26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل\باختر\ د اسد ٢٢
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا!
دکابل ښاردناحيو د١٣٩٢ کال هغوټولو حاجيانو ته چې پخوا يې خپل لومړى قسط په بانک کې تحويل کړى دى اوپه سلو کې دشلو دتنقيص په لست کې شامل نه وي، د وروستى ځل لپاره خبر ورکول کيږي چې د روان کال د زمري د مياشتې تر٢٤ نيټې د پنجشنبې تر ورځې پورې دې د خپلو لګښتي پيسو د دويم قسط د تحويلولو په خاطر ډير ژر په مرکز او ولايتونوکې د حج او اوقافو وزارت د حج رياستونو ته ورشي. له دې پرته ونډه يې له طرزالعمل سره سم را تلوونکو مستحقو اشخاصو ته ورکول کيږي او بيا به دشکايت حق ونه لري.

کابل باختر د زمري دمياشتې ٢٢
دملي شورا د مشرانو جرګې د رييس فضل هادي مسلميار له خوا د پاکستان د اسلامي جمهوريت دخپلواکۍ د شپږ شپيتمې کاليزې له امله ددغه هيواد د سنا مجلس د رييس سيد نيرحسين بخاري په نامه دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى .
دباختر آژانس دخبرله مخې: په پيغام کې د دواړو هيوادونو د دوستانه اړيکو په لازيات ټينګښت، د سيمه ييزې سولې او ثبات په تامينولو، د تجارتي اړيکو د زياتوالى او د افغانستان او پاکستان دپارلماني اړيکو د زياتوالى او د افغانستان او پاکستان دپارلماني اړيکو په پراختيا باندې ټينګار شوى دى .

کابل باختردزمري دمياشتې ٢١ :
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان  ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٢، ټيټه ١٧
هرات- آسمان  شين  ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦،  ټيټه ١٩
جلال آباد- آسمان  وريځ د اورښت امکان ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٨
قندهار-  آسمان شين ، د تودوخې لوړه ٤٢ ، ټيټه ٢٨
مزارشريف- آسمان  ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه  ٣٤، ټيټه ٢٨
کندز ، آسمان شين  ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٣، ټيټه ٢٣
غزني- آسمان  ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٦ ، ټيټه ١٤
باميان- آسمان  ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧ ، ټيټه ١٤
فيض آباد آسمان وريځ داورښت امکان  ، د تودوخې لوړه درجه ٣١، ټيټه  ٢١
شمالي سالنګ- آسمان  ځاى ځاى وريځ ، اورښت امکان  ١٤، ټيټه  ٤
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨ ټيټه ٢٢
خوست- آسمان وريځ  داورښت امکان ،  د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ٢٥
ميمنه- آسمان يوڅه وريځ  د تودوخې لوړه درجه  ٣١ ، ټيټه ١٧
لښکرګاه- آسمان  ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٤، ټيټه ٢٧
جنوبي سالنګ- آسمان  ځاى ځاى وريځ ٢١، ټيټه ١٤
شبرغان – آسمان  ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ٢٣ 
جبل سراج-آسمان شين ،ددوخې لوړه درجه ٣٥-ټيټه ١٩
په کابل کې به سبا لمرپه ٥ بجو او ١٧ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او ٤٤ دقيقو ولويږي . 

کابل_باختر د زمري د مياشتې ٢٢مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی د میدان وردګو او پکتیکا په ولایتونوکې د وروستیو سیلاوونو له امله پر رامنځته شویو ځاني تلفاتو او مالي زیانونو خواشینی شو او له پیښو سره د مبارزې د ادارې او نورو اړوندو ادارو چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې زیان رسېدونکو ته ډيرژر بیړنۍ مرستې و رسوي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د ويندوى د دفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د رپوټونو له مخې، د میدان وردګو او پکتیکا په ولایتونو کې دغو سیلاوونو شاوخوا ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده او ګڼ شمېر کورنۍ یې زیانمنې کړې دي.

حامدکرزی د دغو طبیعي پیښو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای له دربار څخه هغوی ته د جمیل صبر هیله کوي.#