22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د څښاک اوبو د برابرولو پروګرام پيل شو

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د...

درې تنه په هرات کې د وژنې په تور ونيول شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر د هرات پوليسو درې تنه د وژنې...

يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د کب اتمه

  دهرات ولايت په انجيل  ولسوالۍ کې دګازو ديو ډبي دچاودنې له امله ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ټپيان شول .

 دهرات ولايت دپوليسو مقامات وايي چې دغه پيښه  دانجيل  ولسوالۍ دسيد اختر په کلي رامنځته شوې  ده او علت يې  بي پروايي بللي شوې ده .

 دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى نور خان  نيکزاد  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دماشومانو او ښځو په ګډون ديوې کورنۍ شپږ تنه غړي ټپيان شوي دي چې دپيښې ټپيان دهرات دسوځيدنې دپيښو  دعلاج او درملني روغتون ته ليږدول شوي او تر درملني لاندي دي .

کابل\باختر\ دکب اوومه

دنيالګيو د ايښودلو پرو ګرام نن په کند هار ولايت کې پيل شو .

دکند هار ښاروال محمد عمر عمر د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل په روان کال کې په پا م کې لرو چې ددغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې دوه مليو نه ميوه لرو نکى اوډولۍ نيالګې کيږدو

دکند هار وا لي پو هنوال ډاکتر توريالي ويسا د نيالګيو د ايښودلو د مراسمو په پيل کې چې په عيد ګاه کې پرځاى شوى و ، وويل: ددوو مليو نو نيالګيو په ايښودلو سره غواړو دغه ولايت سمسور کړو

ده پر له پسي اورښتو نه د نوى کال له پيل لپاره ښه زيرۍ و باله

ډا کتر ويسا له ټولو خلکو او په تيره بيا دکرنې ، ښاروالۍ اود ژوندانه دچاپيريال سا تنې له ادارو څخه وغو ښتل چې د نيالګيو په سا تنه اود ولايت په سمسورتيا کې فعاله ونډه وا خلي چې سمسور تيا دسو لې او ارا مي لپاره ښه زيري شي

 کندهار د هيواد په کچه له هغو ولايتو نو څخه دې چې ځانګړى طبيعت او ښکلا لري خو وروستيو وچکاليو ددغه ولايت بڼو نه او سمسورتيا اغيزمن کړى دى

کابل باختردکب دمياشتې ٦ :

دبدخشان ولايت  دشهر بزرګ او د ارغنچخواه  په ولسوالۍ کې  دواورې ښوئيدنې  له امله  پنځه تنه ووژل شول  او څلور تنه نور ټپيان شول.

دارغنچخواه ولسوال نوروزمحمد حيدري دباختراطﻻعاتي اژانس له خبريال سره دتيلفونې اړيکي په  ترڅ کې وويل د واورې سخت اورښت  له امله  چې له دريو ورځو راپه دې خوادشهربزرګ اوارغنچخواه په ولسواليو کې دوام لري دواورې ښوئيدنې درې پيښې رامنځته شوي دي چې له امله يې پنځه تنه  وژل شوي او څلورتنه نورټپيان شوي دي .

کابل باختردکب دمياشتې ٦ :

په بغلان ولايت کې نن يوځوان ځان وواژه . دغه ديرش کلن ځوان  دډبرو سکرو دکانونو داستوګنې دبلاکونو  اوسيدونکي و.

دپلخمري ښار ددريمې حوزي آمر قدرت الله اخلاق دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه ځوان ځان په خپله ددويم بند په کانال کې په اوبو کې ځان ډوب کړ او خپل ژوند يي پاى ته ورساوه .

دده يو تن خپلوان رمضان  په ځان وژنې دده دلاس پوري کولو اصلي انګيزه بيوزلي ، تنګسيا او کورنې فشارونه وبلل او ويي ويل  دغه ځوان پخوا دکرکر دډبرو سکرو په کان کي په افغان کول کمپنۍ کې کار کاوه او ددندي په بهيرکې معيوب شو اوميرمن يي دي وشاړه  چې په پاى کې دي دې  ته اړ شو چې په ځان وژنې لاس پورې  کړي .

ديادونې وړ ده چې دروان کال په لومړيو وختو کې هم يوه ميرمن کله يي چې غوښتل ځان په کانال کې ډوب کړي دلارويانو له  خوا وژغورل شوه.