19 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

کابل/ دلړم۲۸مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني...

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر د پکتیا د ځاځي آریوب او سېدکرم ولسوالیو په مربوطاتوکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

٢٣-کابل باختر د وري  دولسمه
  په بدخشان ولايت کې دواوري ښوييدنې پيښې بيا هم څلور تنه ووژل او داستوګنې پنځه کورونه يې ويجاړ کړل .
دبدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري دادارې رييس ثنا الله اميري  ددې خبر په تائيدولو سره  باختر اژانس ته وويل ، دغه پيښه پرون  ددرواز  دنسي  ولسوالۍ  د موتي خيرو  په سيمه کې رامنځته  شوه چې له امله يې څلور تنه ووژل شول او  داستوګنې  پنځه کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شول .
  او ښايي  چې په دې پيښه  کې  دسردزيان شمير زيات شي .
  خبرځاى زياته کړه: تراوسه پورې دژغورنې ټيم ساحي ته نه دى رسيدلى  ځکه دپيښې سيمه دولسوالۍ له مرکز  څخه ډير زيات واټن لري .
ده دغه راز وويل، مونږ يوه اندازه خوراکي اوغير خوراکي توکي  سيمې ته ليږدولي دي معلومه نه ده چې د پيښې سيمې  ته رسيدلي دي اوکه څنګه  .
 

کابل باختر د وري  دولسمه

  دکاپيسا ولايت دکوهستان ددويمې برخې په ولسوالۍ کې  دموټر د تګ راتګ  يو پل جوړ شو .

 دغه پل دکوهستان ددويمې برخې  ولسوالۍ له لومړۍ  برخې سره نښلوي چې په کانکريتي  ډول دپنجشير _ کاپيسا پر سيند جوړ شوي دي .

 دکاپيسا ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس حيات الله فرهنګ باختر اژانس ته وويل دغه پل يو سلو څلويښت متره اوږدوالي اوپنځه متره سور لري او دجوړولو کار يي دڅه دپاسه يو مليون امريکايي ډالرو په لګښت بشپړ شو .

 خبرځاى زياته کړه  ددغه پله په جوړيدو سره دکوهستان د لومړۍ او دويمې برخې د سيند ددواړو غاړو  د څه دپاسه اويازرو کورنيو او دغه راز دپروان ولايت دسيد خيلو داوسيدونکو ستونزې لري شوي دي .

 دغه پل  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا دوزير ويس برمک له خوا پرانستل شو  

کابل باختردوري دمياشتې ١٠ :

ټاکل شوې ده  داقاخان دمرکز له خوا دکابل ښاروالۍ په همکارۍ دکابل ښار په بيلابيلو سيمو کې له پنځو زرو څخه زيات نيالګي کيښودل شي.

دباختراژانس دخبرله مخې،  داقاخان مرکز څه دپاسه پنځه زره بي ميوې نيالګي دکابل ښاروالۍ په واک کې ورکړي او له پلان سره سم په داسې حال کې چې کابل ښاروال انجينر محمديونس نوانديش اوپه کابل کې داقاخان استازي شيرباز حکيمي  هم شتون درلود نن  دپنځمې ناحيې اودهغې ګاونډيو سيمو کې کښينول  چې .په ايښودلو کې يې دوه زره پنځه سوه تنه رضاکار هلکان او نجونې په داسې حال کې چې په ځانګړو جامو ملبس وې  بوختي وې .

کابل ښاروال دنيالګيو دايښودلو داشر په وخت کې له کابل ښاريانو څخه وغوښتل  چې دکابل ښار په سمسورتيا اوپاکي کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي