26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل - باختر د وږي  دريمه
دبيت الله شريف دحج دمناسکو عملي لوست نن د تمثيلي کعبې په نندارې سره دعيدګاه په جامع جومات کې پيل شو .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه عملي لوست دهيواد دمجربو عالمانوله خوا دکابل ښار د بېلابېلو ناحيو حاجيانو ته ورکول کيږي چې دحج دمناسکو عملي اجرا کول او په دې باب دمعلوماتو ورکول پکې شامل دي .
  په دغو مراسموکې دحج او اوقافو رياست دخپرونو رييس قاضي حبيب الرحمن صالحي دفرضي حج او دهغه د مناسکو د اداکولو دفضيلت او عظمت په باره کې معلومات ورکړل او وې ويل چې دهيواد په ټولو ولايتونوکې تمثيلي فرضي کعبه  د حاجيانو د لارښوونې په مقصدجوړه شوې ده او سربېره پردې د حج د مراسمو په اړوند دحاجيانو د زياتې لارښوونې په خاطر لارښود ښوونکي هم سعودي عربستان ته استول کيږي .
ده دحج دبهير په اړوند د حج او اوقافو وزارت د تيارۍ ډاډ ورکړاو ويې ويل چې دبيت الله شريف دحج دمناسکو عملي لوست په اوونۍ کې درې ورځې يعنې ديکشنبې، سه شنبې او د پنجشنبې د ورځو د سهار له اوو بجو له غرمې مخکې تر يوولسو بجو پورې د درنوعالمانو له خوا دکابل ښار دعيدګاه په جامع  جومات کې ورکول کيږي .
ده وويل چې د حاجيانو د زده کړې او لارښوونې  پروګرام سعودي عربستان د هغوى تر روانيدو پورې دوام کوي او دغه راز په دغه هيوادکې حاجيانو ته د زياتو اسانتياوو د برابرولو او د ستونزو دحل کولو په مقصد دحج او اوقافو وزارت له خوا لازم امکانات برابر شوي دي .

کابل - باختر د وږي  دريمه

 د وريښمو تنګي په ساحه کې نن سهار د ډبرې د رغړيدوله امله په لنډ مهال ډول  دکابل _ جلال آباد په لويه لاره کې ترافيکي نظم ګډوډ شو .

 دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال  محمد داود امين دباخترآژانس خبريال ته وويل: د وريښمو په تنګي کې د ډبرې د رغړيدو له امله دکابل _ جلال اباد په لويه لاره کې ترافيکي نظم په لنډ مهال ډول ګډوډ شو .

 دى وايي چې دغه ستونزه اوس حل شوې ده او د ترافيکو بهيرعادي بڼه غوره کړې ده.

دغه خبرې په داسې حال کې کيږي چې يو شمېر سپرليو په ساحه کې د خورو ورو ډزوخبرې وکړې او د لارې تړل کيدل يې يو قصدي حرکت وباله. خو دکابل دساحوي زون د امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال په دې ترڅ کې چې په ساحه کې خورې ورې ډزې تاييدې کړې او د ډبرې رغړيدل يې يوه طبيعي پيښه وبلله ويې ويل چې دغه ستونزه اوس حل شوې ده او امنيتي ځواکونو ساحې ته ور دانګلي دي چې دخورو ورو ډزو علت پيداکړي . 

رياض - باختر د وږي  دريمه

  د يو افغان تنکي ځوان مړى د سعودي عربستان دپوليسو له خوا ددغه هيواد د مکې مکرمې ښار د يو جومات په تشناب کې کشف شوى دى .

 سعودي  مطبوعاتو ددغه هيواد دپوليسو له خولې خبر ورکړى دى چې دغه افغان تنکى ځوان څوارلس کلن دى چې دمکې مکرمې  په ښار کې ديوجومات په تشناب کې په داسې حال کې ځان يې دغاړې د دستمال په واسطه ځوړند کړى و، پيدا شوى دى .

 ويل کيږي چې ددغه ځوان مړى عدلي طب ته ليږدول شوى دى او دتحقياتو نتيجې ښيي چې ددغه تنکي ځوان مړينه د ځان وژنې زيږنده ده او کوم بل جرمي اقدام نه دى ثابت شوى .

 ددغه ځوان دقيق هويت اوپه دې باب چې دغه افغان ځوان په سعودي عربستان کې کوم کار کاوه؛ په  خبرکې څه نه دي ويل شوي  . 

کابل باختر –د وږې دمياشتې دويمه:
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا
دحج او اوقافو وزارت د حج دچارو  د لاښه تنظيمولو په  مقصد د حج د مناسکو عملي لوست سبا دروان کال  دوږي دمياشتې په دريمه نيټه  ديکشنبې  دورځې دسهارپه اوو بجو دعيدګاه په جامع جومات کې پيلوي.
البته دغه پروګرام دطرحه شوي پلان له مخې دشنبې ، دوشنبې او چارشنبې دورځو دسهار په اوو بجو دعيدګاه په جامع جومات کې دوام لري .
د ١٣٩٢ کال بيت الله  الحرام  تلوونکي دې خبروي.