29 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د افغانستان او پاکستان ترمنځ...

 سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د وګړنى سولې کاروان يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باخترد جوزا دمياشتي١٤ نيټه :

دښځو دچارو وزارت نن دامريکا دمتحده ايالاتو له پرمختيايي اداري سره  يو تفاهم ليک لاسليک کړ چې دهغه له مخې دهيواد دلوړو زده کړو له موسسو څخه ښځينه فارغانې به په دولتي ادارو کې  دکاري زده کړې عملي دوره تيره کړي.

دباختراژانس دخبرله مخې،  دغه تفاهم ليک دښځو دچارو دوزيرې ډاکترې حسن بانو غضنفر اوپه کابل کې دامريکا دپرمختيايي اداري درييس له خوا لاسليک شو.

دښځو دچارو دوزيرې ډاکترې حسن بانوغضنفر دڅرگندونوله مخې، دلوړو زده کړو  له موسسو څخه په سلو کې اويا ښځينه فارغانې به چې اوس وزګارې دي ددې وخت پيداکړي چې په دولتي ادارو کې دکارموندلو شپږمياشتني روزنيزه دوره تيره کړي.

دغه پروګرام له ٢٠١٠ ميلادي کال څخه پيل شوى دى اوپه هره دوره کې سل تنه په دې روزنيزه دوره کې شامليږي چې دروزنې په بهيرکې پولي امتيازاو دکار تخنيکي وسايل په پام کې نيول شوي دي.

دښځو دچارو وزيرې زياته کړه  موږ ددغه شان پروژو له جوړولو څخه ښې  نتيجې ترلاسه کړي دي اوپه پام کې دى چې دغه پروژه ولايتونوته هم پراخ شي.

په کابل کې دامريکا دپرمختيايي اداري رييس څرگنده کړه چې دغه اداره ددغه شان پروژو په  جوړولو سره هلې ځلې کوي افغان ښځو ته چې دافغانستان دوګړو زياته برخه ده دسالم مصروفيت  اوکار زمينه برابره کړي .

دده دڅرگندونوله مخې،   په سلو کې شپيته افغان ښځې  له فزيکي تاوتريخوالي سره مخامخې دي چې نړيوالې ټولنې ته دانديښنې وړ خبردى.

ده وويل ددغه شان پروژو جوړول افغان ښځې اونجونې په خپلو پښو دريدو ته نږدي کوي او موږ ددغه شان پروژو دپراختيا په خاطر ژمنه کوو.

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

  دبيت الله  شريف د حج دمينه والو  دنوم ليکني بهير نن دهيواد په مرکز او ولايتونوکې پيل شو .

  دحج او اوقافو  وزير ډاکتر محمد يوسف  نيازي د باختر اژانس خبريال ته  چې دعيدګاه په جومات کې دمينه والو دنوم ليکني په ځاى کې و ، وويل دغه وزارت دبيت الله شريف  د حج مينه والو ته دلازمو اسانتياو  دبرابرولو  په مقصد له نوي طرز العمل سره سم  د حج لارې چارې برابري  کړي چې دپچي اچولو پرځاى يي دنوم ليکني سيستم رامنځته کړى دى  چې  له دغه سيستم سره سم دهيواد په مرکز او ولايتونوکې دحاجيانو نومونه ليکل کيږي .

   په دې سيستم کې به په هيڅ ډول حق تلف نه شي او هغو کسانو ته دلومړيتوب حق ورکول کيږي چې نوم يي دلست په سرکې ليکل شوى وې .

 د حج او اوقافو وزير زياته کړه  دغه سيستم ټول اسلامي هيوادونه کاروي دمثال په توګه په ايران کې له اتلسوکلونومينه والو  نومونه ليکلي دي او هغه کسان چې نومونه  ليکي په هغه صورت کې چې دهر ولايت ونډه  بشپړه شوي وي په راتلونکي کال کې به دلومړيتوب حق ورکړ شي .

  ډاکتر نيازي  څرګنده کړه دافغانۍ  حاجيانو ونده ديرش زره  تنه تاکل شوي  خو هئيت سعودي ته استول شوي دي چې کيداي شي  دغه ونډه زياته شي .

  دکابل ښار  دناحيو  وڼده درې زره تنه  او  دکابل ولايت دولسواليو نهه سوه تنه ونډه ده چې دعيدګاه جومات دنوم ليکني   په مرکز کې ټولي لازمي اسانتياوي  برابري دي .

  ده وويل  څرنګه چې دغه بهير نوى دي مينه وال دي  دنظم اومقرراتو په مراعاتولو  سره له موږ سره مرسته وکړي .

  د حج او اوقافو وزير څرګنده کړه هغه کسان چې تيرکال يي ټول پړاونه بشپړ کړي وو اودځينو معذرتونو له امله د حج له مراسمو  څخه پاتي شوي وو ونډه يي خوندى ده  په لومړۍ ګام  کې به دبيت الله شريف  حج ته روانيږي .

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

  په تخار ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله يو تن  ووژ ل شو .

 دتخار ولايت له پيښو سره  دمبارزي دتياري داداري رييس عبدالرزاق  زنده باختر اژانس ته وويل  د سيلاونو دراوتلو له امله ددغه ولايت دهزار سموچ  په ولسوالۍ کې يو تن ووژل شو  څه دپاسه پنځه ويشت  څاروي له منځه  تللي او داستوګنې  څه ناڅه  په لسګونو کورونه  يوڅه ويجاړ  شوي دي .

 دده د څرګندونو له مخې د څارنې  ټيم له مرکز څخه دسيلاونو دراوتلو له امله درسيدلو تاوانونو د څيړنې په  مقصد  سيمې ته استول شوي دي .

کابل باخترد جوزا دمياشتي١١ نيټه :

دافغانستان په ختيځ  ننګرهار ولايت کې دشينوارو دسيمې په سلګونو تنو خلکو دمظاهرو په کولوسره دناټو اوافغان پوځيانو له بند څخه ددغې سيمې ددريو تنو اوسيدونکو دخلاصون غوښتنه وکړه.

يوه مياشت  مخکې افغان سرتيرو اودناټو ځواکونو دعملياتو په ترسره کولو سره دشينوارو دسيمې درې تنه اوسيدونکي له طالبانو دهمکاري په تور ونيول .

قهرجنو مظاهره کوونکو دبارک اوباما دتصويرونو په سوځولوسره وويل  چې نيول شويو کسانو له ياغې ډلوسره هيڅ راز اړيکي نه لرلي .

دمظاهرو يو تن برخه وال مولوى علي محمد وويل  چې دوي دنيول شويو کسانو دبرخليک په باب هيڅ معلومات نه لري .

ده دولت ته خبرداري ورکړ چې ددغو دريو تنو دنه خلاصون په صورت کې به  دکابل _ تورخم لويه لاره  دترافيکو پرمخ وتړ ې