29 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم بندر د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د افغانستان او پاکستان ترمنځ...

 سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

سوله غوښتونکو سمنګانو ته سفر وکړ

کابل / دسلواغې ٩مه / باختر د وګړنى سولې کاروان يوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اجتماعی

کابل باختر  د کب نهه ويشتمه

  په داسې حال کې چې نوى هجري لمريز کال او دنوروز د وديز  جشن  ته يواځې يوه ورځ پاتي ده مسوولين دمزارشريف په ښار  په افغانستان کې ددغه جشن دنمانځلو له ستر ښارکې دزياتو امنيتي تدبيرونو دنيولو خبر ورکوي  .

 دمزارشريف ښار اوس له  ټول هيواد څخه دلسګونو زرو افغانانو کوربه دي .

 داپه داسې حال کې دبلخ ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې دنوروز دجشن لپاره  يې ځانګړي تدبيرونه نيولي دي .

 دبلخ  والي عطام محمد نور باختر اژانس ته وويل  چې د جشن اوميلمنو دامنيت دتامينولو لپاره  پنځه زره امنيتي ځواکونه ګومارلي دي .

 دبلخ دوالي  د څرګندونوله مخې دغه ځواکونه په ستراتيژيکو  سيمو له دې جملې څخه دمبارکي روضې شاوخوا څلور لارو او واټونوکې ځاى پرځاى شوي دي .

  له بله پلوه د ٣٠٣  پامير ساحوي زون قوماندان جنرال بابه جان وايي  چې  دوى  دپوستو په جوړولو سره دنوروز دجشن دنمانځنې  سيمي مزارشريف  ښار ته ټولې غزولي  لاري تر څارنې لاندې لري .

 دمزارشريف له ښار څخه دوروستيو رارسيدلو خبرونو له مخې امنيتي  ځواکونه  ددغه ښار په ټولو سيمو او دروازو کې ځاى پرځاى دي او دهيواد له نورو سيمو  څخه  دميلمنو راتګ دوام لري .

 له بله پلوه دکورونو او دهوتلونو دخونو کرايه  هم لوړه شوې ده .

 جنرال بابه جان باختر اژانس ته وويل چې دوى دمزارشريف ښار  د امنيت دتامينولو لپاره مسوول وسله وال کسان چې غواړي دنوروز په جشن کې ګډون وکړي  هم په امنيتي  کمربندونوکې بې وسلې کوي .

عطام محمد نور دغه راز په يو صوتي پيغام کې دامنيتي تدبيرونو  خبره کړې ده او ويلي يې دي چې دښمنان دنوروز دجشن دګډوډولو هوډ لري دبلخ والي په دغه پيغام کې  خلکو ته ډاډ ورکړ چې خپل جشن په ارامي سره ونمانځي .

 ده له خلکو څخه وغوښتل چې دجشن دامنيت په تامينولو کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي .

 دنوروزجشن دکال پيل  د درې زره کلن لرغونتيا سره   له لرغونې زماني څخه پاتي شوي له دوديزو جشنونو  څخه دي .

 دنوروز  دپيدايښت  ځاى لرغوني اريانا ده  له دې امله څلور سوه مليونه وګړي په افغانستان ، ايران او تاجکستان کې دغه ورځ نمانځي  .

 نوروز په افغانستان او ايران کې دنوى کال پيل بلل کېږي

 په افغانستان کې  نوروز دلرغونتوب له پلوه او دشاه ولايتماب  دزيارت دشتون له امله خلک زياتره نوروز په بلخ کې  نمانځي

کابل باختر  د کب نهه ويشتمه

   دشهيدانومعلولينواودټولنيزوچارو وزارت خبرتيا

  په کابل ښارکې  په اوونۍ کې د پنځو ورځو کار او ددوو ورځو رخصتيو  پنجشنبه او جمعه  له مخې دکابل دپيل او پاى رژيم

 په اوونۍ کې دڅلويښت  ساعته کار له مخې د ١٣٩١ کال دوري دمياشتې له لومړي نيټې څخه دوږي  دمياشتې ترپايه پوري د ماسپښين  دلمانځه داداکولو او د ډودي خوړلو لپاره دغرمي له دولسو بجو  څخه له غرمې وروسته تر يوي بجي پوري ديو ساعت ځنډ په پام کې نيولو سره دکار پيل دسهار په اوو بجو او ديرشو دقيقو او دکار پاى  به له غرمي  وروسته په څلورو بجو او ديرشو دقيقو .

 دروژي  په مبارکه مياشت کې دکار پيل د سهار په اوو بجو او دکار پاي له غرمي وروسته په يوه بجه

  په اوونۍ کې دشپږو ورځو کار له مخې په بانکونو او ولايتونوکې دکار دپيل او پاى رژيم  د ١٣٩١ کال دوري دمياشتي له لومړي  نيټي څخه دوږي دمياشتي ترپايه پوري دکار پيل دماسپښين دلمانځه داداکولو او دډوډي  خوړولو لپاره دغرمي له دولسو بجو څخه له غرمې وروسته تر يوي بجې  پوري  ديو ساعت ځنډ په پام کې نيولو سره دکار پيل دسهار په اتوبجو او دکار پاى  له غرمي وروسته په څلورو بجو او دپنجشنبې په ورځو  په اوونۍ  کې دڅلويښت ساعته کار له مخې د کار پيل دسهار په اتو بجو اودکار پاى له غرمي وروسته په يوه بجه .

  دروژي  په مبارکه مياشت کې دپنجشنبي  ورځو په ګډون دکار پيل دسهار په اتو بجو او دکار پاى  له غرمي وروسته په يوه بجه په  توليدي ، خدماتي موسسو په دايمي  توګه په فعالو برخو ( دکار دشفتونو تنظيم  )  نشراتي او روغتيايي  موسسو کې دکار وختونه په لومړيو شپږومياشتو کې په اوونۍ کې دڅلويښت ساعته کار له مخې دي دکار دخصوصياتو ، اقليمي او منظفوي  شرايطو  او داړوندو مقرراتو او لايحو په پام کې نيولو سره تنظيم او عيار کړي   دتعليمي او تحصيلي موسسو لرونکې وزارتونه او اداري دي دخپل کار دپيل او پاى  رژيم د نورو دولتي ارګانونو دکار درژيم متفاوت له اړوند لايحو اومقرراتو سره سم تنظيم کړي .

کابل باختر  د کب نهه ويشتمه

  دکار او ټولنيزو وزارت خبرتيا .

  څرنګه  چې سبا دسه شنبې ورځ د ١٣٩١ هجري لمريز کال لومړۍ نيټه دنوى کال له لومړي ورځې  نوروز  سره برابره ده اودچهارشنبې ورځ دوري دمياشتې دويمه نيټه  د بزګر له ورځې  سره برابره ده په هيواد کې عمومي رخصتي ده

کابل باختر  د کب نهه ويشتمه

  دهلمند ولايت  سيمه ئيزي راډيو او خبري ويب سايت په خپرونو پيل وکړ .

 دهلمند سيمه ئيزه راډيو په منځني څپه  خپرونې کوي او نه يوازي  په هلمند ولايت کې بلکې دهغه په ګاونديو هيوادونو او له پولې بهر سيموکې داوريدو وړ ده .

   په دې ويب سايت کې راډيويي  پروګرامونه او ځيني مهم تلويزيوني پروګرامونه په څلور ويشت ساعته ډول دنړۍ په ګوټ ګوټ کې داوريدو اوکتنې  وړ دي او دغه راز خبرونه هم په تصويري ډول پکې خپريږي .

  دهلمند ولايت دسيمه ئيزي راډيو او دخبري ويب سايت دپرانستلو په مراسمو کې  داطلاعاتواو فرهنګ وزارت معين پوهنمل غلام نبي فراهي دخبرو په ترڅ کې  ددغې راډيو  او دخبري ويب سايت فعاليت دفرهنګ او درسانه يي فعاليت په لره کې يو ګټور  او ارزښتناک  ګام وباله .

 دهلمند والي محمدګلاب  منګل او دملي راډيو تلويزيون لوي رييس زرين  انځور هم ددغې راډيو دخبري ويب سايت پرانستل اوفعاليت دډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو داړيکو دتامينولو په لاره کې يو اغيزمن ګام وباله .

 ديادونې وړ ده چې په هلمند ولايت کې  پنځه راډيوګانې او په لسګونو چاپي رسنيۍ هم په ازاد ډول فعاليت کوي