې څخه  د دولسو مليونو افغانيو په لګښت  دپنځه ويشت زرو شپږسوه مربع متره ځمکې په ساحه کې جوړيږي.
ددغه پارک دبنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسموکې دميدان وردګو والي عبدالمجيدخوږياڼي وويل: د نن ماشومان د هيواد دسبا جوړونکي دي او دې ته اړتيا ده چې له ماشومانوڅخه ښه ساتنه وشي.
خوږياڼي زياته کړه: ددغه ولايت مسوولينو د ماشومانو ښوونه او روزنه په خپل کاري لومړيتوب کې نيولي دي  چې ښه زده کړه وکړي او ټولنې ته وړاندې شي.
دميدان ښار د ښاروالۍ سرپرست نذيراحمد همت باخترآژانس ته وويل: دا لومړى تفريحي پارک دى چې د ښاروالۍ له بودجې څخه  جوړيږي اوپه دغه تفريحي پارک کې دماشومانو د لوبو ټول لوازم اوامکانات په پام کې نيول شوي دي .
څه موده مخکې په ميدان وردګو ولايت کې د ښځو ديوتفريحي پارک د جوړولو کار هم پيل او په نږدې راتلوونکي کې به بشپړشي.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٦ :
دنويو معياري برقي سيستمونو دجوړولو دڅيړنې په مقصد نن دکورنيو چارو په وزارت کې يوه غونډه جوړه شوه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکر:
په دې غونډه کې دکورنيو چارو وزارت د پيژنتون لوى رييس پاسوال محمدوکيل اکبري د بشري دمنابعو دمعلوماتو دتنظيم دنوى سيستم دفعاليت او د پوليسو دچارو دتنظيم څرنګوالي چې په کمپيوټري سيستم او په نړيوالو معيارونوسره جوړشوى دى؛ بيان کړ او ويې ويل چې ددغه سيستم په جوړيدوسره دملي پوليسو دمنسوبينو دسوانحو په باب ټول معلومات په معياري ډول په کمپيوټري سيستم کې ليکل کيږي چې په دې رياست کې دکاري چارو دښه والي او د آسانتياسبب شوى دى .
دکورنيو چارو وزيرستر پاسوال غلام مجتبى پتنګ دخبرو په ترڅ کې دکورنيو چارو وزارت دپيژنتون په رياست کې د بشري منابعو د معلوماتو دتنظيم او په نړيوالومعيارونوسره دملي پوليسو دچارو دتنظيم دنوى سيستم جوړول دملي پوليسو د منسوبينو دحقوقو دڅيړنې لپاره يو معياري سيستم وباله او ويې ويل  چې دکورنيو چارو وزارت په بيلابيلو برخوکې دپرمختللو سيستمونوپه جوړولو سره دکاري چارو د ښه پرمخ بيولو لپاره دملي پوليسو هيڅ يو افسر له موجه عذرپرته  له خپل موقف څخه بدل نه کړاى شي او سيستم دغوره سالارۍ د اصل له مخې د اشخاصو په ټاکنه کې کليدي رول ولري.

کابل \ باختر  د چنګاښ ٢٦ :
دملي دفاع وزارت د دشپږپنځوسوتنو جنرالانو دخدمت موده يو کال تمديدشوه.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د ملي دفاع وزارت د شپږپنځوسو تنو جنرالانو دخدمت موده ديو بل کال لپاره تمديدکړه .
دچارو د ادارې او د وزيرانوشورا د دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رييس ديوحکم په صادرولو سره دملي اردو د اړتيا له مخې د ملي دفاع وزارت شپږپنځوس تنو جنرالانو چې د عمر او دملي اردو په ليکوکې يې خدمت ټاکلې موده يې بشپړه کړې وه؛ د هغوى له کاري تجربوڅخه داستفادې لپاره تقاعد ته د هغوى د سوق کيدو څخه ديوکال لپاره منظوره کړه.