18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

په فراه کې د پوليسو سرتېري وستايل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د فراه امنيې قوماندانۍ نن په...

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

څلورطالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر څلور وسله وال طالبان تېره شپه...

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

جمهورريیس غني د کابل ښاروالۍ د کړنو راپور واورېد

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر دمرغومي   شپږ ويشتمه

  دهلمند ولايت  په ناد علي ولسوالۍ کې ديو کيلو متره سړک د قيرګولو  کار بشپړ شو .

 دناد علي  ولسوال حبيب الله شملاني  نن دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دغه سړک دناد علي ولسوالۍ دچاه ميرزايي  سيمه دولسوالۍ  له مرکز سره نښلولي دي

 دده د څرګندونو له مخې  دغه سړک يو کيلو متره  اوږدوالې او اووه متره سور لري چې  دانګلستان په مرسته  د دوو  مليونو پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت  په تيرو دريو مياشتوکې په اساسي   ډول قير شوي دي او ددغې سيمې ددوه زره کورنيو ترانسپورتي ستونزي يې لري کړي دي .

کابل باختر دمرغومي   شپږ ويشتمه

  په بغلان ولايت کې له دولت سره  په يوځاى شويو کسانو نغدي سوغاتونه وويشل  شول .

 دبغلان ولايت دسولې دشورا يومسوول رمضان  سهرابي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  له هغو يو سلو نهو پنځوسو تنو سره چې له مخالفت څخه يې لاس اخستي اوله دولت سره يوځاى شوي دي دسولې دشورا له خوا نغدي مرسته وشوه .

 دسهرابي دڅرګندونو له مخې  په هرعادي سړى پنځه زره افغاني اوپه هر سرګروپ  لس زره افغاني وويشل شوي .

کابل\ باختر\ د مرغومي ٢٥ مـــــه

دسالنګو نو لويه لاره نن ما زيګر د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده اوس د وا وري د اورښت ترڅنګ سخت توپان هم په دغه لويه لاره کې دچليدو په حال کى دى او ويل کيږي چې ددغى لو يې لاري په ځينو ساحو کى  د وا ورې ا ندا زه يو سلو شل سا نتې مترو ته رسيد لى ده

 د مسوولينو دڅرګند ونو له مخې دغه توپان چلونکو ته د ليدو سا حه محدوده کړې ده او دوى ددې لپاره چې د احتمالى ترا فيکي پيښو مخه نيو لى وې ، دغه لويه لاره يې د ترافيکو پرمخ تړ لى ده .

 د پروان وا لي عبدالبصير سالنګي د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل سخت باد او توپان ددى سبب شوى دى چې چلوونکى ونه شي کولاى خپل پنځه متري واټن وويني له دي ا مله دوي ددغه توپان ترکمښت پوري لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړ لى ده

دپروان د والي دڅرګند ونو له مخې له سخت باد او توپان سر ه سره دسالنګو نو دلويې لاري خد ما تي کارکوونکې له عمو مي واټ څخه د وا وري او کنګل په لري کولو بوخت دى چې له پرا نيستلو وروسته په دى لويه لاره کې د ترافيکو بهير عا دى شي

 دسالنګو نو لويه لاره د افغا نستان يوه ډيره ستره مواصلا تي لاره ګڼل کيږي

دغه لويه لاره شمالى ولايتو نه له پايتخت سره نښلوى اود سړو په موسم کى تل پکي سخت بادونه اوتوپا نو نه چليږي اود وا ورې سخت اورښتو نه کيږي

کابل\ باختر\ د مرغومي ٢٥ مـــــه

دشهيدا نو ، معلو لينو اوټولنيزو چارو له وزارت سره د همکارو موسسو دلا زيا تي همغږې درا منځته کولو په مقصد نن يوه غونډه جوړه شوه .

د باختر ا طلاعا تي ا ژانس ته دشهيدا نو ، معلولينو اودټولنيزو چارو وزارت دخپرونو رياست د معلوما تو له مخې دغونډې په پيل کې دشهيدا نو ، معلو لينو او دټولنيزو چارو وزيرې امنې افضلي خبري و کړې اود معلو ليت په برخه کې يې د همکارو مو سسو د همکاريو له امله قدردا نۍ وکړه او په دې لاره کې يې د هغوى د مر ستو ددوام غوښتنه و کړه

آمنيې افضلي دغه را ز وويل ټول خلک په تيره بيا هغه موسسي چې دمعلو ليت په برخه کې فعاليت کوي مکلفيت لري چې له دولت سره يوځاى دمعلولو کسا نو په خد مت کې واو سي

 دغه را ز په دې غونډه کې  ددغه وزارت معينې ثريا پيکان اود اقتصاد وزارت دانجوګانو لوى رئيس محمدهاشم بصيرت د موضوع په اړوند خبري و کړې او معلولو کسا نو ته دښوخدمتونو اود چارو د ښه والى په کار کې د مناسبو لارو چارو وړانديز و کړ

 ټا کل شوې ده چى په نږدي ر ا تلونکى کې په دي اړوند له کورنيو او بهرنيو مو سسو سره د همغږۍ تفاهم ليک لاسليک شي