26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل-باختر دزمري دمياشتې ٢٩
د مشرانوجرګې رييس فضل الهادي مسلميار  پرون له غرمې وروسته دننګرهار ولايت د چپرهارولسوالۍ د پوهنې دمدير په سرمعلم مشهور شهيدعظيم نايل د جنازې دښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
دعظيم نايل  جنازه د سنا مجلس د رييس او يوشمير غړو ، دننګرهار دملکي او نظامي مسوولينو ، ديني عالمانو ، جهادي قوماندانانو ،قومي مشرانو ، د پوهنې دکارکوونکو او د ارواښاد د سلګونو تنو مينه والو په گډون د يولړ مراسمو په ترڅ کې د چپرهار ولسوالۍ په  دولت زي کلي کې د ارواښاد په پلرنۍاديره کې خاوره ته وسپارل شوه.
د مشرانو جرګې رييس د مخور اشخاصو او دپوهنې دکارکونکو دشهادت دغندلو په ترخ کې د شهيد عظيم نايل د شخصيت دبيلابيلو اړخونو په باب رڼا واچوله  او د ارواښاد  دخدمت په  دوران کې يې د ده دکړو وړو يادونه وکړه او د ده مړينه يي يوه  ضايعه وبلله او د ده دشهادت دعاملينو دنيولو او مجازاتو غوښتنه يي وکړه . دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدير عظيم نايل  پرون سهار داووبجو په  شاوخوا کې کله چې دهيواد د خپلواکۍ د بيرته ترلاسه کولو دڅلور نوي يمې کاليزې دمراسمو په نمانځنې کې دګډون په مقصد د جلال آباد ښارته روان و، دعلم او پوهنې ددښمنانو له خوا شهيد کړى شو.
دغه راز د مشرانوجرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان نن په داسې  حال کې
چې يوشيمر سناتوران هم حاضر وو په ځنو لويو لارو په تيره بيا دکابل -  قندهار-هرات  په لويه لاره کې د نامنيو دعلتونو په باب خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دکورنيو چارو وزارت  د پوليسو دچارو رييس ،دملي امنيت د لوي رياست دعالي بورد رييس او دملي دفاع وزارت د اوپراسيون رييس دخبرو په ترڅ کې د کابل – قندهار -  هرات په  لويه لاره کې نا امني تائيده کړه  او ويې  ويل چې دنيمګرتياو او نواقصو د لرې کولو په مقصد دعامه محافظت د کتارونو دامنيت رييس اوځينې نور مسوولين ګوښه کړى  شوي دي  او څارنوالۍ ته ورپيژندل شوي دي او هم دغزني ، ميدان وردګو او د زابل ولايتونو امنيه قوماندانانو ته وخت ورکړ شوى دى چې د سپرليو او داکمالاتي کتارونو دامنيت پرتامينولو کې دې خپل اقدامات په  ډير لنډ ممکن وخت کې عملي کړي ،  له دې پرته د دوى په اجراآتو کې ځنډ او بې پروايي به له نافذو قوانينو سره سم په جدي توګه  وڅيړل شي.
دغه راز دوى دخپلو ستونزو او مشکلاتو د وړاندې کولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې عدلي او قضايي ارګانونه  نيول شويو مجرمينو ته د دوى دجرم په تناسب مجازات نه ورکوي چې دا کار دامنيتي ارګانونو د منسوبينو دناهيلي سبب کيږي.
دمشرانوجرګې دويم نايب د هيواد دامنيتي ځواکونو سرښندنې وستايلې  او ويې ويل ،  سره له دې چې  زموږ امنيتي ځواکونه له کمي او کيفي پلوه  پياوړې شوي دي خو دکابل قندهار –  هرات په لويه لاره کې د اردو او پوليسو د پوستو له شتون سره سره ،دامنيتي پوستو ترڅنګ هر ورځ ملکي وګړې  وژل کيږي او په اکمالاتي کتارونو کې د افغاني سوداګرو مالونه د اور په لمبو کې سوځي او ټينګاريې وکړ
چې امنيتي ارګانونه دې ډير ژر دکابل – قندهار – هرات د لويې لارې د امنيت دتامينولو په لاره کې داغيزمنو پوستو په جوړولو او ګزمو سره هميشنۍ او د ډاډ  وړ اقدامات عملي کړي او هم  دې له  اخلال ګرو ، تروريستو اوغلو سره جدي چلند وکړى.

کابل-باختر دزمري دمياشتې ٢٩
د هغه اور له امله چې  پرون د پروان ولايت د سياه ګرد دولسوالي په بازارکې رامنځته شو اته تنه ټپيان شول .
د سياه ګرد دولسوال محمدسعيد صديقي باختر آژانس ته وويل  :
دغه اور دګازو د دپلورنې په يو دوکان کې د ګازو د ډبې دچاودنې له امله ولګيد.
دصديقي دڅرګندونو له مخې :  ددغې اورلګيدنې له امله څه د پاسه پنځوسو دوکانونو ته  زيات مالي  زيان اوښتى دى .
دسياه ګرد ولسوال زياته کړه  ،  په دې پيښه کې اته  تنه دوکانداران ټپيان شول  او دغه راز  دوه   موترونه ،اته ويشت  موټرسايکلونه او د ترکانې څو دوکانونه  په بشپړه توګه له منځه تللي دي .
صديقي زياته کړه دسياه ګرد ولسوالۍ د اور وژنې څانګه غير فعاله ده  او ترهغه وخته پورې  چې دچاريکارو له ښار څخه د اور وژنې پوليس راورسيدل او اور يې  وواژه  ، دوکاندارانو ته زيات زيان واوښت .

کابل-باختر دزمري دمياشتې ٢٩
دځوانانو نړيواله ورځ نن دبدخشان ولايت داطلاعاتو اوفر هنګ په رياست کې ونمانځل شو.
د بدخشان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ درياست سرپرست مطيع الله کريمي په هيواد کې د ځوانانو د رول په باب خبرې  وکړې او ويې ويل : ځوانان د ټولنې ځواک دى  چې کولاى شي په اقتصادي ،  ټولنيزى، سياسي  او دامنيت دتامينولو په برخو کې خپل هيواد رهبري کړي.
يو ځوان صبغت الله باختر آژانس ته وويل :   په هيواد کې دځوانانو مهمه ستونزه وزګارتيا ده او زياتره  د زده کړې خاوند ځوانان اوس هم وزګار او په  بداقتصادي حالت کې دي .
د والي مرستيال ګل محمد بيدار په خبروکې له ځوانانو سره ژمنه وکړه  چې د ځوانانو د وزګارتيا ستونزه به   دامکاناتو تر پولې پورې په دغه ولايت کې حل شي.
دغه راز په دې غونډه کې يو شمير ځوانانو د خپلې لارې پرسر  دپرتو ستونزو او خنډو په باب خبرې وکړې  او له سيمه ييزو مقاماتو يي  وغوښتل چې دغو ستونزو ته د حل لاره  ولټوي.

کابل-باختر دزمري دمياشتې ٢٩
دبدخشان ولايت په درايم ولسوالۍ کې د دغه ولايت دسولې د شورا درييس له خوا پرون ديوې مدرسې دبنسټ ډبره کيښودل شوه.
دبدخشان ولايت دسولې د شورا رييس قدرت الله درخاني باختر آژانس ته وويل :
د وسله والو طالبانو يو قوماندان چې تيرکال له خپلو شلو تنو افرادو سره دسولې
له پروګرام سره يوځاى  شوى و له  سيمه ييزو مقاماتو څخه يي وغوښتل چې  په درايم ولسوالۍ کې يوه ديني مدرسه جوړه شي چې نور د دغې خاورې بچيان  د ديني علومو د زده کړو په خاطر له هيواد څخه بهر ته لاړ نه شي او موږ  د دغې غوښتنې له مخې چې دمقاماتو له خوا ومنل شوه  د دغې مدرسې د ودانۍ کار  پيل کــــړ.
د ده دڅرګندونو له مخې   :  د دغې مدرسې ودانۍ دسولې دعالي شورا له بودجې د يوسلو اته شپيتو زره امريکايي ډالرو په لګښت په دوو  پوړونو کې د دولسو درسي خونو  په ظرفيت سره  په پاخه  او اساسي ډول  جوړيږي.
دغه راز مولوي شمس الدين چې مخکې د طالبانو په ليکو کې و،  د دولت ددغه نيک اقدام له امله مننه وکړه  ويې  ويل  ،  زموږ زياتره ځوانان چې د ديني علومو د زده کړې په خاطر پاکستان ته ځي د ديني مسلو د زده کړې په ځاى هغوى تروريست روزل کيږي او بيرته  افغانستان ته استول کيږي  ،  چې دهيواد په دننه کې  د دغه شان مدرسو په جوړولو سره د دغه هيواد د بچيانو ښوونه او روزنه په خپله  د افغانانو له خوا  ترسره کيږي او هغوي هيڅکله د خپل هيواد او خلکو دښمن نه روزل کيږي.