12 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جوزجان مدني فعالانو د سولې ملاتړ وکړ

د جوزجان مدني فعالانو د سولې ملاتړ وکړ

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر د جوزجان د مدني ټولنې يو شمېرفعالانو نن په...

يو ښوونځى په تخارکې جوړېږي

يو ښوونځى په تخارکې جوړېږي

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر د تخار په ينګي قلعه ولسوالۍ کې د شهيد...

طالبانو په غورکې دوه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل

طالبانو په غورکې دوه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر وسله والو طالبانو په غورکې دوه ملکي وګړي د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د کب  څوارلسمه

 دهلمند ولايت دولتي مامورينو ځوانانو او خبريالانو ته شپږ ورځني روزنيز پروګرام جوړ شو .

 دهلمند والي محمد ګلاب منګل باختر اژانس ته وويل ، دغه روزنيز پروګرام  دهلمند ولايت دمطبوعاتي دفتر  او دکوريت ميديا ګروپ موسسي  له خوا پيل شوي  چې دوه سوه تنه دولتي مامورين ، ځوانان او خبريالانو ته په بيلابيلو برخو کې دمجربو ښوونکو له خوا لوست ورکول کيږي .

  دهلمند والي وويل، دغه روزنيز پروګرام په هلمند ولايت کې په تيرو لسو کلونوکې بي ساري دى او دظرفيت  دلوړولو په برخه کې  ګټور دى .

 دده دڅرګندونو له مخې،  په هلمند ولايت کې په هره برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي  او هلې ځلې کيږي چې دظرفيت  دلوړولو برخې  ته هم پاملرنه وشي .

 په دې روزنيز پروګرام  کې دژورناليزم په برخه کې  په لوست برسيره  عملي کارونه هم کيږي .

کابل باختر د کب  څوارلسمه

 په فارياب  ولايت کې دنيالګيو  دايښودلو پروګرام  نن ددغه ولايت دمرستيال له خوا ديوه نيالګي  په ايښودلو  سره پيل شو .

  له فارياب   څخه دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې دفارياب  ولايت مرستيال عبدالستار بارز وايي په دې پروګرام کې  داړوندو دولتي ادارو او دغير حکومتي موسسو په همکاري او دناروي دسفارت په مالي مرسته  پنځوس زره ميوه لرونکې  اوبي ميوي نيالګي  برابر شوي دي .

 دغه نيالګي  په عمومي  اماکنو ، واټونو ، دښوونځيو اوجوماتونو په انګړونو او په پارکونو کې ايښودل کېږي .

 عبدالستار  بارز له خلکو څخه وغوښتل چې دنيالګيو په  خړوبولو او څارنه کې  جدي پاملرنه وکړي چې پاک او سالم چاپيريال ولري .

کابل باختر د کب  څوارلسمه

 په پکتيا   ولايت کې يوې ميرمنې تيره شپه څلور ګونې  وزيږول .

  دګرديز دملکي روغتون سرطبيب  ډاکتر حيا ګل  باختر اژانس ته وويل دغي ميرمنې چې دګرديز ښار اوسيدونکى ده تيره شپه په خپل لومړۍ زيږون  کې دوه زامن او دوه لوڼې زيږولي دي .

  ده  دنويو زيږيدلو  ماشومانو او  دمور روغتيايي حالت ښه بللي دي .  داپه داسي حال کې ده چې يوې ميرمنې څه ناڅه شل ورځې مخکې شپږ ګونې ماشومان وزيږول  او په همدي  ورځو کې په هندوستان کې  يوې ميرمنې يوولس ګونې زيږولي دي .

  ويل شوي دي  دغه دوه  ميرمنې چې په افغانستان کې هرې يوې څلور ګونې او شپږ ګونې  زيږولي دي ددولت مرستو ته اړتيا لري .

بلخ \ باختر\ د کب ١٣ مـــــــــــــه

دپسر لۍ اود نوروز دجشن د نمانځلو په درشل کې د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د نيالګيو د ايښودلو پرو ګرام پيل شو .

 په دي پرو ګرام کې ټا کل شوې ده د خلکو په همکارۍ ود کر نې رياست له خوا اود مزارشريف ښاروالۍ په همکاري په بيلا بيلو ساحو له دې جملي څخه په تعليمې او دولتي مرکزو نو کې اويا زره ميوه لرونکي او بي ميوي نيالګې کيښودل شي

 دبلخ ولايت د کرنې رياست يو خبرځاى باخترا ژانس ته وويل چې په دى پرو ګرام کې په پا م کې ده ددغو نيالګيو په ايښودلو سره ښوونځې ، کلينيکو نه ، پارکو نه ، د واټو نو شاو خوا او غاړى ،څلور لاري او ځينې حکومتي سيمه ييز مرکزو نه سمسور او ښکلى شي

 په همدى حال کې د بلخ ولايت د کرنې رياست له ټولو خلکو په تيره بيا ددولت له کار کوونکو ، ښوونکو اود ښوونځيو له زده کوونکو څخه غوشتې دي ، چې د څه نا څه پنځو نيالګيو په ايښودلو سره د خپل ښار په سمسور تياکې ونډه وا خلي