29 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د افغانستان او پاکستان ترمنځ...

 سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د وګړنى سولې کاروان يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د غبرګولي  پنځه ويشتمه

 دبغلان په ولايت کې د سري مياشتي  دنمايندګي  اداري  په دغه ولايت کې دوروستي زلزلې له امله  له مصيبت ځپلو کسانو سره  د خوراکي توکو او دژوندانه داړتيا وړ وسايلو  مرسته وکړه .

 په  دې مرسته کې  وريجي ، لوبيا ، غوړي ، بوره  ، چاي  ، مالګه  شړي  دپخلنځي  وسايل  او د  ژوندانه دچاپيريال ساتنې  وسايل صابون پودر او داوبو  بوشکي  شته .

 دبغلان په ولايت کې دسري مياشتي دنمايندګي رييس ډاکتر محمد حامد نيازي  باختر اژانس ته وويل  چې له دغو مرستو  څخه په ټوليزه توګه دوروستي  زلزلې له امله  ټول  دوه سوه شپږ شپيتو  تنو  زيانمنو شويو کورنيو ګټه واخسته

 دبغلان ولايت  په بورکي  ولسوالۍکې ددغې زلزلې  له امله  د غره په ډډه کې يوکلي  بيخي تر خاورو لاندې شوي دي .

  په دې پيښه کې  دښځو او ماشومانو په ګډون يواويا تنه  وژل شوي دي

کابل باختر د غبرګولۍ  پنځه ويشتمه

په سمنګانوکې اتلس تنه ښځينه قابلي  دروزنيزې  دورې له  بشپړولو وروسته دخلکو په خدمت وګومارل شوې.

 دباختر اژانس دخبر له مخې ،  په ولايتونوکې  د ښځينه قابلو شتون له شک پرته  دميندو اوماشومانو د مړيني دکچې په کمښت باندې اغيزه کوي .

 په سمنګانو ولايت کې د قابلو ددفتر يوې مسوولې  وويل  اووه کاله مخکې هم  اووه تنه قابلي  دسمنګانو ولايت  دقابلو دروزنې  له ښوونځي  څخه  فارغې شوې دي .

  دغو قابلو د دوه کلنۍ روزنيزې دورې له بشپړولو وروسته  دفراغت  سندونه ترلاسه کړل .

هرات \باختر\ د غبرګو لى ٢٤ مــــــه

د افغانستان په لويديځه حوزه کې د بشر د حقوقو خپلوا ک کميسيون په روان کال کې د ښځو پر خلاف د تا و تريخوالى د زياتو الى له ا مله انديښنه څر ګنده کړه .

ددغه کميسيون له خوا د ورکړي شوى احصا ئيې له مخې دروان لمريز کال په لومړيو دوو مياشتو کې چې څه نا څه اووه مورده يې په هرات ولايت پورې اړه پيدا کوى

 د افغانستان د لويديځى حو زى دبشر دحقوقو د کميسيون رئيس رحيمي باختر ا ژانس ته وويل په تيرو دوو مياشتو کې ښځې ٢٤٧ ځلې وهلى او ډبول شوي دي .

دغه موارد يواځى هغه شميرني دي چې د بشر د حقوقو په خپلواک کميسيون کې ثبتې شوي دي او ښايي هغه احصا ئيه چې تر او سه پورې نه ده ثبت شوې له دى احصا ئيې څخه ډيره زيا ته وي

 د رحيمي دڅرګندونو له مخې، دافغانستان په لويديځه حو زه کې د وهلو اوټکولو د٢٤٧ مواردو له جملې څخه ٢٠١مورده يې په هرات ولايت کې ثبت شوي دي .

 دروان کال په لومړيو دوو مياشتو کې په ٤٢ مواردو کې نجو نې په جبري توګه بل چاته په نکاح شوي دي چې ٣٣ مورده يې په هرات ولايت کې شوي دي اود بشر دحقوقو خپلواک کميسيون دغه راز له کور څخه د تيښتې ٣٧ مورده پيښې ثبتې کړي دي چې نولس مورده يې بيا هم په هرات ولايت پورې اړه پيدا کوى

 داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان د لويديځې حوزى ولايتونه په تيرکال کې هم دښځو پر خلاف د زيا تيدو نکو تاو تريخو الى شاهدان دي .

په ١٣٩٠ کال کې دلويديځې حو زى په څلورو ولايتو نو کې د بشر  دحقوقو دخپلوا ک کميسيون داحصا ئيې له مخې.، په هرات کې دځان سوزونې د٧٢ موردو په ګډون دځان سوزونې ٨٨ مورده په هرات کې دځان وژنې د١٠٩ موردو په ګډون دځان وژنې ١١٤ مورده او په هرات کې د وژنې د٣٤ موردو په ګډون د وژنې ٣٩ مورده ثبت شوي دي .

 دبشر دحقوقو د خپلوا ک کميسيون مسولين دغه راز وا يي چې د بي سوادۍ ، بي وزلى او په لري پرتو سيمو کې دسوکالى او زده کړي د امکاناتو د نه شتون په څير موارد د ښځو دحقوقو د تر پښو لا ندې کولو سبب کيږي .

د بشري حقوقو منا بعو پخوا هم ويلي و چې د افغانستان زيا تره ښځې په خپلو ورځنيو حقوقو نه پو هيږي .

کابل باخترد جوزا دمياشتي٢٤ نيټه :

دبادغيس ولايت دقلعه نور ښار په مربوطاتو کې يوسلو پنځوسو کورنيو له بريښنا څخه ګټه واخيسته .

دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير ويس برمک  په بادغيس ولايت کې داوبو بريښنا ددوو کوچينو پروژو دپرانستلو په وخت کې وويل  دغه پروژې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه ديواتيا زرو اووه سوه امريکايي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندي شوي دي.

دبرمک دڅرگندونوله مخې دغه پروژې داته اعشاريه څلورو ميګاواټو بريښنا دتوليد ظرفيت لري او له ښيګڼو څخه يې يوسلو پنځوس کورنۍ ګټه اخلي .

په هغو مراسمو کې چې ددغو پروژو  دپرانستلو له امله دبادغيس ولايت په مقر کې پرځاى شوى و دبادغيس والي دلبرجان ارمان  ددولتي ادارو رييسانو او دبادغيس ولايت دمشرتابه هيئت  ګډون کړي و . دبادغيس والي  ددغو پروژو پرانستل  خلکو ته دټولنيزو  خدمتونو په وړاندي کولو کې يو پرځاى اقدام وباله  اودبيا جوړولو په برخه کې يې دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دزياتو همکاريو غوښتنه وکړه .

ويس برمک دغه راز داوبولګولو هغه پروژه وکتله چې پخوا په قادس ولسوالۍ کې  پرانستل شوې وه.