22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د دلوي ٢٦

  دامنيتي مسووليتونو  دليږدونې دکميسيون رييس  نن دخوست ولايت ته ورسيد .

  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې ،  دامنيتي مسووليتونو دليږدونې  د کميسيون رييس ډاکتر اشر ف غني احمدزى  په هغې غونډه کې چې دخوست دوالي عبدالجبار نعيمي  او ددغه ولايت  د ځينو سپين ږيرو او چارواکو په ګډون  جوړه شوې وه  خبر ې وکړې .

 دغونډې په پيل کې دخوست  والي ددغه ولايت  په مرکز اومربوطاتوکې  دامنيت  او دامنيتي ارګانونو ترمنځ  دهمغږي په باب  معلومات ورکړل او ددغه ولايت  په امنيتي ارګانونوکې  دتشکيل دپراختيا غوښتنه يې وکړه .

  وروسته  دامنيتي مسووليتونو د ليږدونې دکميسيون رييس  ډاکتر اشرف  غني احمدزى  وويل  :  ددې لپاره  يې  دخوست ولايت ته  سفر کړى دى  چې ددغه ولايت  امنيتي حالت وڅيړي  او دخلکو او دامنيتي  ارګانونو د ستونزو په حل کولوکې  همکاري وکړي .

  وروسته په غونډه کې  څو تنو برخه والو مشرانو دخوست ولايت دامنيتي حالت په باب خبرې وکړې  اوخپلې  ځينې ستونزې يې  طرحه کړې .

   په پاى کې  ډاکتر اشرف غني احمدزى  دهغوى  نظريې اووړانديزونه وليکل  او له هغوى سره  يې ژمنه وکړه  چې  ستونزې يې  لوړو مقاماتو ته  رسوي .

کابل\باختر\ دسلواغى ٢٥ مــــــــــــه

دپنجشير ولايت د شپږو ولسواليو او سيدونکي د خورا کي توکو اودسون د موادود بيو دلوړ والى اود مواصلا تي لارو د تړل کيدو له ا مله له سختو ستو نزو سره لاس او ګريوان دي

 دپنجشير د والي ويندوى حامد رو شن د باختر اطلاعا تي اژانس ته وويل : دوروستيو اورښتو نو د پنجشير ولايت له مرکز سره ددغه ولايت د پريان ، رخى ، عنا بي ، شتل ، خنج او ددري د ولسواليو مواصلا تي لاري تړ لى دى . چې په دغو ولسواليو کې د خورا کي تو کو اود سون د موادو د کمښت سبب شوى دى او ددغو ولسواليو او سيدونکو ددولتي مرکزو نو او د خيريه مو سسو څخه دبيړ نيو مرستو غو ښتنه کړى ده

ده ويلي دي په هغه رپوټ کې چې د بيړ نيو مرستو په باب خپور شوي دي ويل شوي دي چې دپنجشير ولايت په مر بو طاتو کې له يو زرو اته سوه مستحقو او بي وزلو کورنيو سره لو مړ نې مرستې شوي دي په داسي حال کې چې تر او سه پوري هيڅ راز مرسته نه ده شوې

 په داسي حال کې چې دسيمې او سيدونکي او سيمه ييزو چاروا کى د پنجشير ولايت  په شپږو ولسواليو کې دلارو د تړل کيدو اود خورا کې تو کو د کمښت په باب خبري کوي د پنجشير ولايت له پيښو سره دمبار زي د کميټې رئيس بخشي ټينګار کوى چې ددغه ولايت دشپږو ولسواليو مواصلا تي لاري ددغه ولايت د فوايد عا مي د امريت اودخلکو په همکاري پرا نيستل شوى اود خلکو او دليږدونکو وسايطو په تګ  را تګ کې هيڅ را ز ستو نزه نشته

دغه راز ده ويلي دي له پيښو سره دمبار زي د کميټې مرستې چې د جمهوري رياست ددويم معا ونيت له خوا يي ژمنه شوې ده ويشل شوي دي چې د هرشهيد کور نۍ پنځوس زره افغاني نغدى پيسې او هري بي وز لى کور نۍ زر افغا ني او يوه ا ندازه خورا کي تو کې او جا مي تر لاسه کړي دي

ده زيا ته کړه  ټا کل شوې ده په نږدي را تلونکى کې په زرو نورو مستحقو کسا نو چې د هيئت له خوا سر وي شوى دى لومړ نۍ مرستې وويشل شي

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٤ :

دسرپل ولايت دبلخاب ولسوالۍ اساسي لاري له دوو اوونيو را په دې خوا له مرکزسره دترافيکوپرمخ تړلي پاتي دي.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دبلخاب  ولسوال عبدالغني دمعلوماتوله مخې دبلخاب ولسوالۍ ددرقم غاښې  چې زياتره توپانونه پکې چليږي  او دسختوسيمو له جملې څخه  ګڼل کېږي  له دوو اوونيو را په دې خوا په وقفه يي توکه دڅومحدودو ساعتونو لپاره پرانستل اوبيا تړل کېږي .

مسوولين وايي اساسي ستونزه  دا ده  چې کوچني وسايل  له دې لاري نه شي تيريدي  چې دبيا پرانستلو لپاره يې هڅې وشي  .

دخبرځاى دڅرگندونوله مخي  زياتره وسايط  ددره صوف  اويکاولنګ شاوخوا ولسواليو له لارو څخه تګ راتګ کوي  چې په دې وروستيو کې دغره يوه برخه ښوئيدلي او اوس واسطي په سيند کې تګ راتګ کوي.

ده زياته کړه  ددغې ولسوالۍ مالدران دوښوله کمښت سره مخامخ دي  چې له پيښوسره دمبارزي  دتياري  اداري له يوشمير محدودو سره يې مرسته کړې ده چې ددوى داړتياو ځواب نه وايي .

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٤ :

دکوکنارو دکرکېلې دمخنيوي په باب دپوهاوي ورکولو پروګرام نن د
بغلان ولايت دپنځلس ګونو واحدونو دجوماتونو دملاامامانو او خطيبانو په همکاري ددغه ولايت دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي رياست له خوا پيل شو.

دبغلان ولايت  دنشه يي توکو  پرخلاف دمبارزي رييس  فضل الحق اندرابي  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دکوکنارو دکرکېلې دمخنيوي په باب دپوهاوي  ورکولو پروګرام دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي رياست له خوا دعالمانو په همکاري په داسې حال کې پيل شو چې سږکال دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ، نوى بغلان ، دهنه غوري ، پل حصار اوتاله اوبرفک په ولسواليو کې  په پنځه  څلويښت هکتاره  ځمکه کې کوکنار کرل شوي  دي چې له امله يې دبغلان ولايت سږکال  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي  دچارو وزارت ديومليونو ډالرو مرستي څخه بې برخي شو.

دبغلان ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي رييس وويل  دجوماتونو دملاامامانو، خطيبانو اوعالمانو له پراخو تبليغاتو څخه په استفادي دعامه پوهاوي دپروګرام له امله دکوکنارو په کرکېله کې کمښت راغلي دي.

ديادونې وړده  چې په بغلان ولايت کې دښځو اونارينه و په گډون شپږزره تنه په نشه يي توکو روږدي دي.

ده وويل  بغلان د روږدو کسانو ددرملنې روغتون نه لري اودبيلابيلو مراجعو له پرله پسې  ژمنو سره سره تراوسه پوري په دې اړوند کوم اقدام نه دي شوي .