15 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردزمري دمياشتې ٢٣ :
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکو٢٤څلرويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان وريځ ،  داورښت امکان د تودوخې لوړه درجه ٣٢ ټيټه  ١٦
هرات- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤،  ټيټه ٢٠
جلال آباد- آسمان   ځاى ځاى وريځ    د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٧
قندهار- آسمان شين ، د تودوخې لوړه ٣٧ ، ټيټه ٢٢
مزارشريف-  آسمان شين  ، د تودوخې لوړه  ٣٦، ټيټه ٢٥
کندز- آسمان  شين   ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٢
غزني- آسمان  وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٦ ، ټيټه ١٣
باميان- آسمان   ځاى ځاى وريځ   ، د تودوخې لوړه درجه ٢٤ ، ټيټه ١١
فيض آباد آسمان شين  ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠، ټيټه  ١٦
شمالي سالنګ- آسمان ځاى ځاى  وريځ ، دتودوخې لوړه درجه ١٢، ټيټه  ٥
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦ ټيټه ٢٢
خوست- آسمان وريځ  داورښت امکان ،  د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ٢٥
ميمنه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه  ٣١ ، ټيټه١٦
لښکرګاه- آسمان شين  ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢٢
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٧، ټيټه ١٠
شبرغان –  آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢٢ 
جبل سراج-آسمان شين  ، دتودوخې لوړه درجه ٣١-ټيټه ١٥
په کابل کې به سبا لمرپه ٥ بجو او ١٨ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او ٤٣ دقيقو ولويږي . 

نيويارک\نيوز نو\ باختر د زمرۍ دمياشتې ٢٧

د ملګرو ملتو دسازمان د سرمنشي ويندوى  وايي چې بانکي مون په مصر کې د اړو دوړ او تاوتريخوالي د پاى ته رسولو غوښتنه کړې ده  چې بايد له اندازې زيات له فشار څخه کار اخستل پاى ته  ورسول شي.

مخکې له دې  دمصر امنيتي ځواکونو په  قاهره کې يو جومات  د دغه  هيواد ګوښه کړى شوي جمهور رييس محمدمرسي د ملاتړو د شتون څخه خالي کړى دى .

په دې ترڅ کې د مصر لنډ مهال صدراعظم عظيم آل بيبلاوي ويلي دي له هغو کسانو سره به  چې قانون يې تر پښو لاندې کړى دى  ، روغه جوړه  ونه شي.

ده  زياته کړه  له  هغو کسانو سره  چې لاسونه يې په وينوککړ دي ، روغه  جوړه

نه کيږي  .

له هرهغه چا سره چې دخپل هيواد او خلکو پرخلاف يې وسله اخستې  ده ، روغه جوړه نه کيږي .

دچارشنبې له ورځې څخه چې د مصر حلکومت د محمد مرسي د ملاتړو مظاهره کوونکوځپل  پيل کړي دي تراوسه پورې د اخوان المسلمين د ډلې د څرګندونو له مخې ، په دغه هيواد کې نږدې  دوه زره  تنه وژل شوي دي  .

په مصر کې اړو دوړ د  نړيوالې ټولنې جدي غبرګونونه را پارولي دي .

د اروپا اتحاد يې دبهرنۍ پاليسۍ رييس کاترين اشتون د مصر اړو  دوړ ټکان ورکوونکې بللى دى او  آلمان وايي چې  له  قاهرې سره په  خپلو اړيکو  نوى  نظر کوي .

فرانسې او  بريتانيې هم دغو اړو دوړ ته د اروپا د اتحا يې له خوا د ځواب ورکولو غوښتنه کړې  ده .

کابل\باختر\ د اسد٢٦
يوې ځوانې نجلۍ پرون په سرپل ولايت کې ځان وواژه.
دسرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالروف تاج باخترآژانس ته وويل: دغه نجلۍ درويشت کلنه او دسرپل ولايت په مرکز پورې اړوند د خواجه کنتي د کلي او سيدونکې وه چې د زهرجنو درملو په خوړلو سره يې ځان وواژه.
ديو بل خبر له مخې: تېره شپه په سرپل ولايت کې په يوې ديرش کلنې ميرمنې جنسي تيري وشو.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالروف تاج باخترآژانس ته وويل: دسرپل ولايت په ګوسفندي ولسوالۍ کې برکت له هغه وروسته چې په يوې ديرش کلنې ميرمنې جنسي تيري وکړ؛ دپوليسو له خوا ونيول شو.
ده وويل چې پيښه په جدي توګه څيړل کيږي.

کابل\باختر\ د اسد٢٦
د شهيدان ، معلولينو، کار او ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا!
څرنګه چې د روان هجري لمريزکال د زمري د مياشتې اته ويشتمه د دوشنبې ورځ د هيواد دخپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې له ورځې سره برابره ده؛ له دې امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کار د قانون د يوڅلويښتمې مادې له حکم سره سم په هيوادکې عمومي رخصتۍ ده.