15 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل\باختر\د اسد٢٤
دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزى د ډاډ ګيرنې اوخواخوږۍ پيغام !
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د تخار ولايت د يوې بانفوذه کورنۍ غړى عبدالطيف د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ په حق رسيدلى دى.
ارواښاد عبدالطيف د دولت مامور او د خلکو او هيواد په خدمت کې و. د ده مړينه يوه ضايعه ده.
دخپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ او دوستانو او دتخار ولايت خلکو ته وړاندې کوم او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه متوفى ته د مغفرت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.

کابل باختردزمري څليرويشتمه :
يو سړي تيره شپه په بادغيس کې خپله ميرمنه خواښې، خسر او يو ميلمه په ډزو سره ووژل .
  دبادغيس ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمد قيوم انګار د دغه خبر د تاييدولو په ترڅ کې باخترآژانس ته وويل چې دغه پيښه ددغه ولايت د قادس ولسوالۍ د دره بوم په سيمه کې رامځته شوې ده .
دغه راز دقادس ولسوال مرزا علي وويل: دغه سړى عبدالصمد نوميږي او دکورنۍ تاوتريخوالى له امله يې په دې کار لاس پورې کړى دى .
د امنيت آمر زياته کړه چې قاتل له دغو وژنو وروسته دپيښې له سيمې څخه تښتيدلى دى .

کابل باختردزمري څليرويشتمه :
په خوست ولايت د وروستيو سيلاونو له اووه ديرشوزيانمنو شويوکورنيو سره نن مرسته وشوه .
دخوست د والي ويندوى مبارز ځدران باخترآژانس ته وويل: په دغومرستوکې شړي ، خوراکي توکي ، دپخلنځي لوښې او دکوريو شمېر نوروسايل شته چې د( آى- او- ام) د موسسې له خوا  د ولايت دمقام دهيئت په حضورکې وويشل شول .
د مبارز د څرګندونو له مخې: دغه کورنۍ پخوا د خوست ولايت له پيښو سره دمبارزې د رياست د ټيم او د دغه ولايت دمقام د مشرتابه هئيت له خوا سروې شوې  وې .
د يادونې وړ ده چې په خوست ولايت کې د وروستيو سيلاوونو له امله دکرنې په زرګونه جريبه ځمکه، د اوبو بندونه ، مواصلاتي لارې ، پلونه او پلګي ويجاړ شوي و.

کابل باختردزمري څليرويشتمه :

دپنجشير ولايت د درې د ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي د دغې ولسوالۍ د سړک  د ترميمولو دکار دځنډولو له امله شکايت کوي . د درې د ولسوالۍ د عمومي واټ څو برخې د روان کال دثور په مياشت کې د سيلاونو او د اوبو د څپانده کيدو له امله ويجاړ شوي دي .

 دباخترآژانس دخبر له مخې: سره له دې چې په پارلمان کې د پنجشير دخلکو د استازو او دکليو دبياجوړولواو پراختياوزارت دمشرتابه له خوا دسيمې خلکوته ددغه سړک دبياترميمولو ژمنه شوې وه؛ خو تراوسه پورې په دې برخه کې کار نه دى شوى .

 دکرامان دکلي اوسيدونکى محمد صابر دانشجو وايي: نږدې پنځه مياشتې کيږي چې دکرامان داتوکليواودعبدالله خيلو د درې د اووکليو مواصلاتي لاره له مرکز سره تړل شوې وه او ددغو کليو اوسيدونکي پلي او دڅارويو په واسطه دخپلو ضروري توکو په ليږدولو لاس پورې کول .

 په همدې حال کې د درې ولسوال سهراب خان ددغې ولسوالۍ د اوسيدونکو دخبرو دتاييدولو په ترڅ کې وويل چې په پيل کې د اوبو دسطحې د لوړوالې له امله د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دسړک د ترميمولو کار بند کړ، خو زيات وخت کيږي چې اوبو لږې شوې دي، خو د سړک دبيا ترميمولو کار نه دى پيل شوى.

 دباخترآژانس خبريال په کابل کې د رخصتۍ له امله ونه شو کړاى د چارو له مسوولينو سره اړيکه ونيسي .