10 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې  دچګ جمهوريت  له سفير سره وکتل

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې دچګ جمهوريت له سفير سره وکتل

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم...

د( ګنج  قناعت)  دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

د( ګنج قناعت) دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٥:

په سالنګونوکې دواوري له اورښت سره سره دسالنګونو لويه لاره له دواړو لورو د ترافيکو پرمخ پرانستي ده .

دسالنګونو دساتنې او څارنې رييس جنرال  رجب دباختر اطلاعاتي اژانس خبريال ته وويل  چي په جنوبي سالنګ  کې پنځوس سانتي متره واوره شوې ده اوپه شمالي سالنګ کې له توپان سره جوخت دواوري اندازه پنځه ويشتو سانتي مترو ته رسيدلي ده.

ده زياته کړه په شمالي سالنګ کې دتودوخي لوړه درجه  دسانتي ګراد په حساب منفې لس درجې په جنوبي سالنګ  کې منفې څلوردرجې اوپه تونل کې منفې شپاړلس درجې ده .

جنرال رجب زياته کړه چې په ژمنيو تجهيزاتوسره دوسايطوتګ راتګ په عادي ډول دوام لري  اودوسايطو له چلوونکو څخه يې وغوښتل چې له سالنګونوڅخه دتيريدو په وخت کې ددغه رياست  دموظفينو په لارښوونه عمل وکړي.

پل علم\ باخترد جدي  دمياشتې ٢٤:

دلوګرولايت عالمانو ، مشرانو ، سپين ږيرو او دولايتي شورا غړو نن ديوې غونډي په ترڅ  کې دامريکايي عسکرو کرغيړن اوناوړه عمل وغانده.

درارسيدلو خبرونو له مخې   امريکايي سرتيرو دطالبانو دمړو سپکاوي کړي دي.

له لوګرولايت  څخه  دباختر داطلاعاتي  اژانس  دخبريال دخبرله مخې په دې غونډه کې لومړي دسولې شورا رييس  جنرال  ضيايي دخبرو په ترڅ کې دامريکايي عسکرو دغه ناوړه عمل دبشري  موازينو اوانساني کرامت پرخلاف وباله  او هغه يې  په کلکه وغانده  اوله نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې دغه جنايتکاران دخپلو عملونو په سزا ورسوي.

په دې غونډه کې دلوګرولايت  دحج او اوقافو رييس غلام رسول ، دولايتي شورا رييس ، ولسوالانو او ځينو  نورو برخه والو خبري وکړي  او دامريکايي سرتيرو  دغه ناوړه عمل يې وغانده.

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٤:

 په هلمند ولايت کې دامريکا يي ځواکونو له خوا په زرو کوچي کورنيو ژمني مرستې وويشل شوي .

دهلمندولايت  دواشيرولسوالۍ محمدداود نوري دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل   په هلمند ولايت کې  دامريکا دبيارغاونې ولايتي ټيم له دغو کورنيو سره دډبرو سکرو ، ترپالونو،شړيو،  داوبو دبوشکو، دګازو ډبيو، دپخلنځي دوسايلو او دژمنيو جامو مرسته وکړه .

 ويل کيږي په واشيرولسوالۍ کې زر کوچي کورنۍ شپې سباکوي.

کابل\باختر \ د مرغومي٢٤ مـــــه

دکونړ ولايت دسيد جمال الدين افغان پو هنتون د کرنې پو هنځي ته نوى ودانۍ جوړيږي

دغه ودانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزي دچارو وزارت له خوا دپنځه سوه زرو ډالرو په لګښت جوړيږي

دسيد جمال الدين افغان پوهنتون رئيس ميراحمد حامد د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دغه ودانۍ به ديرش خونې او نورملحقات و لري

د کونړ والي سيد فضل الله واحدي دغې پروژې دکارد پرانيستلو په وخت کې وويل ددغې ودانۍ د جوړولو لګښت په کونړ ولايت کې د نشه يي توکو د کرکيلې د له منځه وړلو په خا طر ددغې اداري په واک کې ورکړي شوي دي.

 ده وويل ديادونې وړ ده چې يوه اوونۍ مخکې دسيد جمال الدين افغان پو هنتون د ښوونې او روزنې دپوهنځي ودانۍ د جوړ ولو کار هم پيل شوى و.