14 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

کابل/ د چنګاښ۲۴ مه/ باختر د هېواد پخواني جمهور رييس حامد...

 عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د جمهور رئيس ځانګړي استازي او...

 جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل\باختر\ داسد٩
دافغا نستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزيرډاکتر زلمي رسول له خوا د ايټاليادبهرنيو چارو د وزير په نامه د ډاډ ګيرنې پيغام ليږل شوى دى.
دبهرنيوچارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:په پيغام کې ويل شوي دي:
په دې وسيله دمسافروړونکى ب س موټر دچپه کيدو د زړه بوږنونکې پيښې په خاطر چې په دې وروستيو وختوکې ستاسو په هيوادکې رامنځته شوه او له امله يې د ايټاليا جمهوريت يوشمېر اتباع ووژل شول او يوشمېرنورټپيان شول، دخپلې ژورې خواخوږۍ او خواشيني مراتب تاسو او ستاسو له لارې دقربانيانو کورنيو ته وړاندې کوم.
په داسې حال کې چې ځان په دې ستر غم کې له تاسو سره شريک بولم؛ يوځل بيا ددغې زړه پوږنوونکې پيښې پاتې کسانو ته د ډاډ ګيرنې په څرګندولو سره دصبر او زغم هيله کوم.

کابل باختردزمري دمياشتې ٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس د ١٣٩٢ کال دغبرګولي دمياشتې د ٢٨ نيټې د ٢٠٧٧  گڼه  حکم له مخې چې دوه مياشتې مخکې د سترې محکمې د  دروازې په وړاندې دځانمرګې پيښې له امله دسترې محکمې د ديارلسو تنو شهيدو کارکوونکو له وارثانو سره د پولي مرستې ورکړه منظوره شوې وه ، منظوره شوې مالي مرسته چې دهر شهيد لپاره  سل زره  افغانۍ پکې شاملې وې؛ نن له غرمې مخکې د سترې محکمې په مقرکې د هغوى په وارثانو وويشل شوه.
دسترې محکمې د خپرونو رياست باخترآژانس ته  خبرورکړ:
ددغو مراسمو په پيل کې لومړى دقضايه قوې د ادارې عمومي آمر ډاکتر عبدالله عطايي يو ځل بيا د افغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات په  استازيتوب د ډاډګيرنې اوخواخوږۍ مراتب دشهيدو منسوبينو وارثانو ته وړاندې   کړل او دلوى خداى (ج) له دربار څخه يې شهيدانو ته د فردوس جنت هيله وکړه  او دشهيدانو له وارثانو سره دمرستې په نسبت يې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس د اهتمام او زړه سوى له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې د شهيدانو د وارثانو يادونه هغه هم د روژې دمبارکې مياشتې په دغو متبرکو او بختورو ورځوکې د جمهوري رياست د عالي مقام دغمرشريکۍ او پاملرنې ستره نښه نښانه او د درناوى وړ ده .
وروسته د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دالانشا د لوى رياست  د مکافاتو  د ادارې رييس رحمت الله منګل په دې مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حکم ولوست اودجمهوري رياست  دعالي مقام دحکم دتحقق په لاره کې يې دچارو د ادارې  د پرله پسې  هڅو يادونه  وکړه او دشهيدانو له کورنيو څخه يې هيله وکړه چې دجمهوررييس مرستې د همدردۍ  د نښې نښانې په توګه ومني.
وروسته  منظورې شوې مرستې د قضايه قوې  د ادارې دعمومي آمر ډاکترعبدالله عطايي له خوا په داسې حال کې چې د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست د مکافاتو د ادارې رييس او د سترې محکمې د مالي او اداري  او دخپرونو رييسان حاضر وو؛ د شهيدانو په وارثانو وويشل شوې چې د شهيدانو د وارثانو له  خوا دکور ودانۍ په ويلوسره ومنل شوې.

کابل باختردزمري دمياشتې ٩ :
په کابل کې د يوناما د دفتر د بشر د حقوقو رييس نن په يوه خبري غونډه کې وويل   چې د روان ميلادي کال په لومړيو شپږومياشتوکې په افغانستان کې د ملکي وګړو د سر د زيان شمېر په سلوکې درې ويشت زيات شوى دى.
دباخترآ ژانس دخبريال دخبرله مخې :
په دې خبري غونډه کې په کابل کې يوناما د د فتر دبشردحقوقو رييس زياته کړه: ددغه سازمان نوي رپوټونه ښيي چې د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٣٩١ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ٢٥٣٣ تنه نورټپيان شوي دي  چې په وژل شويو کسانوکې ٣٧٧ تنه ماشومان اوښځې شاملې دي.
ده دملکي وګړو د سرزيان دزياتوالي  علت ناامنۍ، دماينونو په چاودنو اوعملياتو کې وبلل او ويې ويل: دملګروملتو دسازمان ددغه زياتوالي له امله دانديښنې په څرګندولوسره دملکي وګړو  د سر دزيان په مخنيوي کې دښکيلو ډلو دجدي اقدام غوښتنه کړې ده.
دده دڅرګندونو له مخې: د ملګرو ملتوسازمان د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ښځو او ماشومانو د سر د زيان په نسبت هم  انديښنه څرګندوي.

کابل\باختر\ داسد٩
يوشمېرهندو اوسک هيواد والو نن دکارته پروان په درمسال کې غونډه وکړه او دخپلو حقوقو د اعاده کولو غوښتنه يې و کړه.
دغو هيوادوالوڅرګنده کوله چې هندوانو او سکهانو پارلمان ته د حکومت دپيشنهادي طرحې له مخې يوه اختصاصي څوکۍ لرله، خوپه دې وروستيو وختو کې د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې د مختلط کميسيون د پريکړې له مخې دغه څوکۍ له هندوانو اوسکهانو څخه واخيستل شوه.
دباخترآژانس دخبر له مخې: په دې غونډه کې زياترو ويناوالو طرحه کړه چې د هيواد پارلمان په ځينو مسئلو کې د ولسواکۍ خنډ کيږي او په يو مشخص مورد کې دوه ګونې تصميم نيسي.
يوه هندو هيوادوال اوتارسنګ وويل چې کوچيانو ته لس څوکۍ ورکول کيږي او د هندوانو اوسکهانو يوه پيشنهادي څوکۍ هم خذفيږي. دا څه ډول عدالت دى؟ دا يوازې هندوان اوسکهان نه دي چې دپارلمان ددغه تصميم په نسبت انديښنه څرګنده وي؛ بلکې دکابل ښاريوشمېرنور اوسيدونکي هم دغه تصميم عادلانه نه بولي.
دکابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو دپوهنځي محصله بشينه وايي چې په افغانستان کې ټول ميشت قومونه دافغانستان د اساسي قانون له مخې برابر حقوق لرونکي اتباع دي. د دې په نظر دپارلمان دغه تصميم دبيا څيړنې غوښتنه کوي.
دغه راز د مدني ټولنې مرکزونه د هندوانو اوسکهانو داعتراضو نو دموجه بللو په ترڅ کې طرحه کوي چې بايد د دوى دغه حق اعاده کړاى شي.
دښځو د سياسي مشارکت د کميټې رئيسه ډاکتره عالمه په دې باور ده چې بايد توپير ته له دوو اړخونو وکتل شي. يو منفي نظر چې مردود دى او بل مثبت نظرچې په زياترو اسيايي ، افريقايي او اروپايي هيوادونوکې د واکمن سياسي حالت پربنسټ را منځته کيږي.
دې زياته کړه: په اوسنيوشرايطوکې مثبت توپير د اقليتونو لپاره يوضروري کاردى. په دې دليل بايد د ټولوله حقوقو سره يوخيل معامله وشي؛ نه دوه ګونې.
دې په پاى کې وويل چې د هندوانو اوسکهانو اعتراض مو جه او پرځاى دى.
په همدې حال کې يوشمېر کارپوهان ددغې موضوع بلې زاويې ته اشاره کوي او وايي چې دهيواد زياتره اقليتونه هغه خلک دي چې د استازيتوب په خاطر د ډله ييز تبليغ لپاره زمينه په واک کې نه لري. له دې امله بايد په يو ډول نه يوډول د هغوى دحقوقو په اعاده کولو لاس پورې شي.