31 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
په کاپيسا ولايت کې دفني او حرفوي  زده کړو دمرکز دبنسټ ډبره نن دشهيدانو معلولينو کار او دټولنيزو چارو دوزيرې آمنې افضلي  او ددغه وزارت دمعين ډاکتر حسام الدين همراه او دکاپيسا دوالي محراب الدين صافي له خوا کيښودل شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارووزيرې آمنې افضلي  په هغې غونډۀ کې چې  له همدې امله  په کاپيسا ولايت کې  جوړه شوې وه وويل ، په تيرو دريو لسيزو کې  دهيواد تخصصي او فني ځواکونه  دناخوالو په دليل يا وژل شوي اويا ټپيان شوي دي  اويا له هيوادڅخه وتلي دي  چې له امله يې  دمتخصصو او فني ځواکونو نشتوالي  په ځان پسې درلود .
ميرمن  افضلي  په وروستي  يوه لسيزه کې دستونزو په څيړنې سره  زياته کړه خلکو دانتقال په پړاو کې ښه عمل وکړ  دې ته په پاملرنې سره  چې هرڅه يې بايد له سره پيل کړي واي  .
دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارووزيرې  هغو انديښنو ته په اشارې سره  چې د٢٠١٤ کال اووروسته کلونو په باب اوريدل کيږي وويل : دافغانستان دخلکو يووالي ، پيوستون او وحدت به ددايمي ثبات او له ستونزو څخه دتيريدو متضمن وي . او دافغانستان خلک به په يو والي او پيوستون سره  دپرمختګ  اوښه والي  له تګلوري څخه  ټول خنډونه  لري کړي .
ميرمن افضلي راروانو انتخاباتو ته  په اشارې سره ټينګار وکړ چې ټول بايد په رښتينوالۍ او صداقت سره دسالمو او شفافو انتخاباتو دترسره کولو لپاره  هڅه او هاند وکړي . او نړۍ به هم افغانستان  يوازې پرې  نه ږدي
په دې غونډه کې دکاپيسا والي محراب الدين صافي دټولنيزو ستونزو او دوزګارتيا دله منځه وړلو په لاره کې دشهيدانومعلولينو کار او ټولنيزو چارو وزارت  دهڅو اوهاند له امله په قدرداني سره  زياته کړه په کاپيسا ولايت کې دفني او حرفوي زده کړو دمرکز دجوړولو دکار په بشپړيدو سره  به  په کال کې  څلور سوه پنځوس تنه  دفني اوحرفوي زده کړو په ترلاسه کولو سره  له دغه مرکز  څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړي .
  دغه راز په دې غونده کې دکاپيسا دولايتي شورا رييس محمد حسين سنجني په بيلابيلو برخو په تيره بيا  په کاپيسا ولايت کې دفني او حرفوي زده کړو دمرکز دجوړولو په برخه کې  دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو  دوزارتونو برياليتوبونه  په ګوټه کړل اووي ويل  دکاپيسا ولايت  په څو ولسواليو او مرکز کې دفني اوحرفوي زده کړو مرکزونه فعاليت  کوي او دغه مرکز  به په اتو مياشتو کې  بشپړ او ګټې اخستنې ته وړاندې شي .
دکار دزده کړې او په کاپيسا ولايت کې  دکسب دترلاسه کولوپه برخه کې زياتې ستونزې حل شي .

کابل\باختر\دسرطان ٩
د افغانستان د مبارزو ښځو ملي مرکز نن دشتون اعلام وکړ .
دهما اميري دڅرګندونو له مخې، ددغه مرکز اساسي هدف دښځو دحقوقواودروا ازاديو د تا مينولو په لاره کې د افغا نستان له ښځوسره مرسته اوهمکاري ده.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه ددغه مرکز مرستيالې هما اميري ،رئيسې حميدي وردګ ، ديوناما وياندې نيلاب مبارز .دښځو د چارو وزارت استا زي رحيمې ظريفي اوڅو تنو نورو ددغه مرکز دفعاليت اوهدفونو په باب اوږدې خبرې و کړې.

کابل -باختر  د چنکاښ د مياشتې ٩:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان وريځ داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٣١، ټيټه ١٦
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥،  ټيټه ١٩
جلال آباد- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢٦
قندهار- آسمان ، ځاى ځاى وريځ د تودوخې لوړه ٤٣ ، ټيټه ٢٦
مزارشريف- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه  ٣٨، ټيټه ٢٥
کندز- آسمان ، وريځ داورښت امکان شته د تودوخې  لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢٥
غزني- آسمان  ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٢٤ ، ټيټه ٩
باميان- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٢٢ ، ټيټه ١٠
فيض آباد- آسمان وريځ داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٢٣، ټيټه  ١٧
شمالي سالنګ- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، دتودوخې لوړه درجه ١٠ ، ټيټه  ٤
جنوبي سالنګ- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ١٣، ټيټه ٧
  شبرغان - آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٣
فراه- آسمان ، شين د تودوخې لوړه درجه ٣٩ ټيټه ٢١
خوست- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ٢٢
ميمنه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٧ ، ټيټه ١٨
لښکرګاه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٣٠
جبل سراج-اسمان وريځ داورښت امکان شته ،ددوخې لوړه درجه ٣٠-ټيټه ١٣
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٢٥ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ١٢ دقيقو ولويږي . 

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
دملي دفاع وزارت خبرتيا :
دستردرستيز دروغتيايي قوماندانيت دملکي ښوونځيو دنهمو او دولسمو ټولګيو هغو فارغانو ته چې دوقايوي طب  دبريد ملى  او دنرسنګ دمرستيالى په کورس کې دشموليت هيله ولري د ازموينې له اخستلو وروسته په دغو شرايطو سره مني .
١_ کانديد دافغانستان تبعه وي .
٢_  دامنيتي ځواکونودوه تنه برحال افسر  دې په رسمي ډول دداوطلب  داهليت او شخصيت ضمانت وکړي .
٣_  له فزيکي اوروحي پلوه بشپړه روغتيا ولري .
٤_  دداوطلب  دزده کړې موده ځوارلس مياشتې ده او له فراغت وروسته د E5 او E6په رتبې تثبيتيږي  او د فارغانو ټاکنه دملي اردو دقطعاتواوجزوتامونو په يو روغتيايي مرکز کې دکمبود له مخې ترسره کيږي
  ٥_ کانديد بايد داتلس کلني عمر بشپړ کړى وى
مينه وال کولاي شي دتابعيت دتذکرې له  رنګه فوتوکاپي او دتذکرو له اصلي  او لسو عکسونوسره دشهيد سردار محمد داود خان په روغتون کې دستردرستيز دروغتيايي قوماندانيت دجلب او حذب  مديريت ته ورشي .