28 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دولتي ادارې ثبات ته اړتیا لري

کابل / د غبرګولی ۸ مه / باختر افغانستان په اوسنیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د چنګاښ ٤ :
د شهيدانو، معلولينو، کار او ټولنيزوچارو وزارت او د نوى کابل ښار دپرمختيايي ادارې ترمنځ  د همکارى موافقه ليک لاسليک شو.
باخترآژانس د ستر وزير د دفتر د رياست دمعلوماتوله مخې:دافغانستان داسلامي  جمهوريت ستر وزير او د نوى کابل ښار د پرمختيايي خپلواک بورد رييس هدايت امين ارسلا وويل: په دغه ستره ملي پروژه کې د عملي کار په پيل سره، هيواد او ټولنيزو مثبتو بدلونونو په لاره کې دخصوصي سکتور له خوا د کورنيو اوبهرنيو پانګې اچونې د جلب او جذب له لارې داقتصادي ودې امکانات به نه يوازې په کابل کې بلکې دهيواد په کچه رامنځته شي .
وروسته  د شهيدانو، معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزارت معين ډاکترحسام الدين همراه د نوى کابل ښار پروژه يوه ملي پروژه وبلله  اوهغه يې دکار د رامنځته  کولو او د ټولنيزو او اقتصادي بدلون له پلوه ارزښتناک وباله او د يوې ملي سترې پروژې په توګه يې د نوى کابل ښار له پروژې سره يې ددغه وزارت هراړخيزه همکاري څرگنده کړه چې د يوې عصري اومعياري ښار د جوړولو زيرۍ ورکوي.
وروسته دنوى کابل ښار دپرمختيايي ادارې اجرائيوي رييس ډيپلوم انجينر غلام سخي حسن زاده  د همکارى د موافقه ليک په باب زياته کړه: دغه موافقه ليکونه د دولتي مرکزونو ترمنځ دګډو دندو په وخت کې کاري دندې، مسووليتونه  او صلاحيتونه مشخصوي او د فعاليتونو د تکرار مخنيوى کوي.
دهمکارى دغه موافقه ليک دکار اوټولنيزو چارو وزارت د معين ډاکترحسام الدين  همراه او د نوى کابل ښار د خپلواک بورد له خوا د نوى کابل ښار د پرمختيايي ادارې اجرائيوي رييس لاسليک کړ.
وروسته پرمختيايي بورد اړوندې ځمکې باندې د نوى کابل ښار د لومړى فاز د2/8  پارسل د جوړولو او پرمختيا تړون دافغانستان داسلامي جمهوريت د ستر وزير او د بورد رييس هدايت امين ارسلا په  حضورکې د نوى کابل ښار دپرمختيايي ادارې او د خاور د شرکت ترمنځ  وکتل شو.
ستر وزير او د نوى کابل ښار د پرمختيا دخپلواک بورد رييس نوى کابل ښار د لومړى فاز د 2/8 پارسل  د پرمختيا لپاره د قرارداد د لاسليک کولو له امله دهرکلى په ترڅ کې څرگندکړه چې په دغه ستره ملي پروژه کې عملي کار په پيل سره هيوادوالو ته دکارپراخې زميني برابريږي.
په ټول هيوادکې داقتصاد او ټولنيزو مثبتو بدلونونو  له لارې  دخصوصي  سکتور له خوا دکورنيو اوبهرنيو پانکې اچونې د جلب او جذب له لارې د اقتصادي ودې امکانات رامنځته کيږي.
دنوى کابل ښار د پرمختيا د ادارې د اجرائيوي رييس انجينر حسن زاده  دڅرگندونوله مخې: دا د پارسلونو د پرمختيا څلورم تړون دى چې دخصوصي سکتور له خوا د دوى په تصفيه شويو ځمکو کې ترسره کيږي .

کابل\باختر\دسرطان ٣
دجوزجان والي محمد علم ساعي دملي غورځنګ دپلويانو له پرله پسې مظاهرو وروسته نن له دغه ولايت څخه ووت .
ساعي باختراژانس ته وويل چې په خپله دده په مصلحت له جوزجان څخه وتلى دى خودا کار موقتي دى او له هغه وروسته چې بحران پاى ته ورسيږي بيرته به ستون شي .
دجوزجان د والي ددغه تصميم په اړوند په شبرغان ښارکې دوکانونه ،دولتي ادارې اوتعليمي اوټولنيز مرکزونه چې له پنځو ورځو را په ديخوا تړلي وو بيا پرانيستل شول او په شبرغان ښار کې د خلکوژوندانه عادي بڼه غوره کړې ده .
دجوزجان د ولايتي شورا رئيس مولوي عبدالحي حيات وويل، په شبرغان ښار کې بحران د ولايتي شورا اود جوزجان ولايت دسپين ږيرو په منځګړيتو ب د جوزجان د والي محمد علم ساعي اود جنرال دوستم ترمنځ نن پاى ته ورسيد اودجوز جان والي محمد علم سا عى نن له جوزجان ولايت څخه ووت .
ديادونې وړ ده چې په شبرغان ښار کې د وروستي پيښې اود پنځه ورځنيو مظاهرو دڅرنګوالي دڅيړنې په مقصد د هيواد د جمهور رئيس حامد کرزي له حکم سره سم د حقيقت موندلو هيئت چې په سرکې يې په ټولنيزو چارو کې د جمهوري رياست سلاکاروزير منشي عبدالمجيد  دى او دچارو د ادارې اود وزيرا نو شورا ددارالانشا دلوى رياست ،دملي دفاع اود کورنيو چارو د وزارتونو ،دملي امنيت د لوى رياست ، دلوى څارنوالي د ادارې، دسيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازي پکې غړيتو ب لري، جوزجان ته رسيدلي دي اوهيئت د افغانستان د ملي غورځنګ ګوند له پلويانو او په دغه ولايت کې له يو شمير امنيتي مسولينو سره ليدنې کتنې پيل کړي دي چې نتيجې يې تر اوسه پورې رو ښانه نه دى خو خلک تر اوسه پورې هم انديښنه لري او له دولت څخه غواړي چې بايد دغه بحران ته ددايمي حل يوه لاره ولټول شي چې خلک په ارامه فضا کې ژوند  وکړي.

کابل\باختر\دسرطان ٣
دميدان وردګو ولايت دقومي شورا غړو نن له غرمي وروسته د جمهور رئيس دمرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل اوخبرې يې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
په دى کتنه کې چې په پارلمان کې د ميدان وردګو ولايت دوو تنو استازو ډاکتر کليمزي اوحاجي مجيد هم برخه لرله، مشرانو اوسپين ږيرو ددغه ولايت ځينې ستونزې د جمهور رئيس له مرستيال سره طرحه کړې.
دکتنې برخه والو په دغه ولايت کې دناوړو امنيتي حالاتو له پلوه دشکايت په ترڅ کې څرګنده کړه چې دامنيتي پوستوله نږدې واټن سره سره باروړونکو موټرو ته اوراچول کيږي اوهم خلک تښتول کيږي .
دهغوى دڅرګندونو له مخې، په وروستيو کلونو کې دکلينيک ،سړک او ښوونځي په ګډون په دغه ولايت کې هيڅ راز بنسټيزه پروژه نه ده عملي شوې اودجغتو اودچک د ولسواليو دسړکونو دپخولو غوښتنه يې وکړه.
دميدان وردګو ولايت مشرانو اوسپين ږيرودپوهنتون دجوړولو دکار دګړندي کولو او هم ددغه ولايت په مهمو اداري جوړښتونو کې د سيمې دخلکو دفعالې ونډې اخيستنې غوښتنه وکړه .
په دى کتنه کې د جمهور رئيس مرستيال محمد کريم خليلي د ميدان وردګو ولايت له مشرانو اوسپين ږيرو سره د کتنې له ا مله د خوښي دڅرګندولو په ترڅ کې په دغه ولايت کې د امنيتي حالاتو دخرابتيا له ا مله خواښيني څرګنده کړه .
دجمهور رئيس مرستيال دغه راز وويل چې په ميدان وردګو ولايت کې داوسنيو ستونزو د حل کولو په مقصد به دسيمې داوسيدونکو اوسپين ږيرو ،وکيلانو او هم ديو شمير وزيرانو اوددولتي مسولينو په ګډون ډير ژر يوه غونډه جوړه کړي .
دجمهور رئيس مرستيال په هيواد کې په اوسنيو ستونزو اوچلنجونو په برياليتوب کې دخلکو اودولت دمتقابلې همکارۍ په رول باندې دټينګار په ترڅ کې وويل چې کولى شو  په هيواد کې دنافذو قوانينو د حکمونو په رڼا کې او هم په هلوځلوسره په ستونزو بريالى شو .

کابل -باختر  د چنکاښ د مياشتې ٣:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ١٨
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥٠،  ټيټه ٢٠
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٧، ټيټه ٢٩
قندهار- آسمان ، شين د تودوخې لوړه ٤٢ ، ټيټه ٢٧
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه  ٣٩، ټيټه ٢١
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢١
غزني- آسمان  شين، د تودوخې لوړه درجه ٣٠ ، ټيټه ١٥
باميان- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٨ ، ټيټه ١٢
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه  ١٦
شمالي سالنګ- آسمان شين ، دتودوخې لوړه درجه ١٥ ، ټيټه  ٨
جنوبي سالنګ- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ١٩، ټيټه ١٢
  شبرغان - آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٧
فراه- آسمان ، شين د تودوخې لوړه درجه ٣٨ ټيټه ٢٢
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٣
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٨ ، ټيټه ١٨
لښکرګاه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٥، ټيټه ٢٦
جبل سراج-اسمان شين ،ددوخې لوړه درجه ٣٣-ټيټه ٢٢
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٢٢ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ١٥ دقيقو ولويږي .