19 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

کابل/ دلړم۲۸مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني...

پنځه وسله وال طالبان په پکتیا کې ووژل شول

کابل/دلړم۲۸مه/باختر د پکتیا د ځاځي آریوب او سېدکرم ولسوالیو په مربوطاتوکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردکب دمياشتې ٢٧ :

په بغلان ولايت کې  نن سهارله غلو سره دپوليسو دنښتې له امله يو غل ټپي اودرې تنه نور يي ونيول شول.

دمرکزي بغلان  دولسوالۍ امنيه قوماندان سرڅارمن محمدکمين ددغه خبر دتائيدولو په ترڅ کې باختراژانس ته وويل نښته نن سهار په زاړه بغلان کې دبغلان _ کندز دلوي لاري دشاهي خيلو په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو غلو غوښتل دسپرليو مالونه اوشتمنې لوټي کړي.

خبرځاى زياته کړه وسله وال غله  له پوليسو سره مخامخ شول  او  ددواړو لورو ترمنځ نښته کې يو غل ټپي شو اودرې  تنه نوريي ونيول شول .

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې له نيول شويو کسانو څخه يو کلاشينکوف  ، يو سرف  موټر او دوه موټرسايکلونه هم دپوليسو لاسته ورغلي دي.

ديادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکي هم څلور تنه دتاله اوبرفک ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دښکاري درى په لويه لاره کې دسپرليو مالونو دغلا په تور نيول شوي وو

کابل باختر د کب  ٢٦

  په بدخشان کيې دواوري ښوئيدنې له امله يو تن ووژل شو او يو شمير نور ټپيان شول .

 دبدخشان دکوفاب له ولسوالۍ څخه يو عيني شاهد باختر اژانس  خبريال ته   وويل : دبدخشان ولايت دکوفاب ولسوالۍ دشيغروي او دوراج کلي تيره شپه دواوري ښوئيدنې دڅو پيښو شاهد و چې له امله يې يو تن د شيغروي  په کلي کې ووژل شو او يو شمير نور ټپيان شول .

 دغه راز په همدغه  کلي کې څاروي تلف شوي دي .

 له بله پلوه دولسوالۍ  له مرکز سره ددوراج دکلي مواصلاتي لاره دواوري  د ښوئيدو له امله تړل شوې ده له  دغه  کلي څخه دسردزيان په باب تراوسه پورې خبر نه دى ترلاسه شوى .

 خبرځاى وويل، ددغو دوو کليو اوسيدونکي لومړنيو مرستو ته اړتيا لري .

کابل باختر د کب  ٢٦

  دسالنګونولويه لاره دترافيکو پرمخ پرانستې ده او په دغه  لويه لاره کې هوا ښه ده .

 دسالنګونو دساتنې او څارنې رييس جنرال رجب باختر اژانس ته وويل: دنوي کال د رارسسيدو او دنوروز جشن دنمانځنې په خاطر يو زيات شمير مسافرين له دغې  لويې لارې څخه تيريږي او تګ راتګ په دوطرفه ډول دوام لري خو تيلري وسايطو ته له سالنګونو  څخه دتيريدو اجازه نه ورکول کيږي او يواځي دخوراکي توکو شل ټنه وسايط  کولاي شي ددووساعتونو لپاره  هغه هم دشپې له خوا له دغې لويې لارې څخه تير شي .

 جنرال رجب د حيرتانو او شيرخان بندر دترانسپورت له مسوولينو څخه وغوښتل چې بار وړونکي وسايط دسالنګونو په لور ونه ليږي .

  ده له مسافروڅخه وغوښتل چې له سالنګونو څخه دتيريدو په وخت کې ژمني جامې ولري او دغه راز وسايط يې په ژمنيو وسايلو سمبال وي .

  جنرال رجب زياته کړه چې دجبل السراج له ولسوالۍ څخه ددوشي تر ولسوالۍ پورې بيزونه او د بيړنيو حالاتو سيمې  دمسافرو په خدمت کې دي او دوى له کومي ستونزې سره دمخامخ کيدو په صورت کې کولاي شي  دلويو لارو د رياست له ٠٧٩٩٤٣٢٠٠٢او دفوايد عامې وزارت دبيړني ځواب  ورکولو له امر سره په ٠٧٥٢٠٤٢٢٦ تيلفون سره  اړيکه ونيسي .

کاب ل\باختردکب ٢٥ مــــــــــــــــــــه 

د افغانستان دتعليم القران مرکز په پام کې لري چې ددغه مرکز له خوا يو مليون ټوکه چاپ شوي قرانکريم په ټول افغانستان کې وويشي

 د باختر اژانس دخبريال دخبر له مخې په هغې غونډه کې چې له همدي امله ديو شميرعالمانو او دجوماتونو خطيبانو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه ، ددغه مرکز مسول مولوي عبدالحسيب وويل: د افغانستان دتعليم القران مرکز يو ديني تعليمي او علمي مرکز دي او هدف يې يواځې د اسلا مي ښوونې او روزنې په لاره کې خدمت دى چې په همدى مقصد يې يو مليون ټوکه قران عظيم الشان چاپ او په ټول هيواد کې ددين په مينه والو ويشي.