29 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د افغانستان او پاکستان ترمنځ...

 سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د وګړنى سولې کاروان يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل\باختر\ دچنګاښ ٥ مــــــــــــه

دطالبانو دډلې يو قوماندان دخپلو پنځو تنو افرادو په ګډون پرون مازيګر په کندز ولايت کې دسولى دټينګښت له بهير سره يو ځاى شو .

دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول سيدسرور حسينى باختراژانس ته وويل، دغه کسان دملا عبدالبصير په مشري له څلورو کلونو را په ديخوا په على اباد ولسوالۍ کې ددولت پرخلاف په وسله واله جګړه بوخت وو اود کندز ولايت د امنيه قوماندان په هلوځلو سره پرون ما زيګر له خپلو وسلو سره دسولى له بهير سره يوځاى شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٤ :

دتايمنيو دديجيتل دتيلفون پروژه داستفادي وړ وگرځيده.

دباختراژانس دخبرله مخې په هغي غونډه کې  چې له همدي امله دتايمنيو دتيلفون په مرکز کې جوړه شوې وه دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزير انجينر اميرزي سنګين  وويل دتايمنيو دديجيتل تيلفونونو دپراختيا پروژه دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي  وزارت له پرمختيايي بودجي څخه  ددوه نيمومليونو ډالرو په لګښت دپنځه زره اته سوه مزو په ظرفيت نن په فعاليت پيل وکړ.

ده زياته کړه همدا اوس دديجيتل دسيمدار تيلفون سيستم دبلخ ،قندهار ، ننګرهار  اوکندز په ولايتونو اودکابل ښار په يوه برخه کې فعال دي.

٥٠-کابل باختر  دچنګاښ دريمه

  له دريو ورځو راپديخوا  په غور ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله څلورويشت  تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي

 دغه سيلاونه چې دغور ولايت د چارسدى  ، دولت يار اوشهرک  په ولسواليو کې  له دريو ورځو راپديخوا دوام کړى سربيره پردې چې د منار دڅلي  يو استنادي ډيوال يې ويجاړ کړى دى په دغو ولسواليو کې يې  خلکو ته زيات زيان اړولى دى
 دغور ولايت  ويندوى عبدالحي خطيبي  نن باختر اژانس ته وويل  په دغو ولسواليو کې دسيلاونو دراوتلو له امله څلورويشت  تنه وژل شوي دي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي او ددې تر څنګ چې دمنار د څلي د يو استنادي ډيوال ويجاړ کړى  دى خلکو ته يې زيات زيان اړولى دى .

 خبرځاى زياته کړه  چې ټپيان روغتون ته ليږول شوي  او تر درملنې لاندې دي .

سرپل \ باختردچنګاښ دمياشتې ٢ :

په سرپل ولايت کې دسيلاو له امله يوشميرکسان ووژل شول .

دغه سيلاو پرون له غرمې مخکې په بلخاب ولسوالۍ کې راووت .

ويل کيږي چې له دې امله  په لسگونو کورونه ويجاړشوي اوپه لسګونو کورنۍ مهاجر شوي دي .

دسرپل ولايت دبلخاب ولسوال عبدالغني ابراهيم باختراژانس ته وويل :ددغه سيلاو له امله يوشمير سيمه ييزاوسيدونکي وژل شوي دي.

ده وويل له سيلاو ځپلو سيمو سره دځمکې دلارى دتړل کيدو له امله دسرزيان  نه دى څرگندشوى .

دبلخاب ولسوال زياته کړه : ددغوسيلاونو له امله  په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه ، په لسګونو کورونه اوښوونځي  ويجاړشوي دي  .

په دې حال کې  دسيلاوځپلو  سيمو اوسيدونکي بيړنيز بشري مرستو ته په تيره بيا کور، جامو، خوړو ، اوبو او درملو ته اړتيالري .

دبلخاب ولسوال له دولت اومرستندويومرکزونو څخه وغوښتل  چې ډيرژر له سيلاوځپلو سره مرسته وکړي.

ديوبل خبرله مخې، په بغلان ولايت کې دسيلاو له امله يوتن وژل شوى او يو جومات اوشپږکورونه په بشپړډول ويجاړشوي دي .

دغه سيلاو دبنواندراب په سيچ ولسوالۍ کې راوتلى دى.

دبنواندراب ولسوال باختراژانس ته وويل ددغه سيلاو له امله دکرنې څه ناڅه پنځه سوه جريبه ځمکه هم ويجاړه شوې ده.

ده له دولت اومرستندويو مرکزونو څخه له سيلاو ځپلو سره دبيړنيو مرستو غوښتنه وکړه.