24 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
دبغلان ولايت په پلخمري ښارکې دکورنۍ تفريح ځاى نن پرانستل شو او داستفادې وړ وګرځيد .
دغه تفريح ځاى دبغلان ولايت دقهوه خانې په بڼ کې  جوړ شوى دى او دپلخمري دښاروال سيد مقصود سادات له خوا پرانستل شو .
دچاوراکو دڅرګندونو له مخې، دغه تفريح ځاى دماشومانو دلوبو وسايل هم لري چې دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي پروګرامونو په مرسته ديو سلودوه ديرشو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په شپږو مياشتوکې جوړ شوى دى .

کابل\باختر\دسرطان١٧
د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس د روژې د مبارکې مياشتې درارسيدو په مناسبت داساسي قانون د څلور شپيتمې  مادې په اتلسمه فقره کې له ليکل شوي حکم سره سم دکورني اوبهرني امنيت پرخلاف   دجرمونوديوشميرمحکومينو دبند اوحجز دمجازاتو دبخښنې اوتخفيف فرمان صادرکړ .
دغه فرمان دجمهوري رياست د١٣٩١ کال د زمري د مياشتې  د پنځمې نيټې د٤٥ ګڼه فرمان د لومړى مادې ديوولسم جز اوددريمې مادې ددريم جز دتطبيق په باب د چارو د ادارې اود وزيرا نو شورا ددارالانشا  دلوى رياست  درپوټ ،د١٣٩١ کال د سلوا غې د مياشتې د اته ويشتمې نيټې  په ١٢٩ ګڼه فرمان کې ليکل شوى د ازادي دسلب په سيمو کې دبنديانو اومحجوزينو داحوالودحقيقت موندلو د هيئت له خوا د وړاندې شويو رپوټونو ،دديني عالمانو دتوقيف او محبوسيت ددلايلو دڅيړنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د مقام د١٣٩١ کال دلړم د مياشتې د١٦ نيټې په ٥١٩١ ګڼه حکم کې د ليکل شوي هيئت درپوټ ، په دغه شان مواردو کې د افغانستان د اسلا مي جمهوريت دعدلي او قضايي کميټې د تصميمونو له مخې اود محکمو دحکمونو دتطبيق دڅارنې د ادارې داجرا اتو په نتيجه کې صادرشوى دى .
دفرمان محتوا په دې شرحه ده .
دمجازاتو بخښنه
لو مړى ماده :
١_ هغه بنديان اومحجوزين چې ددوى دمحکوم بها دبند يا حجز ټوله موده له پنځو کلونو څخه زياته نه وي ، دازادي دسلب په سيمو کې د تيرې شوې مودې په پام کې نيولو پرته دې ددوى د بند اوحجز پاتې موده وبخښل شي او خوشي شي ، په دې شرط چې ددوى ارتکابي عمل چاودنه يا تروراويا دوسلويا چاوديدونکو تو کو جوړول ، پلورنه يا استعمالول ، دبنسټونو اوتاسيساتو ويجاړول يا ماين ښخول يا انسان تښتونه يا يرغمل نيونه نه وي .
٢_ ددغه فرمان په لومړى ماده کې ليکل شوي بنديان او محجوزين چې له پنځو کلونو څخه زيات په بند ياحجز محکوم شوي وي ، په هغه صورت کې ددوى د بند يا حجز پاتې موده  وبخښل شي او خوشي شي چې دغه فرمان دصادريدو ترنيټې پورې ددوى د محکوميت له ټولې مودې څخه څه دپاسه دوه کاله پاتې نه وي .
دمجازا تو تخفيف
دويمه ماده :
ددغه فرمان دلومړى مادې په دويمه فقره کې هغه ليکل شوي بنديان اومحجوزين چې په دې فقره کې ليکل شوي دبخښنې له ښيګڼو څخه استفاده ونه کړاي شي ددوې د محکوميت په پاتې موده کې دې دوه کاله تخفيف راشي .
دتطبيق خنډ
دريمه ماده :
ددغه فرمان په لومړى اودويمه ماده کې دليکل شويو حکمونو له ښيګڼو څخه يوازې د افغانستان اتباع ګټه اخلي او بهرني اتباع له ښيګڼو څخه يې استفاده نه شي کولاى .
داستثنا موارد
څلورمه ماده :
په دې فرمان کې دليکل شويو مجا زاتو بخښنه اوتخفيف دمحکوم بها د تا وان د جبيره کولو اودنغدي مجازاتو حکم نه شامليږي اوپه حق العبدي مورد کې ددعوا د اقامې اود حکم د تنفيذ خنډ نه کيږي .
دتطبيق مرجع
پنځمه ماده :
١_ ددغه فرمان د تطبيق په مقصد په مرکز کې د ازادي دسلب دڅارنوالۍ درئيس ،د ملي امنيت دلوى رياست د استازي ، دمحبس په برخه کې د جيلونو اوتوقيف خونو دلوى رياست دمرستيال اوپه اړونده برخه کې د کابل ولايت د ماشومانو داصلاح اوروزنې دمرکز درئيس په ګډون د افغانستان د اسلامي جمهوريت دسترې محکمې د محکمودحکمونو دتطبيق دڅارنې دادارې درئيس په مشري کميسيون او په ولايتونو کې داستيناف څارنوالۍ اود ملي امنيت دلوى رياست د استازو اودمحبس په برخه کې د جيل او توقيف خونې د مدير اودماشومانو داصلاح اوروزنې د مرکز دامر په ګډون داړونده ولايت د استيناف محکمې داستازي په مشري کميسيون جوړ شي .
٢_ دمحکمو دحکمونو دڅارنې اوتطبيق اداره موظفه ده چې ددې مادې په لومړى فقره کې دليکل شويو هيئتونو په همکارۍ دې د١٣٩٢ کال د زمري د مياشتې تراوولسمې نيټې پورې ددغه فرمان حکمونه تطبيق اودخپلو اجرا اتو په باب دې په ډيرلنډ ممکن وخت کې د چارو دادارې اود وزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست ته رپوټ وړا ندې کړي .
انفاذ
شپږ مه ماده :
دغه فرمان دصادريدو له نيټې څخه نافذ دى

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار له خوا په اندونيزيا كې د وروستۍ زلزلې له امله د دې هيواد د خلكو د مشورتي مجلس د مرستيال احمد فرحان حامد په نامه د ډاډ ګيرنې پيغام:ليږل شوى دى.
په پيغام كې د دغه هيوادله خلكو سره د خپګان او غمشريكۍ د څرګندولو تر څنګ د پيښې د قربانيانو كورنيو ته د زغم او ټپيانو ته د سملاسي روغتيا هيله شوي ده .
ويل كيږي چې په دې زلزله كې د دغه هيواد لسګونه تنه وژل شوي او زيات شمير نور ټپيان او بي كوره شوي دي

کابل\باختر\دسرطان١٧
دشهيدانو ،معلولينو، کار او ټولنيزو چارو و زارت خبرتيا :
دافغا نستان د اسلا مي جمهوريت د کاردقانون د ٤١ مادي له حکم سره سم دروژې دمبارکې مياشتې لو مړى ورځ په هيواد کې عمومي رخصتي ده
ديادونې وړ ده چې دروژې د مبارکې مياشتې لومړى ورځ دمياشتې دليدلو له مخې دسترې محکمې له خوا اعلاميږي .