19 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دطالبانو د نومول شوي ولسوال  له کور څخه دمهماتو کشف

دطالبانو د نومول شوي ولسوال له کور څخه دمهماتو کشف

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : پوليسو دفارياب دقرغان ولسوالۍ...

 په پروان کې   ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې  ترلاسه کړې .

په پروان کې ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : په پروان کې نن په...

 دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي  کمېسيون رييس  په لغمان کې ونيول شو

دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس په لغمان کې ونيول شو

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردثور دمياشتي  ٦ :

دحج اواوقافو وزارت خبرتيا

دقرآن عظيم الشان هغو حافظانو ته چې دروژي په مبارکه مياشت کې دتراويحو دلمانځه داداکولو په ترڅ کې دکابل ښار دناحيو په جامع جوماتونوکې دقران عظيم الشان دختم هيله ولري  خبرورکول کيږي چې دازمويني دتيرولو په مقصد دې د ١٣٩١ کال دثور دمياشتې له شپاړلسمې  نيټي څخه  دلسو ورځو په موده کې دسهار له اتو بجو څخه تردولسو بجوپورې دکابل دنوي ښار دفيض محمدخان په څلور لاري کې دقاريانو دچارو رياست ته او دغه راز دکابل ښار دجوماتونو هغو امامانو او موذ نينو ته چې دقران حافظان وي دثور دمياشتې له شپاړلسمې نيټي څخه ترشلمي نيټې پوري  دتابعيت له تذکرو اودهويت له کارت سره په دي پته مراجعه وکړي.

کابل باختردثور دمياشتي  ٦ :

په بغلان ولايت کې تيرماښام دسيلاونو دراوتلو له امله پنځه تنه ټپيان شول او داستوګنې څليرويشت کورونه ويجاړ  اويا يوڅه زيانمن شوي دي.

په بغلان ولايت کې دسري مياشتي دټولنې دنمايندګي رييس ډاکترمحمدحامدنيازي باختراژانس ته وويل ددغو  سيلاونو دراوتلو له امله دپلخمري ښار پنځه تنه اوسيدونکي ټپيان شوي دي اونهه کورونه په بشپړه توګه ويجاړ اوپنځلس دوکانونه يوڅه  زيانمن شوي دي .

په پلخمري کې پروني سيلاو په بغلان ولايت کې دپنځه ورځي مخکي سيلاو له  راوتلو  وروسته راوتلي دي چې له امله يي  دبغلان ولايت  دنهرين ، دهنه غوري ، بورکي ، دوشي  اوتاله اوبرفک ولسواليو اوسيدونکو ته زيانونه  واوښتل  خو تراوسه پورې   له زيانمنو شويو کورنيو سره هيڅ راز مرسته نه ده شوي .

غزني \باختردثور دمياشتي  ٦ :

په غزني ولايت کې سيلاونو داوبويوبند اوداستوګنې په لسګونو کورونه ويجاړکړل.

دغه سيلاونه  له دوو شپو را په دي خوا دوام لري او دناور ولسوالۍ په مربوطاتوکې يي داوکک داوبوبند اوپه لسګونو کورونه ويجاړ کړي دي.

په رارسيدلوخبرونوکې ويل شوي دي چې ددغه سيلاو له امله په سلګونو کورنيو ښوونځيو اوجوماتونو ته پناه وړي اويا بي ځايه شوي دي .

تراوسه پورې ددغه سيلاو له امله دسردزيانونو اندازه نه ده معلومه.

دسيمې اوسيدونکي وايي په داسي حال کې چې دغه راز سخت سيلاو دوام لري دولت تراوسه پورې دخلکو دژغورنې اومصيبت ځپلوته دمرستي په مقصد کوم کار نه دي کړي.

دغزني ولايت له طبيعي پيښوسره دمبارزې  داداري مسوول حفيظ الله کوهستاني باختراژانس ته وويل  چې  دوي دامنيتي ځواکونو له لاري هغو خلکو ته چې کورونه يې دسيلاو په تګلوري کې دي لارښوونه کړې ده  چې دسردزيان دمخنيوي په مقصد له خپلو کورونو څخه ووځي .

ده تائيدکړه چې دغه سيلاو تراوسه پوري داوکک داوبو بند اوداستوګنې په لسګونو کورونه اودخلکو په سلګونو جريبه زراعتي ځمکي ويجاړي کړي دي.

دکوهستاني دڅرگندونوله مخې  د ژغورنې اومرستي ټيمونه نن سهار له مصيبت ځپلو سره  دمرستي په مقصد  ناورولسوالۍ  ته استول  کيږي .

په همدي حال کې دسيمې اوسيدونکي دمرستندويو مرکزونو له خوا دسملاسي مرستو غوښتنه کوي.

استوګنځي ، خوراکي توکي ، درمل اوجامي ددغو سيلاو ځپلو مهمې اړتياوي بلل شوي دي.

داوکک داوبو بند چې ويل کيږي ددغه سيلاو له امله ويجاړشوي دي درې کاله مخکې دملي پيوستون دپروګرام له خوا جوړشوي  و.

داپه داسي حال کې ده چې ديوې اوونۍ په بهيرکې سيلاونو دغزني ولايت په ځينو نوروسيمو کې هم خلکو ته تاوانونه اړولي دي او دغه سيلاونه ددې سبب شوي  دي چې په سلګونو کورنۍ له خپلو کورونو څخه ووځي .

کابل باختر د ثور ٥

 دبغلان ولايت  په دهنه غوري ولسوالۍ کې درې ورځې مخکي  دسيلاونو دراوتلو له امله  دسرپرزيان سربيره  مالي تاوانونه  هم اوښتي دي .

 دبغلان ولايت دافغاني سري مياشتې  دټولنې رييس ډاکتر حامد نيازي  باختر اژانس ته وويل، ددغو سيلاونو له امله د اوو تنو پروژل کيدو  سربيره   ٦٣ کورونه هم په بشپړه توګه او  په قسمي ډول ويجاړ شوي دي . دغه راز دکرنې  زر جريبه ځمکه  دوه کيلومتره  سړک  داوبو شپږ بندونه او داوبو شپږ معبرونه ، يوولس  ژرندي او داوبو بريښنا څلور کوچني بندونه ويجاړ شوي دي .

 نيازي وويل، له مصيبت ځپلو سيمو  سره  مرستې شوي دي او ددغه رياست له خوا ددغې ولسوالۍ  له ټولو مصيبت ځپلو سره دخوراکي او غير خوراکي توکو دمرستې زمينه  برابره  شوې ده

 ديادونې وړ ده  درې ورځې مخکي  په بورکه ، نهرين ، دوشي او تاله اوبرفک ولسواليو  کې هم سيلاونه راوتلي دي  چې  ددغو سيمو لومړني سروي لاتراوسه پورې  نه ده بشپړه شوې .