13 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فراه کې دوه ملکيان ووژل

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر وسله والو طالبانو پرون په...

په پکتيا کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر په پکتيا کې د يوې چاودنې مخه...

لسګونه ځوانان د پکتيا له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر لسګونه ځوانان د افسر په توګه د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

د ارزګان ولايت په ترينکوټ ښار کې دڅلور کيلو متره سړک په پخو لو سره په سلګو نو کورنيو ته مواصلا تي اسا نتياوى برا بري شوې

 د ارز ګان والي محمدعمر شيرزاد د باختر ا طلاعاتي ا ژانس ته وويل: دغه سړک چې څلور کيلو متره اوږد او اووه متره سور وردي ، د هالند د مالي مرستي د يو نيم مليون ډالرو په لګښت په څلورو مياشتو کې قير شوي دي

خبرځاى زيا ته کړه : دغه سړک د ارزګان ولايت د مرکز اړوند دتوري له کلي څخه ددغه ولايت د هوا يي ډګر تر ترمينل پورې اوږد والى لري اود سړک په اوږدو کې دسلګو نو کور نيو مواصلا تي ستو نزى لري شوي دي

د ترينکوټ ښار د توري کلي يو تن او سيدونکى دباختر د اطلاعا تي ا ژانس خبريال ته وويل چې په تير وخت کې ترا نسپورتي وسايط په دغه واټ کې له ستو نزو سره مخامخ و، خو اوس چې سړک قير شوى ، دغه ستو نزه لري شوې ده ده له دولت څخه وغو ښتل چې په دغه ولايت کې د نورو ټولګټو پرو ژو تطبيق ته پا ملرنه و کړي

دهالند د پرمختيا يي چارو مسول وويل: که څه هم دغه هيواد تيرکال له ارزګان څخه خپل سر تيري ايستلى  اود بيا جوړ ونى ولايتې ټيم مسو ليت يي ا مريکا يي ځواکو نو ته سپارلي دى خودبيا جوړ ونې په برخه کې مرستو ته دوام ورکوي

 ده زيا ته کړه همدا اوس دارزګان په مرکزکې د هالند په مرسته دشل کيلو متره سړک پخول دوام لري .

د ارزګان والي دغه پروژي د خلکو لپاره ګټوري وبللي وې ويل: ټا کل شوې ده ځينې دغه سړکو نه په نږدي را تلونکى کې ګتې اخيستنې ته وسپارل شي

اټکل  کېږي چې ديکشنبې په ورځ  دکابل په ګډون دهيواد په ځينو سيمو کې واوره او باران و اوري .

دهواپوهنې دانترنتي  منابعو له خولې دباختر داطلاعاتي  اژانس دخبرله مخې :

ديکشنبې په ورځ   دهيواد په زياتو سيمو په تيره بيا په شمالي اومرکزي ولايتونو او کابل کې به  واوره او باران و اوري .

تيره اوونۍ هم دکابل په ګډون دهيواد په زياترو ولايتونو کې  زياته واوره  وشوه چې دخلکو اوپه تيره بيا دبزګرانو دخوښي سبب شوه او  دهوا د دوړي او لړۍ يې له منځه يوړلي  ، خوله بله پلوه دلارو دبنديدو  اودواورې دښوئيدنې سبب شوې  چې په بدخشان  اودهيواد په نورو سيمو کې  دديرشو تنو  دمړينې سبب شول.

کابل باختر دجدي  ٣٠ :

په بغلان ولايت کې  نن ديوې ترافيکي پيښې له امله اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

دبغلان ولايت دترافيکو مدير   سمونوال سيدمحبوب سادات دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  نن غرمه  يو باروړنکې موټر   ددوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يوکرولا موټرسره ټکر وکړ  چې له امله يې دکرولا موټر درې تنه سپرلۍ ووژل شوي  او ديوې ښځې  او يو ماشوم  په ګډون پنځه تنه ټپيان شول .

دده دڅرگندونوله مخې   دپيښې ټپيان  ډير ژر دپلخمري ښار روغتون ته ليږدول شوي دي  او موظفو ډاکترانو دټپيانو روغتيايي حالت ښه بللي دي .

٢٤-کابل باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

  په څه دپاسه  يو زرو دوه سوه تنو ځوانانوچې په بغلان کې  يې ددوو عمراني پروژو په جوړولو کې دخوراکي توکو په بدل کې کار کړي و ، نن خوراکي توکي وويشل شول .

 دغو ځوانانودکانال دپاکولو او دسړک دترميمولو اوکريړ اچولو  په هغو پروژو کې کار کړي دي چې دکليودبياجوړولو او پرمختيا رياست او دنړۍ دخوړو دسازمان له خوا پرمخ بيول کيږي .

 دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس  ديپلوم انجنير  شفيق احمد علم يار  دباختر اطلاعاتي اژانس ته  وويل،  هريوه کارګر ته چې درې مياشتې يې  ددغو پروژو په جوړولو کې کار کړى دى يوه بوري غنم ، درې نيم کيلوګرامه غوړي ، شپږ کيلوډال او مالګه دنړۍ دخوړو دسازمان له خوا نن ورکړل شول .

  دغو  ځوانانو په دريو مياشتو کې  د ٢٤ کيلو مترو په اوږدوالي کانال پاک کړى دى او هم يې د  ٤٨ کيلو مترو په اوږدوالي يو سړک ترميم او کريړ پري اچولى دى .

 دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو او پرمختيا رييس وويل ، دخوراکي توکو په بدل کې دکار پروګرام ددغه ولايت په ټولو سيمو کې دوام لري .  ده زياته کړه :دعمراني پروژو په کارګرانو دخوراکي توکو ويشل پيل شوي دي .