06 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس محمد اشرفی غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس محمد اشرفی غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د چنګاښ ۱۶مه / باختر د کابینې غونډه د...

کابل او یو شمېر نورې سیمې زورورې زلزلې ولړزولې

کابل او یو شمېر نورې سیمې زورورې زلزلې ولړزولې

کابل / د چنګاښ ۱۶ مه / باختر نن ماښام څه...

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پيغام

کابل/ د چنګاښ ۱۶مه/ باختر په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر د ثور لومړي :
دپنجشيرولايت په پارنده سيمه کې داوبو بريښنادتوليد يوه کوچنۍ دستګاه جوړيږي .
ددغې  دستګاه د جوړولو تړون نن دانرژي او اوبو وزارت اود اوکراين جمهوريت دانترا ګلو بل شرکت ترمنځ لاسليک شو.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې : په هغې غونډه کې چې له همدې ا مله جوړه شوې وه د انرژي او اوبو وزير محمداسمعيل اود مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديارخبرې و کړې او هيله يې و کړه چې افغا نستان په نږدې راتلوونکي کې له خپلو بډايو طبيعى منابعو څخه د بريښنا ا نرژي خاوند شي چې دا د وارداتي بريښنا څخه ډيره ارزانه ده .
دغه کوچنۍ دستګاه ددولت له بود جې څخه دڅه  دپاسه پنځو مليونو شپږ سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت دانتراګلو بل اوکرايني شرکت په واسطه په راتلوونکو اتلسو مياشتو کې جوړيږي چې دڅلورو ميګا واټو په ظرفيت دوه توربينونه به ولري .
ددغې پروژې د کار په بشپړيدو سره به څه دپاسه اته زره کورنۍ په دايمي تو ګه له ډاډمنې بريښنا څخه ګټه وا خلى.
ددغې پروژې تړون د انرژي او اوبو وزير محمد اسمعيل اود اوکراين د انترا ګلو بل شرکت مسول لاسليک کړ .
دپارنده سيمه دپنجشير ولايت د بازارک په ولسوالۍ پورې اړه لري .

کابل باختر د ثور لومړي :
دپنجشيرولايت په پارنده سيمه کې داوبو بريښنادتوليد يوه کوچنۍ دستګاه جوړيږي .
ددغې  دستګاه د جوړولو تړون نن دانرژي او اوبو وزارت اود اوکراين جمهوريت دانترا ګلو بل شرکت ترمنځ لاسليک شو.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې : په هغې غونډه کې چې له همدې ا مله جوړه شوې وه د انرژي او اوبو وزير محمداسمعيل اود مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديارخبرې و کړې او هيله يې و کړه چې افغا نستان په نږدې راتلوونکي کې له خپلو بډايو طبيعى منابعو څخه د بريښنا ا نرژي خاوند شي چې دا د وارداتي بريښنا څخه ډيره ارزانه ده .
دغه کوچنۍ دستګاه ددولت له بود جې څخه دڅه  دپاسه پنځو مليونو شپږ سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت دانتراګلو بل اوکرايني شرکت په واسطه په راتلوونکو اتلسو مياشتو کې جوړيږي چې دڅلورو ميګا واټو په ظرفيت دوه توربينونه به ولري .
ددغې پروژې د کار په بشپړيدو سره به څه دپاسه اته زره کورنۍ په دايمي تو ګه له ډاډمنې بريښنا څخه ګټه وا خلى.
ددغې پروژې تړون د انرژي او اوبو وزير محمد اسمعيل اود اوکراين د انترا ګلو بل شرکت مسول لاسليک کړ .
دپارنده سيمه دپنجشير ولايت د بازارک په ولسوالۍ پورې اړه لري .

 

کابل باختر د وري  ديرشمه :

 دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت چارواکي وايي چې دفايبر نوري دلومړى پړاو دتطبيق کارچې  دسړک جوړولو له کرښې سره جوخت پراختيا مومي ښار په ښار او کلي په کلي دپراختيا په حال کې دى او دغه پروژه په سلوکې اتيا دافغانستان دحلقوي سړک تر څنګ  چې څه دپاسه درې زره څلور سوه دوه شپيته کيلومتره کيږي ، بشپړه شوې ده .

 دمخابراتواو معلوماتي تکنالوژي  وزارت تخنيکي معين انجنير بريالى حسام دباختراژانس خبريال ته وويل، دفايبر نوري دشبکې دپروژې کار په اصلي تګلوري کې تطبيق  شوى دى اوپه لومړى ګام کې له ګاونډيو هيوادونو سره او وروسته دفايبر  نوري له لارې له نړۍ سره يوځاى شوي يو .

 انجنير حسام زياته کړه : دوويم پړاو دافغانستان دجنوبي ولايتونوکار چې لوګر ، پکتيکا ،خوست او پکتيا شامل دي، دفايبر نوري له لارې يو ځاى شوي دي .

 دراتلونکي پړاو دتطبيق په خاطر کارچې مرکزي او شمال ختيځ ولايتونه پکې شامل دي .  دوام لري او په راتلونکو دريو کلونوکې په ټول هيواد ددغې سترې ملي پروژې  له لارې پيوستون پيداکړي .

 دمخابراتواومعلوماتي تکنالوژي وزارت تخنيکي معين هيله من دى چې دفايبر نوري جوړول به دمخابراتي خدمتونوپه ټولو برخوکې په کيفيت ګړنديتوب او دبيو په تنزيل کې زياتې اسانتياوې برابرې کړي .

  دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت  معين په کابل ښار کې دپتې  د سيستم دجوړول  پروګرام ددغه وزارت يو بل پروګرام اعلام کړ .

 انجنير بريالى حسام وايي له کابل ښاروالۍ سره په تفاهم کې دهغې طرحې په باب  کارکوو چې دهغې له مخې به دکابل ښار واټونه دپتې په سيستم بدل شي انجنير حسام زياته کړه،  دوزيرانوشورا دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوژي  وزارت موظف کړى دى چې ډير ژر دغه طرحه عملي کړي او ددغه وزارت چارواکي دکابل ښار دپتې دسيستم دديجيتلى کولودبهيراودمعلوماتودسيستم  دچمتوکولوپه لاره کې کار کوي .

 تراوسه پورې کابل دنړۍ يواځنۍ پايتخت  دى چې دپتې سيستم نه لري .

 

داقليم دڅيرې د بدلون  ترعنوان لاندې په نړۍ کې  دځمکې نړيواله ورځ  په داسې حال کې نمانځل کيږي  چې په نړۍ کې داقليم بدلون ناوړې اغيزې کړي دي  او ددغه حالت دوام کيداي شي ددغې خاوريني کرې  اوسيدونکو ته  جدي  خطرونه  په ځان پسې ولري .

دباختراژانس مبصر  ليکي : کال په کال  په نړۍ کې د اپريل دمياشتې يوه ورځ  د ځمکې دورځې په توګه نمانځل کيږي  چې هدف يې  د ځمکې په کره کې په اقليمي بدلونونو دخلکودپوهاوي زياتوالي دى  چې دژوندانه دچاپيريال او دانسانانو دژوندانه دوام ګواښوي .

 دځمکې اوسيدونکي دمليت ، قوم، مذهب او جنس په پام کې نيولو پرته  دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دغه ورځ نمانځي او دځمکې دساتنې لپاره په اقداماتو لاس پورې کوي .

 دغه ورځ  په داسې حال کې نمانځل کيږي  چې دهوا تودوخه ، دګلخانه يي ګازونو توليد ، ديخچالونو ويلى کيدل ،  ددښتو زياتوالي ، دوګړو دشمير پراختيا ، دځنګلونو غوڅول اوپه لسګونونورو عواملوپه دې خاورينه کره کې دژوندانه ساحه  تنګه کړې ده  اوکه چيرې ددغوستونزو دلرى کولوپه لاره کې  جدي او بيړنۍ اقدامات ونه شي بشريت به له جدي ګواښونو سره مخامخ شي  ځکه  په نړۍ کې داوبو او هوا  بدلون  اوس  په يوې مهمې او پيچلۍ  مسئلې  بدل شوى دى  او دانسانانو اوحيواناتو په ژوندانه  او په طبيعي منابعو باندې يې جدي اغيزې  کړي دي .

که چيرې  داقليم دبدلون ،  دهوا دتودوخې او ددښتو ستونزه  ديو افغان په نظر وڅيړو دې ته متوجه کيږو  چې دغه ستونزه په افغانستان کې هم  ورځ په ورځ  زياتيدونکي  او دپراختيا  په حال کې ده . نن ورځ په افغانستان کې  زياته برخه ځنګلونه له منځه تللي دي کرنيزې  سيمې اوساحې داستوګنې په سيموبدلې شوي دي ،  دوګړو شمير دهرې ورځې په تيريدو سره  دودې په حال کې دى  او په غير معياري ډول دسون له موادو څخه استفاده  دپراختياپه حال کې ده .

 دځنګلونو غوڅول او دشنو ساحو ويجاړتيا هيواد په شاړو  ځمکو او کنډوالو دبدلون بهير ګړندي کوي  دهيواد په سترو ښارونوکې  دهوا ککړتيا له سرې کرښې  څخه  تيره شوې ده  نن ورځ له سالندي څخه نيولي  تر ناعلاجو ناروغيو پورې  ډول ډول  ناروغۍ  ددې هيواد له اوسيدونکو سره  مخامخې دي  چې ټول او ټول دژوندانه دچاپيريال له ککړتيا  او  ځمکې ته  دنه پاملرنې څخه  سرچينه اخلي . له بده مرغه هغه اقدامات چې ددغه شان ستونزودحل کولوپه لاره کې ترسره شوي دي په دې نه دي بريالي شوي چې دغه ستونزې کمې کړي . که چيرې په هيواد کې  داقليم دبدلون،دځنګلونودغوڅولوپه مخنيوي اوپه دښتودهيواد دبدليدودمخنيوي په نسبت  سملاسي اوبيړنۍ اقدامات ونه شي  دژوندانه چاپيريال به زموږ دهيواد لپاره  له تروريزم څخه  ديره ناوړه  پديده وي ، او په پاى کې به  دغه ستونزه  په يو ناتار بدل شي .

هيله ده چې دولت دهغو په وړاندې چې په هيواد کې دځنګلونوپه غوڅولولاس پورې کوي  سخت قوانين وضع کړي اوله زړواودبې کيفته سون دموادو دواردولو مخه ونيسي، له عاملينو سره يې دژوندانه دچاپيريال  د مخربينو په توګه  چلند وکړي  اوددغه شان  اشخاصو  دمجازاتو کړۍ  تنګه کړي  په دې ترڅ کې ديوې دقيقې کاري ستراتيژي په برابرولو سره دښار او داستوګنې دسيمودغير معياري  پراختيا مخه ونيسي اوداستوګنې په ساحو د کرنيزو ساحو  دبدلون  مخه ونيسي . په پاى کې  دافغانستان خلک بايد دهيواد  په ناوړو  اقليمي شرايطو پوه شي  هر څوک په خپل وار ددغې ستونزې  دلري کولو لپاره  منطقي  پروګرام او طرحه برابره کړي او عملي يې کړي .  زموږ خلک بايد نامساعد  اقليمي شرايط  او دژوندانه  دچاپيريال  ويجاړتيا ديو خبرداري  په توګه  وبولي  او دا ټکۍ هير نه کړي چې لاتراوسه پورې هم داسې  فرصتونه شته  چې په دې لاره کې  کاروکړو او اوسني  او راتلونکو  نسلونو ته  له  دود ، خاورې اوککړتيا څخه خلاص  چاپيريال  په سوغات پريږدو .

  ختم_ ف _ اکرم