26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختردزمري څليرويشتمه :

دپنجشير ولايت د درې د ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي د دغې ولسوالۍ د سړک  د ترميمولو دکار دځنډولو له امله شکايت کوي . د درې د ولسوالۍ د عمومي واټ څو برخې د روان کال دثور په مياشت کې د سيلاونو او د اوبو د څپانده کيدو له امله ويجاړ شوي دي .

 دباخترآژانس دخبر له مخې: سره له دې چې په پارلمان کې د پنجشير دخلکو د استازو او دکليو دبياجوړولواو پراختياوزارت دمشرتابه له خوا دسيمې خلکوته ددغه سړک دبياترميمولو ژمنه شوې وه؛ خو تراوسه پورې په دې برخه کې کار نه دى شوى .

 دکرامان دکلي اوسيدونکى محمد صابر دانشجو وايي: نږدې پنځه مياشتې کيږي چې دکرامان داتوکليواودعبدالله خيلو د درې د اووکليو مواصلاتي لاره له مرکز سره تړل شوې وه او ددغو کليو اوسيدونکي پلي او دڅارويو په واسطه دخپلو ضروري توکو په ليږدولو لاس پورې کول .

 په همدې حال کې د درې ولسوال سهراب خان ددغې ولسوالۍ د اوسيدونکو دخبرو دتاييدولو په ترڅ کې وويل چې په پيل کې د اوبو دسطحې د لوړوالې له امله د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دسړک د ترميمولو کار بند کړ، خو زيات وخت کيږي چې اوبو لږې شوې دي، خو د سړک دبيا ترميمولو کار نه دى پيل شوى.

 دباخترآژانس خبريال په کابل کې د رخصتۍ له امله ونه شو کړاى د چارو له مسوولينو سره اړيکه ونيسي . 

کابل باختر د زمري دري ويشتمه :
د جمهور رييس نغدي مرستې د کرنې او اوبو لګولو وزارت د هغو دوو تنو انجنيرانو په کورنيو  وويشل شوې چې د رو ژې په مبارکه مياشت کې دطالبانو
له خوا په لوګر ولايت کې شهيدان شول .
د چارو دادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى  رياست د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ :  په هغو  مراسمو کې چې د چارو دادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوي رياست دپاليسۍ د مرستيال پوهنمل سيدولي سلطان ، د مکافاتو د رييس رحمت الله  منګل او د اطلاعاتو اوعامه اړيکو درييس رفيع  فردوس په ګډون د چارو په اداره کې پرځاى شول د جمهوري رياست نغدي مرستې دکرنې او اوبو لګولو  وزارت د کارکوونکو شهيد انجنير نورآغا او دشهيد انجنير نقيب الله سالک په پاتې کسانو وويشل شوې  .
دپنجشير او پروان دولايتونو اوسيدونکي انجنير نورآغا او انجنير نقيب الله څه موده مخکې بڼوالو ته د مرستې رسولو په وخت کې لوګر  ولايت ته تللي وو  چې د ډار اچوونکو له خوا ونيول شول او  وروسته شهيدان شول  .
دچارو دادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى  رياست دپاليسۍ مرستيال پوهنمل سيدولي سلطان د جمهوري رياست دنغدي مرستو درسولو په ترڅ کې دحامد کرزي د ډاډ ګيرنې پيغام د دغو شهيدانو پاتې کسانو ته څرګند کړ .

کابل باختردزمري دري ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د لوى څارنوالۍ ديو څارنوال ارواښاد عبدالطيف  بيګ د مړينې په مناسبت دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم  د ډاډ ګيرنې  پيغام :
په ژورې خواشيني سره خبرشوم چې دولسي جرګې دپخواني غړي شهيد عبدالمطلب بيګ زوى عبدالطيف بيګ د هغې ناروغۍ له امله چې  ورپيښه شوې  وه  وفات شوى دى .
ارواښاد عبدالطيف بيګ د افغانستان د خلکو د جهاد اومقاومت ، معززې کورنۍ ته منسوب و ، چې د هيواد دڅارنوالۍ  په پستونو کې يې د څارنوال په توګه په صادقانه  ډول کار وکړ  اود افغانستان خلکو ته دخدمت په لاره کې يې لازمې هلې ځلې  وکړې،  د  ده مړينه يوه ضايعه ده .
د اروا ښاد  ورور د سيمه ييزو ار ګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال عبدالمتين بيګ ، د ارواښاد د کورنۍ غړو او دوستانو، د تخارولايت پتمنو خلکو اودلوى څارنوالۍ منسوبينو ته  دخپلې ژورې   ډاډګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو د څرګندولو  په ترڅ کې دلوى خداى  ج  له دربار څخه  ارواښاد ته د فردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې د جميل صبرهيله کوم.