26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل\باختر\ د سنبلي ٦
دخوست  ولايت د تڼيو ولسوالۍ په سلګونو تنو خلکو نن دهغه څه پرخلاف غبرګون کې چې په دغې ولسوالۍ کې د بيا جوړولو په کار کې د دولت نه پاملرنه بولي  په مظاهرو لاس پوري کړ .
مظاهره کوونکو په داسې حال کې چې  موږ  بيا رغاونه  غواړو  شعارونه  ورسره  وو د دريو ساعتونو لپاره يې د خوست عمومي واټ د ترافيکو پرمخ وتاړه .
دوي  په هغه څه  په انتقاد سره چى د بيا جوړولو په کار کې د دولت دوه مخي بولي وايي سره له دې چې  په تڼيو ولسوالۍ کې  دڅو سترو  پلونو د جوړولولپاره بودجه بيله شوې ده خو په دې  برخه کې هيڅ کارنه دى شوى .
د مظاهرو يو تن برخه وال ميرعباس د باخترآژانس خبريال ته وويل  :
په خوست کې د دريو پلونو د جوړولو کار پيل شو خو هغه پل چې ټاکل شوې وه موږ ته جوړ شي کار يې ځنډول شوى دى .
دغه راز په تيروڅوکلونو کې دبيارغاوني هيڅ يوه پروژه نه ده عملي شوې .
دميرعباس دڅرګندونو له مخي د تڼيو ولسوالۍ خلک همدا اوس د موټرو دتګ راتګ د سترو پلونو د نشتوالي له ا مله دې ته اړدي  بازارونو په  تيره بيا دخوست ښار ته د رسيدو لپاره  اوږدې لارې  ووهى .
دغو مظاهره کوونکو دولت ته خبردارى  ورکړ که چيرې دپلونو جوړولو او د دوي    د نورو ستونزو په لرې کولو کې پاملرنه ونه شي خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي .
په همدې حال کې دخوست ولايت د فوايد عامې رييس انجنيرمامورشاه وايي چې د بيا جوړولو ولايتي ټيم په تڼيو ولسوالۍ کې د پله دجوړولو لپاره ژمنه کړې  وه خو خپله ژمنه يې عملي نه کړه  .
ده وويل د غه نور پلونه چې د جوړولوکار يې  پيل شوى  دى د نړيوال بانک  په مالي مرسته جوړيږي
دخوست ولايت د فوايد عامې رييس ژمنه وکړه چې د مرستندويو ارګانونو  د
مرستو دجلبولو له لارې  په د تڼيو خلکو ته  دپله په جوړولو  اقدام وکړي .

کابل\باختر\ دسنبلي٥
په ديني چاروکې د جمهور رييس دستر سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني د علمي مقام نن د مشعل پوهنتون له خوا درنا وي وشو.
پو هاند نعمت الله شهراني دهيواد د علمي اوفرهنګي شخصيتونو له جملې څخه دى چې تر اوسه پورې يې نږدې شپيته علمي او ديني آثار اوڅه دپاسه يو زرو پنځه سوه علمي مقالې ليکلې دي.
دباخترآژانس دخبريال د خبر له مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د سترې محکمې غړى پوهاند عبدالعزيز،ديني عالم مولوي عنايت الله بليغ ، د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو رييس، مسعود ترشتوال،د نړۍ فيلسوف محمد صديق افغان او څو تنو نورو د پوهاند شهراني دعلمي شخصيت او د ده د علمي آثارو او ليکنو په باره کې اوږدې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې پوهاند شهراني د مشعل پوهنتون د پاملرنې له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې بايد علمي، فرهنګي، خصوصي او دولتي ارګانونه د هيواد د نورو علمي او فرهنګي شخصيتونو درنا وي وکړي.
په پاى کې د مشعل د لوړو زده کړو د موسسې دستاينې لوحه د مشعل پوهنتون د علمي مرستيال سيد حسن علوي له خوا پوهاند شهراني ته ورکړاى شوه.
په دې غونډه کې د پارلمان د يو شمېر غړو په ګډون سربيره په کابل کې د دوستو هيوادونو د سفارتونو ځينو استازو، د پوهنتونونو استادانو او د هيواد علمي او فرهنګي شخصيتونو برخه اخيستې وه.
پوهاند شهراني په ١٣٢٠ هجري لمريز کال کې د بدخشان ولايت د خاش ولسوالۍ په شهران کلي کې زيږيدلى دى او خپلې لوړې زده کړې او دوکتورا يې د مصر او د ا مريکا د متحده ايالاتو له هيوادونو څه ترلاسه کړي دي.

کابل باختردوږي دمياشتې ٥ :
دهوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥ ټيټه  ١٢
هرات- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥،  ټيټه ١٨
جلال آباد- آسمان شين داورښت امکان د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٨
قندهار- آسمان شين  ، د تودوخې لوړه ٣٩ ، ټيټه ٢١
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه  ٣٧، ټيټه ٢٥
کندز- آسمان  شين  ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٣
غزني- آسمان ځاى ځاى وريځ ، ، د تودوخې لوړه درجه ٢٩ ، ټيټه ١١
باميان- آسمان ځاى ځاى وريځ ، ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧ ، ټيټه ١٠
فيض آباد آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٢، ټيټه  ١٠
شمالي سالنګ- آسمان شين  ، دتودوخې لوړه درجه ١٢، ټيټه  ٣
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧ ټيټه ٢٧
خوست- آسمان ځاى ځاى  وريځ   د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢٥
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٤ ، ټيټه ١٩
لښکرګاه-  آسمان شين  ، د تودوخې لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢١
جنوبي سالنګ- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ١٥، ټيټه ٩
شبرغان – آسمان شين   ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٦ 
جبل سراج-آسمان شين ،ددوخې لوړه درجه ٣٣-ټيټه ٢٠
په کابل کې به سبالمرپه ٥ بجو او ٢٧ دقيقو  وخيژي او  د مازيګر په ٦ بجو او ٣٥ دقيقو  ولويږي . 

کابل\باختر\دسنبلي٤
دمشرانو جرګي رئيس فضل هادي مسلميار دسترې محکمې له رييس اوقضايي هيئت ، د ولسي  جرګي له رييس اود استازو مجلس له غړو ، د مشرانو جرګي له اداري هيئت اود سنا مجلس له غړو ،د هيواد له جهادي او سياسي شخصيتونو ،   د کابيني له غړو ، دخپلواکو کميسيونونو او ادارو له رييسانو اوغړو، له ملکي اونظامي چارواکو، واليانو او دخلکو له بيلا بيلو قشرونو څخه چې دکابل او
جلال اباد په ښارونو کې د ننګر هار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د پو هني د مدير شهيد محمدعظيم دفاتحې اخستلو اوغمشريکي په مراسمو کې ګډون وکړ، مننه او قدرداني کوي .
دغه راز د مشرانو جرګې رييس دفاتحې اخستلو د مراسمو له تنظيموونکوپه تيره بيا د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا له لوى رياست ، د مشرقي قومونو له سراسري شورا او له هغو امنيتې منسوبينو څخه  مننه او قدرداني کوي چې دفاتحې اخستلو د مراسمو په پرځاى کولو کې يې فعاله ونډه واخيسته .