26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل\باختر\ داسد٣٠
د ځوانانو د نړيوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزى پيغام!
کال په کال په همدې مياشت کې د ځوانانو نړيواله ورځ د نړۍ په يو زيات شمېرهيوادونوکې نمانځل کيږي. ددغې ورځې دنمانځنې هدف په سترو تصميم نيوونکي، د ځوانانو ونډې ته پاملرنه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دځوانانو دظرفيت او د بالقوه ځواکمنۍ لوړ ول دى.
زموږ ټولنه ډيره نيکمرغه ده چې زياتره وګړي يې ځوانان دي. موږ په خپلو ځوانانو او د هغوى په استعدادونو وياړو او خپله دنده بولو چې د هيواد دځوانانو د استعدادونو د ودې ،پالنې او غوړيدو لپاره له پخوا زيات هلې ځلې وکړو.
په تيرو لسوکلونوکې د ځوانانو دتعليم اوتحصيل او په هيوادنيو چارو او مدني ټولنه کې د هغوى د ګډون په لاره کې د دولتي اومدني بنسټونو له خوا يولړکارونه ترسره شوي دي؛ خو زما په نظر په هيڅ صورت کافي او بس نه دى.
لاتراوسه پورې هم زموږ ځوانان له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي. لکه وزګارتيا، د تعليم او تحصيل لپاره د مساعدوشرايطو نشتوالى اودغه راز د مهاجرت په لور دځوانانو مخې کول.
مسوول دولتي بنسټونه اومدني ټولنه دې بايد زموږ دځوانانو پرمخ د ټولو پرتو ستونزو او خنډونو جرړې پيدا کړي او د هغو د له منځه وړلو لپاره بايد لارې چارې ولټوي او په دې اړوند خپل مشخص وړانديزونه دې مسوولو موسسو ته وسپاري چې زموږد ځوانانو د ستونزو د حل کولو په لاره کې مخ په وړاندې ګامونه واخلو او په دې برخه کې له شتو وستونزو سره مبارزه وکړو. دهيواد ددولتي مرکزونو او د مدني ټولنې د پياوړي کولو او ځواکمن کولو لپاره د سياست، فرهنګ او اجتماع په چاروکې دځوانانو دګډون لپاره د مناسبو فرصتونو د زمينو برابرول له اساسي شرطونو څخه بلل کيږي.
د هيواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته شاباسۍ وايم چې په څو وروستيوکلونو کې يې دځوانانو د معينيت له لارې زموږ دځوانانو د ځينو ستونزو د له منځه وړلو لپاره يې پروګرامونه جوړکړي دي او په زياترو مواردو کې يې عملي ګامونه هم اخيستي دي.
په پاى کې د ځوانانود نړيوالې ورځې له امله دهيواد ټولو ځوانانو ته مبارکي وايم او دلوى خداى (ج) له دربارڅخه هيواد ته د خدمت په لاره کې د دوى دبرياليتوب هيله کوم.

کابل\باختر\ داسد٣٠
دفاتحې اعلان!
دننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې د مديرپه سرمعلم مشهور د شهيد حاجي محمدعظيم خان نايل د فاتحې مراسم چې جنازه يې پخوا د دوى په پلرنى هديره کې خاورو ته سپارل شوې ده؛ د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار او ددغې جرګې د غړو ، د ارواښاد د کورنۍ ،مشرقي قومونو او دپوهنې وزارت له خوا د روان کال د وږي د مياشتې په دويمه نيټه دشنبې د ورځې له غرمې وروسته له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې په حضوري چمن کې د عيد ګاه په جامع جومات کې پرځاى کيږي.
دوستان دې خبر وي.

کابل باختر دزمري ديرشمه :
د سولې له بهير سره يوځاى شويو کورنيو په کندز ولايت کې له بريښنا څخه ګټه واخيسته .
دکندز ولايت د سولې د شورا رييس اسدالله عمرخيل نن باخترآژانس ته وويل: د بريښنا د توليد پروژه په شپږو مياشتوکې د سولې د شورا له بودجې څخه د دوه سوه زرو ډالروپه لګښت ددغه ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په مرکزکې بشپړه شوې ده.
د اوبو بريښنا له دغې پروژې څخه څه دپاسه زرو کورنيو په وړيا ډول ګټه واخيسته چې زياتره يې د سولې له بهير سره ديوځاى شويو کسانو کورنۍ دي .
له دولت سره يوځاى شوى نور محمد وويل چې اوس  مو له دايمي بريښنا څخه ګټه واخيسته .
ده وويل چې عادي ژوندانه ته ستون شوى دى او د دولت له خوا له سولې سره يوځاى شويو کسانوته د ژوندانه ځينې اسانتياوې برابرې شوې دي .
ده د دولت له نورو وسله والو مخالفينو څخه هم وغوښتل چې د سولې له بهير سره يوځاى شي .
دغه راز دکندز د سولې د شورا رييس وويل چې په ١٣٨٨ کال کې د سولې د بهير له پيل څخه تراوسه پورې په دغه ولايت کې څه دپاسه اووه سوه تنه وسله وال طالبان له دولت سره يوځاى شوي دي اوزياترو ته يې دکسب په ګډون دکار زمينه برابره شوې ده.

کابل-باختر دزمري دمياشتې ٢٩
دفاتحې اعلان
د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست سلاکار او دافغانستان د متحد اسلامي ګوند مشر الحاج انجينر وحيدالله سباوون  ، د خپل تره اروښاد
حفيظ الله آخوند زاده ، د خپل د واره ارواښادغلام سرور دترور د زوى  ارواښاد دشيخ محمد پاچا او د خپل د کاکا د ميرمنې دفاتحې اخيستلو مراسم چې دارواښادو جنازې پخوا د دوې په پلرنې اديره کې خاوروته  سپارلې شوي دي ، پرځاى کوى.
له همدې امله دوستانو ته خبرورکول کيږي چې فاتحه  دد ه ،د دوى دکورنۍ  دغړو او دافغانستان دمتحد اسلامي ګوند دغړو له خوا دپنجشنبې په ورځ د زمري دمياشتې په ٣١ نيټه له غرمې وروسته له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې د شيرشاه سوري په جومات کې اخيستل کيږي دوستان دي خبروي.